یوناما؛ د هلمند او کونړ په هوایی بریدونو کې ۱۴ ملکیان وژل شوی

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117496

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوی دفتر ” یوناما” د روانې میلادی “مۍ ” د میاشتې په ۲۰ او ۲۲ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې په دوو جلا هوایی بریدونو کې د ۱۴ ملکی وګړو وژل تائید کړی دی.
” یوناما” په خپل رسمی انټرنیټی پاڼه کې لیکلی، چې په دغو څلوارلس وژل شوو ملکیانو کې پنځه ښځې او اوه ماشومان هم شامل دی.
د ملګروملتونو مرستندویه دفتر ” یوناما” په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د ملکی وګړو د ژوند د خوندیوب غوښتنه هم کړې ده.
” ټولې ښکیلې غاړې باید د ملکی وګړو د ساتنې په برخه کې نړیوالو مکلفیتونو درناوی وکړی”.
د افغانستان د کورنۍ چارو وزارت ویلی، چې په اکثرو هوایی بریدونو کې وسله وال مخالفان وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117496

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *