یوناما ویلی چې افغانان د رای ورکولو حق لری

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87737

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) راتلونکو پارلمانی ټاکنو کې د خلکو پر ونډې ټینګار کړی دی.
یوناما په خبرپاڼه کې نن(سه‎شنبه د تلې په ۱۷مه نېټه) راغلی افغانانو د رایې ورکولو حق په اساسی قانون کې تضمین شوی اساسی بشری حق دی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی، تدامیچی یاماموتو ویلی:«‎افغان نارینه او ښځینه اساسی بشری حق لری چې د آزادو ټاکنو له لارې خپل حکومت او مشران وټاکی.»
نوموړی زیاته کړې ده:«‎دا ډیره مهمه ده چې د افغان فعالین د خپل توان مطابق د دغه اساسی حق څخه ساتنه وکړی، چې خلک وکولی شی له ګواښ، ډار، خڼد او ځنډ پرته خپله رایه وکاروی.»
دا په داسې حال کې دی، چې د هېواد په شمال کې د رایې ورکولو د ۴۱ مرکزونه تړل شوی دی، چې د نوم لیکنې پر مهال یې یوازې ۱۲ مرکزونه پرانیستل شوی و.
د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو بسنټ مسؤل عبدالعظیم عظیمی وایی، له دې سره به ډېر کسان د رایې له حقه محروم شی.
هغه ویلی: «له بده مرغه دا مراکز تړلی پاتې کېږی، هغو کسانو چې دلته نوم لیکنه کړې ده د ټاکنو کمېسیون د پالیسۍ له مخې له رایې ورکولو بې برخې کېږی.‎»
په بلخ کې د ټاکنو کمیسیون سیمه‌ییز دفتر وایی، په دې ولایت کې ۳۱۵ د رایې ورکولو مرکزونه شته، چې ۲۴ یې له لوړ امنیتی ګواښ سره مخ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87737

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *