یوشمېر مسافرین د کندز – تخار په لویه لاره د طالبانو له خوا برمته شوی

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 78298

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکی وایی طالب دلې نن دوشنبه د کندز – تخار په لویه لاره یوشمېر مسافرین له ځان سره وړی او نامعلومې سیمې ته یې لېږلی دی.
د کندز والی ویاند عصمت الله مرادی یاش خبری سرچینې ته ویلی چې ددغو مسافرینو موټر د خان اباد او کندز ولسوالی ترمنځ د نیک پی په کلی کې د طالب ډلې له خوا درول شوی او وروسته نامعلومې سیمې ته لېږل شوی دی.
ښاغلی مرادی وایی چې دغه مسافرین له تخار ولایت څخه کابل خواته روان ول چې د لارې په اوږدو کې برمته شول.
دده په وینا، امنیتی ځواکونه سیمې ته رسېدلی او ددغو مسافرینو د ژغورنې په موخه عملیات پیل شوی دی.
دی څرګند کړ چې تراوسه ددغو مسافرینو کره شمېر نه دی روښانه، خو ځینو سرچینو ویلی چې د ۴۰۴ ماډل درې مسافر وړونکی موټرونه د طالبانو له خوا برمته شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78298

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *