۱۰۰ تنه نوی ګرجستانی سرتېری افغانستان ته ولېژل شول

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41108

سل تنه نوی ګرجستانی سرتېری د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته ولېژل شول.
دغه ګرجستانی پوځیان چې دوه میاشت په خپل هېواد او شپژ میاشت په المان کې روزنه ترلاسه کړی، په مزارشریف ښار کې په یوه پوځی اډه کې به ځای پرځای شی.
د ویلو وړ ده چې ګرجستان د ناټو غړی نه دی خو اوس مهال ۸۸۵ پوځیان په افغانستان کې لری.
د ګرجستانی چارواکو په وینا، دا په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت په برخه کې د ناټو تړون څخه بهر د یو هېواد ترټولو ستر رول دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41108

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *