یوازې ښځینه نوماند وزیره ونه توانېده د جرګې څخه باور رایه ترلاسه کړی

  • خپرول: ۱۳ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 39863

په پارلمان کې نوماند وزیرانو ته د رای ورکونې په غونډه کې ، ۱۱ نوماند وزیرانو باور رایه ترلاسه کړل خو د کاڼوڼو نوماند وزیره نرګس نها باور رایه ترلاسه نه کړه.
ولسی جرګې د دوشنبه په ورځ د هغو ۱۲ نوماند وزیرانو د کاری پروګرامونو د اورېدو څخه چې د ولسمشر له لورې د باور رایه اخستو په موخه جرګې ته پېژندل شوی ول ، د درې ورځې وروسته ۱۱ کسانو ته تایید رایه او یو شخص ته یې رد رایه ورکره.
مېرمن نرګس نهان یوازینۍ ښځینه نوماند وزیره وه چې د کاڼوڼو او پطرولیم وزارت لپاره نوماند شوې وه ، بریالې نه شوه چې د پارلمان څخه باور رایه ترلاسه کړی.
نوماند وزیرانو ته د باور رایه په لاندې ډول ده:
ویس احمد برمک د ۱۷۳ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کورنیو چارو وزیر ، مجیب الرحمن کریمی د ۱۲۹ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کلیو او پراختیا وزیر ، نصیر احمد درانی د ۱۴۴ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کرهنې او مالدارۍ وزیر ، طارق شاه بهرامی د ۱۴۱ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ملی دفاع وزیر ، ګل آغا شیرزی د ۱۵۸ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کلیو او پراختیا وزیر ، مصطفی مستور د ۱۵۵ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د اقتصاد وزیر ، شهزاد ګل آریوبی د ۱۱۵ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د مخابراتو وزیر ، محمد حمید طهماسی د ۱۴۹ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ترانسپورت وزیر ، نجیب الله خواجه عمری د ۱۲۴ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د لوړو زده کړو وزیر ، فیض الله ذکی د ۱۲۶ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزیر او یمایاری د ۱۵۶ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ټولګټو وزیر په توګه وټاکل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39863

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *