یو اس دی ټوډی: فساد په افغانستان کې دوام لری او قومی اختلافونه د زیاتوالی په حال کې دی

  • خپرول: ۲۰ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 82858

د امریکا یوې خبری وېبپاڼې په افغانستان کې له ۱۷ کالو وروسته د امریکا برید په اړه لیکلی چې شنونکی په دې باور دی چې د افغانستان ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو په واک کې دی، فساد همداشان دوام لری، قومی اختلافونه د زیاتوالی په حال کې دی او د امریکا له ۹۰۰ میلیارډو ډالرو څخه ناوړه ګټه پورته کول زیاتوالی موندلی دی.
د یو اس ای تودی د راپور له مخې، له افغانستان څخه د امریکا پوځ ناڅاپه وتل پر طالبانو باندې د فشارونو د کموالی او د افغان مېرمنو د حقونو د ګواښ لامل کېږی. د سپټمبر له ۱۱ نېټې بریدونو څخه ۱۷ کاله وروسته، افغانستان همداشان په هغه جګړه ښکېل دی چې موږ نشو کولای پکې بریالی شو خو ماته هم نشو کولای ومنو.
یواس ای تودی د سپټمبر ۱۱ نېټې د بریدونو کلیزې په مناسبت لیکلی، د راتلونکی څو کالو په ترڅ کې زرګونه ۱۷ کلن عمر لرونکو کسانو دخپلۍ کورنۍ په رضایت سره وسله والو برخو ته د یوځای کېدو او پوځی کمپونو ته د تلو په موخه ځینې پاڼې لاسلیک کوی. خو داځل توپیر شتون لری. دا ځوانان له هغه پوځ سره یوځای کېږی چې ددوی د عمر نه زیات په افغانستان کې په جګړه ښکېل ول.
د افغانستان جګړه د سپټمبر ۱۱ نېټې له ترهګریزو بریدونو څخه یوه میاشت وروسته پیل شوه چې ۱۷ کاله وړاندې په همدغه ورځ څه باندې ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول. امریکا د طالبانو پر رژیم چې اسامه بن لادن او القاعدې دسیسو ته پناه ورکړی وو، برید وکړ. طالبان د څو اونیو په ترڅ کې له واک څخه لیری شول خو جګړه هیڅکله ونه درول شوه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82858

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *