یوازې په دوه وروستیو ورځو کې ۹۰ سرتېری وژل شوی

  • خپرول: ۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 65328

د ولسمشرغنی له خوا د ۱۰ ورځنی اوربند له غځېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو بریدونو کې بریدونه په بې سارې ډول زیاتوالی موندلی، لکه څرنګه چې ویل کېږی یوازې په تېرو دوه ورځو کې د هېواد څه باندې ۹۰ تنه امنیتی او دفاعی ځواکونه وژل شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو سیموکې د جګړې له ډګر څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، په تېرو دوه ورځو کې له طالبانو سره په مبارزه کې څه باندې ۸۷ تنه امنیتی او دفاعی ځوکونو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
د امنیتی ځواکونو دغه تلفات په داسې حال کې مطرح کېږی چې ولسمشر اشرف غنی په دې وروستیو کې د یو حکم له مخې له طالبانو سره اوربند ۱۰ ورځو ته غځولی دی.
داسې راپورونه هم شتون لری چې، ګواکې د ولسمشر له خوا ددغه اوربند د غځېدو په دوام، ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ امنیتی ځواکونو د حکومت دغه یو اړخیز اوربند په اعتراض خپلې پوستې خوشی کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65328

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *