یوناما: په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایی برید کې ولسی وګړی وژل شوی

  • خپرول: ۱ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 129084

ملګری ملتونه وایی، د تېرې یکشنبې په ورځ د افغان حکومت پلوو ځواکونو په هوایی برید کې نهه ولسی وګړی وژل شوی، چې درې په کې ښځې او څلور ماشومان دی.
یوناما د سې شنبې په ورځ (جولای ۲۳مه) ویلی، دا برید د لوګر په برکی برک ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته شوی دی.
یوناما زیاتوی، د قربانیانو د خپلوانو ملاتړ باید وشی او د ورته بریدونو په اړه لا نورې څېړنې وشی.
تېره ورځ د لوګر سیمه ییزو چارواکو وویل، برکی برک ولسوالۍ کې هوایی برید اته کسان وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړی دی.
د برکی برک ولسوال احمدویس رحیمزی د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳۱مه) د بی بی سی محفوظ ذبیدی ته وویل، دا برید تېره شپه ۱۲ بجې ددې ولسوالۍ د کوچیانو کمپ سیمه کې شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=129084

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *