یو سوداګر په کابل کې د ناپېژنده وسله والو له خوا ووژل شو

  • خپرول: ۲۴ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 116337

نامالومو وسله‎والو نن سهار(سې‎شنبې د غوایی ۲۴مه)د کابل په کارته پروان سیمه کې یو سوداګر تر لوټلو وروسته وواژه.
د نوموړی سوداګر خپلوان د امنیت د تامین په برخه کی لویه ملامتیا پر پولیسو اچوی او وایی که حکومت د جنایی جرمونو مجرمینو ته سزا ورکړی هېڅوک به د غلا او وژنو جرئت ونه کړی.
د ولسی جرګې د یوه غړی ساتونکو چې د دې پېښې شاهدان دی، حتا د وسله‌والو پر موټر یې ډزې کړی، خو هغوی وتښتېدل.
د پېښې شاهد محمد نادر په دې اړه وویل:«ډزې یې وکړې موټر یې پلېټ هم نه درلود ما هم پنځه شپږ ډزې پرې وکړې خو وتښتېدل.»
د پېښې بل شاهد اغا ګل هم وایی:«له درې لورو یې پرې ډزې وکړې تر هغې چې مړ شو او حق ته تسلیم شو د موټر دروازه یې خلاصه کړه بیک یې واخیست او ولاړل.»
خو د کابل پولیس د یادی قضیی په هکله د څېړنو له پیلیدو خبر ور کوی او وایی د مجرمینو د پېژندنی او نیولو لپاره یی هڅی پیل کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116337

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *