
یوتن اسراییلی چارواکی، اېران او سوریې ته ګواښ وکړ
- خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
- نوملړ: نړیوال
- د خبر شميره: 44732
د سوریې سره پولې ته نېږدې د اسراییلو یوې جګړه ایزې الوتکې د ړنکېدو وروسته، د اسراییل یوتن چارواکی اېران او سوریې ته ګواښ وکړ. دی ویلی چې د اېران اقداماتو د دوام په صورت کې، دغه هېواد به زمونږ د ګواښ لاندې راشی.
د ایلاف راپور له مخې، د اسرییلو لومړی وزیر ایسراییل کاتص ادعا کړی چې که اېران د اسراییلو حریم ته خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، نه هېردېدونکی درس به ترلاسه کړی. دغه صهیونیستی چارواکی همداراز سوریې ته ګواښ کړی او وویل که دمشق اسراییلو په وړاندې د یرغل په برخه کې د اېران سره خپلو مرستوته دوام ورکړی، زمونږ د اورلمبې له ګواښ سره به مخامخ شی.
کاتص د ایلاف سره په دغه اوږده خبرو کې ادعا کړی چې د سوریې په آسمان کې اصل بدلون نه دی کړی او اسراییل همداراز په سیمه کې به د هوایی حریم غوښتنو ته دوام ورکړی.
نظرات(۰ دیدگاه)