یو اس ای ټوډی: د نړۍ مشران له ټرامپ سره مبارزې ته چمتو کېږی

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 85204

د یو اس ای ټوډی ورځپاڼې لیکلی: په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ د ملګرو ملتونو سازمان په دویمه ناسته کې د حضور په موخه د چمتوالی په حال کې دی، د نړۍ مشران چمتوالی نیسی ترڅو د اېران، نړیوال سوداګرۍ او دده سیاستونو په اړه له ده سره مبارزه وکړی.
دغې امریکایی ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ: د ټرامپ جګپوړی سلاکاران وایی چې ولسمشر د بهرنی سیاست د یو اصل په توګه د امریکا پر لومړیتوب ټینګار کوی، هغه پیغام چې د ټاکنو په درشل کې د امریکا په ایالتونو کې د رای ورکوونکو په تړاو په نیویورک کې به اغېزمن تمام شی.
یادې ورځپاڼې لیکلی: سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ټرامپ د ملګرو ملتونو سازمان په غونډو کې د حضور له فرصت څخه به ګټه واخلی ترڅو د نشه یی توکو د نړیوال سوداګرۍ په وړاندې د سختو دریځونو او د اټمی وسلو د پراختیا په اړه د نړۍ هېوادونو پام د جلب په موخه بهرنی مشران تر فشار لاندې ونیسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85204

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *