یوناما: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د ملکی افغانانو مرګ ژوبله کمه شوې

  • خپرول: ۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 114445

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما په تازه راپور کې ویلی چې د روان میلادی کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکی مرګ ژوبلې په کچه کې کموالی راغلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما تازه موندنې ښیی چې د ۲۰۱۹ میلادی کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۸۱ ملکی وګړی وژل شوی او ۱۱۹۲ نور ټپیان دی.
دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، په‌کې راغلی دی چې په وژل شویو کې ۱۵۰ او په ټپیانو کې ۴۳۲ ماشومان دی.
په دې راپور کې د افغان امنیتی او نړیوالو ځواکونو له لوری هوایی عملیاتو ته هم اشاره شوې.
راپور وایی، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغان ځواکونو ۴۳ هوایی عملیات کړی چې له امله‌یې ۱۴۵ کسان وژل شوی او ۸۳ نور ټپیان دی، همدا شان بهرنیو ځواکونو ۳۹ هوایی حملې کړی چې په ترڅ کې یې ۱۴۰ تنه ولسی وګړی وژل شوی او ۷۹ نور ټپیان دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114445

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *