یو ټاکنیز نوماند ته د سعودی عربستان دیپلوماټ مالی مرستې

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87802

په کابل کې د یوتن مېشت پاکستانی دیپلوماټ د څرګندونو له مخې، د ولسی جرګې پخوانی غړی نجیب کابلی چې د څه مودې لپاره د امروز په نامه دده ترکنټرول لاندې ټلویزیون د اسلام او د افغانستان خلکو د دودونو پرضد پروګرامونو د خپرېدو له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حکم له مخې رخصت شوی وو، یوه میاشت وړاندې په شمالی بوستان کې د سعودی او پاکستانی دیپلوماټانو په حضور سره یوه غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې چې ځینو مېرمنو او نجونو د کوربه په ډول له مېلمنو څخه کوربه توب کول، نجیب کابلی د ځینو جهادی چارواکو لکه خلیلی، کرزی، حکمتیار او سیاف کړنو ته د نیوکې ترڅنګ د ولسی جرګې په ټاکنو کې د بریا په موخه د سعودی وګړو له خوا د مالی مرستو د پام غوښتونکی شو.
دا وړاندیز د سعودی عربستان له هرکلی سره مخ شو او په همهغه غونډه کې ۵۰۰ زره ډالر د ټاکنیزې مرستې په توګه ده ته ورکړل شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87802

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *