یوه عراقی مېرمن د یاد هېواد د ولسمشری پست نوماند شوې

  • خپرول: ۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 85395

یوه عراقی مېرمن چې تردې وړاندې د یاد هېواد د جرګې غړې په توګه فعالیت کوله، اوس مهال د یاد هېواد په ولسمشری پست کې ځان نوماند کړې ده.
د عراق مجلس پخوانۍ غړې سروه عبدالواحد د شنبه په ورځ اعلان وکړ چې نن یکشنبه د ولسمشری پست لپاره خپل ځان نوماند کوی.
د عراق دغې کردی سیاستوالې ویلی، هیله منده ده چې وکولای شی خپلې موخې ته ورسېږی او د لومړنۍ ښځې په توګه د عراق ولسمشری چارو ته لاره ومومی.
د عبدالواحد د نوماند کېدو خبر له هغه وروسته خپرېږی، چې د عراق کردستان د میهنی ټولنې ګوند د سه شنبه په ورځ برهام صالح یې د ولسمشری پست د ترلاسه کولو په موخه د یوازینی نوماند په توګه معرفی کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85395

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *