یوه روسی محکمې اوکراینی پاولو هرایب په شپږ کاله بند محکوم کړ

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 109577

د روسیې یو محکمې شل کلن اوکراینی پاولو هرایب د «ترهګرۍ د تبلیغ» په تورونو په شپږ کاله بند محکوم کړ. پاولو دا تورونه رد کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ چې کله روستوف -ان- ډان ښار کې د شمالی قفقاز لپاره سیمه ییزې محکمې د هرایب په اړه د بند دا حکم واوروه، نوموړی یو ځل بیا پر خپلې بې ګناهۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې حکم په وړاندې به د لوږې اعتصاب پیل کړی.

هرایب د ۲۰۱۷ میلادی کال په اګسټ کې وروسته له هغې نادرکه شو چې بېلاروس ته یې د هغې ښځې سره د لیدنې لپاره سفر وکړ چې انلاین ورسره بلد شوی و.

وروسته څرګنده شوه چې نوموړی په ترهګرۍ کې د لاس لرلو په شک په روسیه کې په توقیف کې دی.

د نوموړی خپلوان باور لری چې پاولو هرایب د روسیې د فډرالی امنیت د ادارې په دام کې ګېر شوی.

روسی څېړونکې پر دې اوکراینی تور پورې کوی چې د انټرنیټ له لارې یې د روسی په سوچی ښار کې یوه نجلۍ د چاودیدونکو موادو په وسیله تروریستی بریدونو ته هڅولې ده.

خو د نوموړی پلار وایی، د ده د زوی پرضد دا دوسیه د نوموړی د هغو انلاین پوسټونو غچ دی چې هغه په‌کې په ښکاره په اوکراین د روسیې پر مداخلې انتقادونه کول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109577

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *