یوازې د جنوری په میاشت کې طالبانو د ۴۷۲ بریدونو پړه پرغاړه اخیستې

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44729

د ژمی په موسم کې د نښتو کموالی سربېره، خو په تېرو میاشتو کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ سختې نښتې ترسره شوی دی. د فرانسې خبری سرچینې راپور ورکړی چې یوازې د روان کال جنوری په میاشت کې طالبانو د ۴۷۲ بریدونو مسولیت پرغاړه اخیستی چې بې ساری بلل شوی دی.
سربېره پردې چې جګړه په افغانستان کې کموالی مومی او د پسرلی موسم په پیل سره زیاتوالی مومی، خو په دغه موسم کې جګړه د هېواد په بېلابېلو برخوکې زور اخستی دی.
د فرانسې خبری سرچینې په واشنګټن کې د ترهګرۍ ضد څېړنیز مرکز په حواله ویلی، طالبانو یوازې د جنوری په میاشت کې د ۴۷۲ بریدونو مسولیت پرغاړه اخیستی چې دغه شمېر بې ساری بلل شوی دی.
د همدغه تاوتریخوالی زیاتوالی په دوام، وسله والو مخالفینو په تېرمیاشت کې په کابل کې یولړ خونړی بریدونه ترسره کړل چې پکې څه باندې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44729

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *