یوناما: طالبان باید د ټاکنو په بهیر کې ملکیانو ته درناوی وکړی

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 130355

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره «یوناما» وایی، طالبان دې په ټاکنیزه پروسه کې برخه اخستونکی او رایه ورکوونکی په نظامی اهدافو کې نه شاملوی او د هغوی امنیت دې وساتی.
د یوناما له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکی « ملګری ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له لوری د ټاکنیزې پروسې د ګډونوالو په نښه کولو اندېښمن کړی، د نړیوالو بشری قوانینو له مخه د رایې ورکول د هر ملت مسلم حق دی او هر کاندید، رایه ورکوونکی او په دې برخه پورې تړلی کارمند حق لری له وېرې پرته خپله دنده مخ په وړاندې بوزی».
خبرپاڼه وړاندې زیاتوی « ملګری ملتونه له طالبانو غواړی څو د ولسی وګړو او رایه ورکوونکو هر اړخیز امنیت ته پام وساتی او رایه ورکول د هغوی بنسټیز حق وپېژنی».
یوناما په پای کې په ټاکنیزو محلونو باندې هر ډول برید وار له مخه تشدد او عامه وژنه بللې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130355

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *