یو تقاعد شوی پاکستانی جنرال په افغانستان کې وژل شوی

  • خپرول: ۳۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 59170

پاکستانی رسنیو نن /شنبه/ په افغانستان کې د پاکستان د پوځ د یوه پخوانی چارواکی متقاعد ډګرجنرال شاهد عزیز د وژل کېدو خبر خپور کړ.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې متقاعد ډګرچنرال عزیز د پاکستان د پوځی عملیاتو عمومی رییس او د ملی احتساب د ادارې د رییس په توګه کار کړی.
ورځپاڼې د عزیز د کورنۍ د غړیو په قول ویلی چې نوموړی څه موده مخکې په افغانستان کې وژل شوی دی.
خو د عزیز زوی یوې بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلی چې پلار یې په افغانستان کې نه دی وژل شوی.
ده نه دی ویلی چې چیرې وژل شوی دی.
نور راپورونه وایی چې عزیز غوښتل چې په افغانستان کې له امریکایانو څخه انتقام واخلی خو په خپله ووژل شو.
د پاکستان پخوانی پوځی واکمن جنرال پروېز مشرف په وروستیو کې ویلی و چې شاهد عزیز اوږده ږیره پرې ایښې او د سوریې جګړې ته تللی و خو هلته ځینو کسانو وژلی دی.
شاهد عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې و او په ۲۰۰۵ م کال تقاعد شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59170

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *