یوه نجلۍ په کابل کې د وسله والې غلاوې په تور نیول شوې

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 105542

د کابل پولیس وایی، یوه نجلس یې په داسې حال کې نیولې چې وسله واله غلا یې کوله.
پولیسو پر نیول شوې نجلۍ تور پورې کړی چې د پلازمېنې په څلورمه ناحیه کې یې یوه بله ښځه په وسلې ګواښلی او موبایل یې ورڅخه غلا کړی دی.
پولیس وایی، دې نجلۍ د ترافیکو په څلور لارې کې یوې بلې نجلۍ ته تومانچه نیولې او موبایل یې ورڅخه اخیستی و.
د پولیسو په وینا له تورنې سره یې تومانچه هم موندلې ده.
د کابل د پولیسو قوماندانی وایی چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یې د کابل په دارالامان سیمه کې یو سړی او یوه ښځه له یوې بلې ښځې څخه د موبایل او دستکول د تښتولو په تور ونیول.
د پولیسو په وینا غله پر موټرسایکل سپاره ول خو له دې سره سره چې د پېښې له ځایه وتښتېدل، وروسته د پولیسو له لوری ونیول شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105542

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 4 = 2