یو دینی عالم په ننګرهار ولایت کې د ناپېژنده وسله والو له خوا وژل شوی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 120336

ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ کې د مولوی صفی الله حنفی په نوم دینی عالم وژلی دی.
د ننګرهار ولایت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه ویلی، خو د ښېوې ولسوالۍ ځایی خلکو او د مولوی صفی کورنۍ ویلی، چې نوموړی نن سهار د جماعت لمونځ لپاره له خپلو کوره جومات ته روان و، چې لاره د وسله‌ وال برید ښکار شو.
دا لومړی ځل نه دی، چې ننګرهار کې دینی علماء د ناڅرګندو بریدګرو له لوری په نښه کیږی، بلکې له تېرې اوږدې مودې راهیسې ځینې کړۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې دینی علما‌‌ء په نښه کوی، خو حکومت لا هم تر اوسه د دغو علماوو د قاتلینو په نیولو نه دی توانیدلی.
د عامو خلکو او سوداګرو سربېره په ننګرهار کې د دینی علماوو ژوند ورځ په ورځ له ننګونو سره مخ کیږی، خو حکومت یې د ژوند ژغورلو کې پاتې راغلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120336

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *