گړنې او څرگندنې (محاورې او اصطلاح گانې) پوهانددوکتور م.ا. زیار

  • خپرول: ۱۲ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 56223


Fb-Button

The IdiomsExpressions

لاس تر زنې اېښوول-کښېناستل، ترگوتو کول، سراخېستل، لور په لوټه تېره کول، سترگې پرلار، گوته پرغاښ، د گیدړ واده، د بوډۍ ټال، گونگه روژه، چوپه خوله، بدځناور- توره غاړه- توره ټوخله،

د مېلمه سترگه- د ماښام سترگه…

موږ په ورځنۍ گړنۍ پښتو کې داسې توکی ښایستهډېر کاروو چې ښکاره جوله یې یوڅه وی او مانا یې بل څه، بې له دې چې پوره ورته ځیرشو. د بېلگې په توگه وایو او اورو: خوب مې وتښتېد، ویاله بهېږی)، دا لارغره ته خېژی، ورته پرگونډو شو. زما او ستا سره نوره ونه شوه یا وشلېده، زلمی زمری ته گوته پرغاښ کړه- گوته پرغاښ شو-غاښونه وچیچل-غاښ چیچی وکړ… .

 په دې مانا:

د (خوب رانغی) پرځای (خوب مې وتښتېد)، ورځ ترشا پاتې شوه، شپه مخې ته راغله، د (په ویاله کې اوبه بهېږی) پرځای (ویاله بهېږی)؛ د (دا دغره لاره ده) یا غره ته د ختو لارده) پر ځای (دا لار غره ته ختلې)؛ د (ورته پر زاریو شو) پرځای (ورته پرگونډو شو)؛.د (زما او ستا دوستی نوره پایته ورسېده)  پر ځای (زما او ستا سره نوره ونه شوه- وشلېده)؛

د (زلمی زمری وگواښه -گواښ  یې پرې وکړ) پرځای (زلمی زمری ته گوته پرغاښ کړه- گوته پرغاښ شو- غاښونه یې ورته وچیچل- غاښ چیچی یې ورته وکړ- تور برېښ یې پرې وکړ) وایو….

چاته څه ورتلل (د چا یو څه زده ول)، لکه: ماته گډا، لمبا، انگرېزی ژبه… لوست نه راځی (نه زده).

که نالوستی کلیوال، کروندگر، د لویدیزې نړۍ د هغو په گډون، د خپلو خبرو د اغېزمنتیا لپاره د فولکلوریکو پېیلو ناپېیلو بېلگو ترڅنگ متلونه، گړنې او څرگندنې ډېرې کاروی، زده کړه وال،شاعران، لیکوال او رسنوال، هم پرخپل وار د لیکلنی- ادبی شعر پربېلگو او د لویانو د ورم و وراشو، اخېستنو(اقتباسونو) او لاسوندونو ترڅنگ پرگړنو او څرگندنو زور اچوی او د پرتلې له لارې یې ورځ تر ورځې اگاهانه او نیم اگاهانه نوې نوې راپنځوی، هغه هم ړومبی ← څرگندنې چې له  پرلپسې پېچلتیا سره تر ډېره پرگړنو اوړی (← د گړنو او څرگندنو راخپلول؛ اوهمدا راز( پښویه (۳۲۳).

د نورو ژبو د ویونکیو په څېر موږ هم د خپلې مورنۍ ژبې په ورځنی- گړنی  بهیر کې بېلا بېل توکی، یا په نوې نومونپوهنه (ترمینالوجۍ) غږیز سېمبولونه کاروو چې هر سېمبول له درې اړخیزوالی(دال-مدلول-دلالت) سره ژبنۍ، په نورو ټکو،د وبله پوهاوی اوخبراوی (کمونیکېشن) دنده پرځای کوی. خو په همدې بهیرکې لږو ډېر داسې وییغونډونه (فقرې، عبارتونه) هم کښته پورته کېږی چې هر یو یې د جولې، په بله وینا، د ټولمنلی تړونی غږیز سېمبول پرخلاف مانا نه ښندی او یا خو د ټاکلې ((حقیقی)) مانا ترڅنگ یوه بدله ((مجازی)) مانا هم رانغاړی؛ لکه څنگه چې په ماناپوهنه (۹۳-۹۰). کې یې یادونه شوې، دغلته له دننی یا ٌمفهو می ٌ دلالت پرځای له بهرنی ٌ مصداقی ٌ  دلالت سره کار لرو.

نوی وییونه او وییغونډونه او په دې لړ کې گړنې او څرگندنې  چې(د← برسېرنو رغښتونو په توگه) د بېلابېلو ویونکیو له خوا د ټولنیز ژوند و ژواک په بهیر کې له پېړیو پېړیو راهیسې په ناگاهانه ډول له ځانگړو جولو او  ماناوو سره رامنځته کېږی یا رغول کېږی او په ورځنیو خبرو اترو پرکار اچوی چې په دویم پړاو کې یې لیکنۍ ژبې راگډېږی.

هر گوره، گړنې – څرگندنې د نورو ژبنیو توکو په تو پیر وار له وا ره تړونی ځانگړتیا نه ترلاسه کوی او تر یوه مهاله یې کارونگ هم په هماغو یوگړو یا وگړډلو پورې لنډ تنگ (محدود) پاتې کېږی. خو همداچې په اړونده ژبنۍ یا گړدودی ټولنه کې ټولیز دود ومومی، نو بشپړ تړونی آروآړ (اصل وشرط) راخپلوی او په گردې ژبنۍ ټولنې اړه پیداکوی، په نورو ټکو، په گړنی او لیکنی او ان شعرو ادب ته

لاره مومی.

موږ په وړکینه کې تر۵-۶ کلنی منگه، لومړی ((تود)) د(گرم، داغ) او(سور) د ( سره رنگ) په مانا زده کړی،خو روسته مو د یوه غونډاوغونډلې په ترڅ کې د خوراک،  څښاک پر مهال د مور یا بل کورغړی له خولې اورېدلی: (پام چې سور دی، خوله دې و نه سوځې!). مانا یې دا چې د اور غوندې ډېر تود دی. تر شپږ کلنۍ، په بله وینا، پر مورنۍ ژبه تر بنسټیز لاسبری راروسته مو دغه راز  نور ډېر بدلمانیز وییونه، په نورو ټکو، غونډونه (عبارونه) په ورځنیو خبرو اترو کې پرلپسې له یو بله اورېدلې، لکه: تاوده یې مه خوره، زویه درنه سپېینلی شم، سور اور یې یا د اور ټوټه یې لږ غلی کښېنه، ستا له لاسه مې زړه اور واخېست، ترور دې راغلې سر مې غواړی (کوی یا راجوړوی)… همداراز←(Eng.Idioms 12)

په دویم ژبټولنیز چاپېریال (ښوونځی)کې مو ښوونکی ته د لیکدود(املا) پر وخت ناببره له خولې وتلی: (استاده ودرېږه!)

که هغه د ټوکو لپاره له ځایه اوچت راپاڅېدلی، نو  هله پوه شوی یو چې (درېدل) مو په دویمه یا بدله مانا(صبرکول، وروکېدل) کارولی دی!

پېژند او نومَونگ (تعریف و تسمیه)

د گړنې عربی انډول (محاوره) او د څرگندنې(اصطلاح) ده؛ انگرېزی jargon له یونانی idios (خپل،ځانتنی، شخصی) څخه سرچینه اخلی؛ المانی یې په یونانی idiomaپسې وړی چې مانا یې(ځانگړتیا) راځی او هغه په idios (خپل، ځانتنی، شخصی)  پسې،چې دIdiom ترڅنگ خپل انډول Redewendung(وینا اړونه) او Redensart (ځانگړی ویناتوگه)رادود کړی دی  زموږ (څرگندنه) د انگرېزی idio- matic countenance  او یا تش countenance انډول ده او  په دې ډول د expression  پښتو انډول هم(څرگندونه)ده  او هم (څرگندنه)؛ همداراز(. Wahrig, De.Wb).

په دې توگه موږ دنورو دودیزو پښتو- عربی ترمونو په لړ کې ورسره ((محاورې او اصطلاحات)) ، نه جولیز اړخ لگولای  شی او نه منځپانگیز، نو دېته اړوتو چې د جاج، مانا او موخې له مخې (آیډیم ) پر (گړنه) او(اېکسپرېشن) پر (څرگند نه) را واړوو.

المانی ژبپوهنیزسیندگی.(Ling.Grundbegriffe گړنه د وییونو یوجوت (ثابت) او بد لمانیز(مجازی) جوړښت راښیی، المانی بېلگه یې، لکه: یو څوک پر خورما ورخېژول  له (پارول،قارول) جاج سره…

اکسفورډ سیند Oxford Dic. گړنه د وییونو یوه داسې  ټولگه راپېژنی چې رامنځته کړې گډه ((مجازی)) مانا یې د بېلابېلو وییونو ښکارندویی نه کوی، انگر ېزی بېلگه یې، لکه: چاته سپوږمۍ ورکول (د چا هیله، غوښتنه ترسره کول).

– گړنه یامحاوره idiom  د دوو یاڅو وییونوا وییکو یو داسې نانگېرند(مجرد) غونډ word  (فقره، عبارت) دی چې په گډه یو یوازېنی جاج او مانا رامنځته کوی او له دې سره یې هر غړی ویی خپله مانا له لاسه ورکوی SeidlMac-   (KönigWerner) (Mordie11-12  

د یوه ژبنی توک په تو گه هرغونډ word ، لکه چې وویل شو،د پښوییزچار (گرامری نقش)  له پلوه د وینا او غونډلې یوخپلواک او لږ تر لږه له مانیز پلوه، ناشننوړ جوت یوون basic په نورو ټکو، جوت وییغونډ (syntagma) دی او گډه مانا یې درغنده ټوکو(- ا)جزاوو) ښکارند ویی نه کوی؛ ان د وییرغاونې په لړکې  هم هر (نحوی) تړنگ (ترکیب) دغونډلې دننه ورته یوون بلل کېږی او لا کېد ای شی، هممهاله لږوډېر د← گړنو یا څرگندنو ځانگړواله هم ولری.

درې اړخیزه اړوندتیا

گړنې او څرگندنې د نورو ژبو په څېر د پښتو ژبپوهنې له درو څانگو سره اړاو تړاو لری: (۱) د غو نډلو (جملو) دجوتغونډونو (ثا بتو عبارتونو) په توگه له غونډ له پوهې (نحوې)، (۲) دوییرغاونې او وییزېرمې له پلوه له وییپوهنې ا و(۳) د  اد بی رنگینۍ او خوږلنۍ له پلوه له سبکپوهنې سره ټینگ او ترینگ اړاو تړاو لری.؛ او هله بیا د ژبنیو انځورونو په توگه له شعری انځورونو سره اړخ لگوی.

تواوړونی (گردانی)  بڼوسره له پوښتنې سره مخامخېږی او په ښکاره یوازې د پښوییز چار (نقش)  له پلوه د جوتوالی آرو آړ (اصل و شرط) را خپلولای شی؛ خوکه ورته ښه ځیرشو، د یوه  یوه یوازېنی کړ بېلابېلې گردانی بڼې د هماغه یواز ېنی کړن ښکار ندویی کوی او په دې توگه یې دجاج و مانا له پلوه  د مانیز جوتو الی دفاع هم کېدای شی؛

او (۳) بدلمانیزوالی، د گړنې- څرگندنې درېیمه پېژندنښه بلل کېږی، داسې چې اړوند غونډ (عبارت) باید د سیده وییزې (لغوی) مانا پرځای یوه ناسیده یا بدله مانا وښندی، لکه مجازی،  تشبیهی، استعاری،کنایی، تشخیصی (personi- ficational)،انطاقی (animational)…او سېمبولیکه مانا ولری.

آر او آړ (اصل و شرط) گڼل کېږی.

داچې دیوې  گړنې او څرگندنې لومړی جولیزآړ(شرط) غونډیزوالی دی، په نورو ټکو، یو یوازېنی ویی، یووستوی، بېلښتی(اشتقاقی) یاتړښتی (ترکیبی) چې له دوه یازیاتووییواووییکو هم رغېد لی وی او انځوریزه یا مجازی مانا هم ولری (د← جوړه تړنگو یا ټاکنتړنگو په استثنأ)، بیا یې هم یوغونډ او بیا گړنه یاڅر گندنه بللای نه شو، لکه اور(داغ)،اور پکی(شریر)، وری غوږ،خرغوږ( بوټی)، تور غوږی (بازیگوش)، لمرمخی، سترگولیدلی،زړه بایللی، ږیرخرېیلی(شرمېدلی)؛ بلکې اړینه ده چې←  نومواله یا کړواله غونډیزه (عبارتی) بڼه ولری اویا په غونډ له کې دکړ یا وییکی په ملتیا دغه خپلواکه بڼه راخپله کاندې.

د پوهاوی لپاره یې سم له لاسه  پر یوه بېلگه((زمری)) بسنه کوو او نورې بېلگې یې ← ((ډېرمانیزونو)) ته پرېږدو، په آره بڼه:

که فلک دې د( زمری په خوله کې ورکا- د (زمری) په خوله کې مه پرېږده همت…

په استعاری بڼه : زه یم (زمری) پر دې نړۍ له ما اتل نشته…

هو، که آره بڼه یې هم په کنایی جاج وکارول شی، نو انځوریزه ځانگړتیا راترلاسه کولای شی.

هسې خو، نه یوازې بېلښتی (اشتقاقی) او تړښتی (ترکیبی)، بلکې یووستوی وییونه هم ،له کړ سره د ←کړوالې اوله ستاینوم، تولنوم ، شمېرنوم یاد څیزنوم بل ټاکندوی سره د چورلیځ (محور) په توگه ، بې نور څه پردازه نوموالې گړنې، په تېره څرگندنې  رامنځته کوی، کړوالې بېلگې یې، لکه: ما سړی کړې، اوس مې سیوری په کاڼو ولې؛ نوموالې هغه یې، لکه: سر(لومړی،لوی، مشر)، زمری (مېړ نی)، گیدړ (بې زړه)،مرچکی (توند) ، کدو (بې مغزه، ناپوه)، سنډا یا غویی (پلو نډاوبېکار)… ؛

مړزگه (لټ،سست؛ مردنی) چې مړزگه له آره هم د (ډنگر) او (لاش) په ماناوو یو غبر گمانیز ویی دی اود(پق) له درېیمې پارسی (مردنی) مانا سره د (لټ، سست) هممانیز هم دی. که نه، هسې خو روږدی ویی د نورو توکو په ادلون بدلون او پرد از سره  چور لیز ( محوری) چار پر غاړه اخېستای شی، لکه: له چا سترگه نه سو ځل، له چاسره سترگې جنگول، لور په لوټه تېره کول، هرگوره، دغلته (سترگه، سترگې، لوریا لوټه) چورلیځوالی (محوریت) راخپلوی… .

چورلیځ (محور)

د یوې گړنې یا څرگندنې چورلیځ (محور) هماغه ژبنی توک دی، چې د یوه گړنیز یا څرگندیز غونډ نور توکی ترې راڅرخی،یا په ساده ټکو،یوه غونډ د هغه  په شتون سره پر گړنه یا څرگندنه اوړی؛داسې چې په اړوندغونډکې یې بل توک ځایناستی کېدای نه شی، که څه هم له پښوییز چار له پلوه ورسره یوراز وی او په یوه ټولۍ (مقولې) اړه ولری؛

د بېلگې په ډول دواړه نومونه وی، لکه په (لور پر لوټه اچول یا تېره کول) څرگند نه کې چې (لوټه) چورلیځ دی، نه (لور)، ځکه لور خو د دود له مخې په تیږه، بیر جۍ یا سوان تېره کېږی، نه په لوټه. نو همدغه ناوړې او نادودې وسیلې  بدله یا (څر گندیزه) مانا رامنځته کړې ده. اړوند متل یې هم په همدغه لوټه (متل) شوی چې وایی: د لوگری چې لو له لاسه نه کېږی، لور پر لوټه اچوی یا تېره کوی.

د غونډیز او بیا غونډله ییز یوون (فرازیولوجېزم) په توگه

دا چې گړنې اوڅرگندنې د جولیز رغښت له مخې غونډونه بلل کېږی او په دې ډول یوه گړنه یا څرگندنه دغونډلې(sentence) دلویترین غږیز- مانیز یوون رغنده ټوک  ←(- constituent)،په نورو ټکو، د یوخپلواک اوجوت وییغونډ (syntagma)- په توگه یې یوخپلواک گړیامورفیم (نوم،کړ) زړی (هسته) یا چورلیځ (محور) رغوی اوناخپلواک هغه ځنې  راچورلی؛ او له دې سره د یوې څه ناڅه خپلواکې سترې ژبپوهنیزې څانگې ((غونډپوهېphraseology) په چوکاټ کې ټیکاو مو می.نو په همدې لاسوند داړوندو یوونونو(واحدونو)،په نورو ټکو، مورفولو جېزمونو phraseologisms  په نامه هم تر څېړنې لاندې نیول کېږی او لا ځینې ژبپوهانو گړسره یوه خپلواکه  پښوییزه او ان ژبپوهنیزه څانگه راپېژنی.

هو،د جاج ومانا له پلوه گړنې-څرگندنې،لکه وارله مخه چې ورته نغوتې وشوې، که څه هم د بشپړ ویناییز یوون (غونډ لې) په توپیر تر ډېره کومه سمه سهی خپلو اکه مانا نه  ښندی، خو د غونډلې د یوه خپلواک رغنده توک (constituent)، یاپه لاسهی نومونه،جوت وییغونډ (syntagma -) په توگه د در ستې غونډلې موخه او مانا تر خپلې واکمنۍ لاندې را ولی او د اورېد ونکی په ذهن کې د یوه متل هومره، هغه هم له اړوندې پېښې، کیسې او شانزول سره یوارت وبیرت جاج را ټوکوی، یا را تداعی کوی.  نو همدغه جاج یې منځپا نگه رارغوی او پر ډول او څرنگوالی یې غږېږو.

د گړنو- څرگندونو درېگونی پېژندنښې

(۱) غونډیزوالی:  داسې چې یو غونډ (عبارت) وی، نه یوستوی، بېلښتی یا تړ ښتی وییونه، که څه هم بدله یا مجازی مانا ولری (۲) جوتوالی: داسې چې له

جولیز-پښوییز او ماناپلوه  ناشننوړ وی؛ هرگوره، ←نوموالې هغه د دغو درو

 واړو اړخو له مخې جوتې وی، خو ←کړوالې د نوموالو په پرتله له ډېرو ارتو بیر

تواوړونی (گردانی)  بڼوسره له پوښتنې سره مخامخېږی او په ښکاره یوازې د پښوییز چار (نقش)  له پلوه د جوتوالی آرو آړ (اصل و شرط) را خپلولای شی؛ خوکه ورته ښه ځیرشو، د یوه  یوه یوازېنی کړ بېلابېلې گردانی بڼې د هماغه یواز ېنی کړن ښکار ندویی کوی او په دې توگه یې دجاج و مانا له پلوه  د مانیز جوتو الی دفاع هم کېدای شی؛

دویمه پېږندنښه یې د مرکزی یا چورلیزو(محوری) توکو(نوم او کړ) جوتوالی او نه ځایناستوالی دی، یانې، بل ناهممانیز نوم یاکړ یې ځایناستی کېدای نه شی. د ساری په توگه،که (سرغړول) پر(سرخوړل)،(سرټکول)،(سرټیټول) واړول شی او یا یې د (سر) پر ځای یو بل نوم (لاس، غوږ، خوله،.زړه…) ځایناستی کړو، ښایی، گړ نیزه یا څرگندیزه ځانگړتیا له لاسه ورکړی  او یاهم بېلابېلې گړنې اوڅرگندنې را منځته کاندې.

بلخوا دگړنې او څرگندنې ځانگړوالی بیا په دې کې هم نغښتی چې نه یوازې یې یوه یواز ېنۍ گډه مانا، د کوم رغندو توک ښکارندویی نه کوی، بلکې هماغه گډه مانایې هم سم له سمونې د اورېدونکی یا لوستونکی ذهن ته نه راځی؛په بله وینا، وار له واره ترې هماغه ټکی پرټکی(تحت اللفظی) مانا اخلی او روسته ترې هغه دویمه  یا اوښتې مانا، او له دې سره یې یوه نا سیده، بدله،انځوریزه یا مجا زی، تشبیهی، کنایی، استعاری… مانا له نورو غونډونو څخه راځانگړوی.

په دودیزه پښویه او ادبی فنونوکې، له دې سره سره چې دواړه یوونونه یې د ((محا ورو)) او((اصطلاحاتو)) په نامه راپېژندل،خو بې له دې یې چې له مانیز پلوه د غو نډلو (جملو) دجوتو یوونونو( ثابتو واحدونو) په توگه  سم سهی پېژندوتوپیر (تعر یف و تفکیک) وړاندې کړی؛ دغونډلو دننه یې هم هرگوره، زیاتره(اسمی ترکیبو نه)، ( توصیفی ترکیبونه)،(اضافی ترکیبونه)…نومول، نه محاورې اواصطلاحات؛ ان استاد محمد گل نوری په جلاسیندگی کې هم دواړه توکه سره توپیرکړی او نو مېرلی  نه دی(← څېړنیزه مخینه).

که څه هم  ډېری گړنې- څرگندنې، د متل  پر خلاف، د بشپړ ویناییز یوون (غونډ لې) په توپیرکومه بشپړه خپلواکه مانا نه ښندی، خو د غونډلې د یوه  خپلواک رغنده توک (constituent)، یاپه لاسهی نومونه، جوت وییغونډ(syntagma) په

توگه د درستې غونډلې موخه او مانا تر خپلې واکمنۍ لاندې راولی او د اورېد ونکی په ذهن کې د یوه متل هومره، هغه هم له اړوندې پېښې، کیسې او شانز ول سره، یو ارت وبیرت جاج راټوکوی،تداعی کوی،نو له دغه پلوه یې منځپانگه هم هم نومېرلای (تشخیصولای) شواو بیا یې پرڅرنگوالی غږېدای شو. په نورو ټکو،  هماغه څه پکې موندلای شوچې داړوندو ویونکیو د سولیز-اندیز(عقلی-فکر ی) روانی، ټولنیز شعور،اوگر دو ارزښتونو ځلندویی کوی.

له گړنې تر څرگندنې

دادواړه رغښتونه د ژبې د غږیزو پیلامونو(سېمبولونو) له جوتو(ثابتو) ټولگو یا وییغونډونو څخه گڼل کېږی، خو له مانیز پلوه گړنه زیاته انځوریزه او بدلمانیزه ده او د شعری او هنری  انځور په څېر کېدای شی، ورتنی (تشبیهی) اوسی، کنا یی، استعاری، سېمبولیک، اسطوره یی یا داسې نورې بدلې ماناوې راونغاړی، خو څرگندنه دومره نه. په نورو ټکو، څرگندنه د گړنې یوساده ډول دی. داسې چې د جاج ومانا له پلوه دگړنې په پرتله دومره انځوریزه او پېچلې نه ده او له دې سره یې پوهېدنه هم دومره ځنډ ولارغه نه غواړی.

داسې  یې هم سره توپیرولای شو چې ناپېچلې یا لږې پېچلې گړنې، د څرگندنو ځانگړتیا راخپلوی. گړنه، لکه: د چا په سترگو کې ننوتل، پرمخ د سپی پوستکی راکښل، سپین سترگی، لاس ترزنې، د بوډۍ ټال …،او څرگندنه، لکه: لاسته را وړل، ترگوتو کول، پر یوڅه سترگې پټول  (د چا ملا تړل) له واره (دچاملاتړ کول) سره هممانیزوو؛

یاله ویناییز بهیر په هر ډول ، خو له غونډلې رابهر، بې له کومې نغوتې قرینې یو گڼ شمېر نوموالغونډونه،لکه:اوږه پراوږه ،دانځرگل،د ړندې سترگې اوښکه او داسې نور له کنایی او تشبیهی ماناوو سره  راته بې لارغې (مکثه) د پوهېدا وړ پرېوځی.

یوه ساده بېلندویه نښه یې داچې د گړنې ټولیزه  مانا له جلا جلا رغنده توکو څخه راجوتېدای نه شی او د څرگندنې دا څه ناڅه راڅرگندېدای شی او له همدې پلوه مو په دغه نامه نومولې ده.

که څه هم وارله مخه یې له لویه سره رڼاوی و شو، خو دلته  په د واړو بدلمانیزو توکو پسې د ښه ترا توپیر په موخه د اروپایی ژبو بېلابېل فر هنگونه غواړو:

په دغو ژبو کې له گډ لاتین  expression ویی څخه دآرې مانا (څرگندونې)  تر څنگ د گړنیزې څرگندونې vernacular countenance مانا اخلی.

په نورو ټکو، داسې یو نومَونه چې زموږ (څرگندنه -اصطلاح)  او(گړنه- محاوره) او (څرگندنه) دواړه رانغاړی، خو په کړن کې یې له (idiom) سره توپیروی: هماغه چې پوهېدا یې اسانه ده، ورته آیدیوماتیک اېکسپرېشن وایی او هغه چې مانا یې پېچلې ده او پوهېدا یې یوڅه ځنډنه ده، (ایدیوم) یې بولی؛

المانی چې تر ډېره یې لاتین وییپانگه او بیا علمی، فرهنگی او تخنیکی نومو نپوهنې راژباړلې،(expression) پر(Ausdruck  (څرگندونه، اظهار) راړولی یاور انډول کړی، او vernacular countenance پرRedensart (وینا ډول،طرز اظهار) چې زموږ له څرگندنې (اصطلاح) سره ښه ترا اړخ لگوی او Idiom یې له ورته انگرېزی  پېژند سره سم د feststähende Redewendung (ناشننوړ ټینگ وینا اړونگ) په بڼه راخپل کړی دی. پر مخنیو اخځونو سربېره:

.(Wahrig Deutches Wörterbuch) .(Col.Dic.expression;idiom).

Take caring of a child! (پرکوشنی پام پام ساته یاپاملرنه کوه!) یوه انگرېزی څرگندنه ده، خو کله چې چاته په مخه ښه(خدای په امانۍ) کې وویل شی take care! (ځان ته دې پام اوسه!)، پر یوه رښتینه گړنه(idiom) اوړی؛که څه هم سیند ونه (ډېکشنرۍ) دواړې نومو نې سره سمې سهی نه تو پیروی.

د پښتوگړنواو څرگندنو په ترڅ کې له داسې بېلگو سره هم مخ کېږو چې جولیز تو پیر سره دومر ه نه لری، خو د جاج و مانا، او ورسره ورسره د اسا نتیااو پېچلتیا له پلوه هم یوراز نه وی. څرگندنه،لکه اړخ لگول (سمون خوړل یا درلودل) او اړخ بدلول (بدلون راوستل)،د ساری په ډول:

. خوب نه راته او هسې مې(اړخونه بدلول رابدلول)، کټ مټ، لکه (اړخ پر اړخ اوښتم رااوښتم) څرگندنې دی؛ خو که ووایو: بادوباران سره اړخ یااړخونه بدل کړل، وختونو سره اړخونه بدل کړل، بیا یې نو گړنې بولو.

(پرهواتلل) له آره دژبې د یوه آر(تړونی) غږیز سېمبول په توگه له مرغانواو همدا رنگه لاسرغولیو وسیلو(بالون، الوتکو، چورلکو،تشیال بېړیو…) سره راځی، خوکه ووایو: گاډی پرهوا ځی او موخه مو(داربو-ټایرو هوا) وی، نو یوه څرگندنه شوه، او که موخه مو( چټکتیا یاد چلوونکی ناپامی، مستی، بېباکی…) وی، نو یوه گړنه بلل کېږی. په دغه شعری بېلگه کې همداسې دوه غبرگ چارونه(نقشونه) سره توپیرولای شو:

گاډی که څه هم،

– په ښکاره ډول-

پر ځمکه ځی،

خو، له آره،

  • بیاهم-

پر هوا ځی

.(پوهه او گروهه۱۱۴)

گړنه او څرگندنه سره داسې هم توپیرولای شو چې گړنه د  څرگندنې پر خلاف دیوې گړنې مانا له هېڅ یوه رغنده توکه راڅرگندېدای نه شی،لکه:د(لاس ترزنې کښېناستل،لاس ترزنې کېدل، لاس ترزنې لاندې نیول یا لاس ترزنې لاندې اېښو ول) له درو ماناوو (هېښېدل، اریا نېدل)،(بې خیاله- بې توپیره کېدل) او  پر دې سربېره دانگېرنې یاشگوم له مخې له کنایی دلالت سره د (خوارۍ او بدمرغۍ منځته راتلل) په جاج، لکه په دې لنډۍ کې:

لاس دې تر زنې لاندې مه ږده

ستا به عادت وی، ما به ورک له ملکه کړېنه.

یا په اوړونی (گردانی) بڼو، لکه: پزه یې راپرې کړه(شرم یې راواړاوه یا راپېښ کړ)، خپل ښه یې راته د پزې پېزوان کړل یا یې په سترگوکې راننه اېستل((نیکی یې را زباده یا رایاده کړه)، پرتوگ یې ښوی شو یا پرتوگاښ یې وتښتېد(رسوا یا بدنام شو)، پرتوگ یې ورته وکړ( پردۍ یې وکړه)، زړی یې زرغون شو(دزوی خاو ندشو)… گړنې دی؛

پروړاندې یې:

پوهه او ناپوهی سره هېڅکله اړخ نه لگوی یاسره نه جوړېږی  یانې (سره اړخ نه لگوی) او (سره نه جوړېږی)، دواړې څرگندنې دی، ځکه سیده او ساده  ژبنی انډول یې بڼې (سره یوڅیز نه دی) راځی، همداسې په (سر جوړول یا خرېیل) کې ٌ وېښته ٌ پر ٌ سر ٌ  بدلول د څرگندنو دریځ راخپلوی چې په ډېرو لرې نژدې ژبو کې ٌ سرٌ نه، بلکې ٌ وېښتهٌ کاروی، نو په دې توگه ، که لومړی (گږنې) وې، له ډېر دود سره پرڅرگندنو راوښتې دی.

د دودیز (علم بیان) د (ظرف و مظروف) مجاز څرگندیز هومره مانا رانغاړی او په ورځنی ژوند کې د چا خبره پر روږدو یا عادی ژبنیو توکو اوښتی دی، نورې بېلگې یې لکه: ویاله بهېږی، دا لار غره ته تللې یا ختلې، پلانی دومره نسور دی چې په یوه دېگ نه مړېږی، د چا پر خوله باور په کار نه دی… .

دڅرگندنو  یوڅو نورې ساده  او څه ناڅه پېچلې بېلگې، لکه:

وخت گوډول یا اړول (دفع الوقتی یا وقت گذرانی کردن)، گرېوان څیرول (فریاد کول)، تڼۍ شکول(بی شرمی اچول)، توده یا تاوده خوړل(یې صبری کول)، له چا سره یو دوه نه کېدل (له چاسره د غږېدا ناشونتیا)، څوک په یوه کې هم پرېښوول (هېڅ چانس نه ورکول)، (را-در-ور) برگېدل (- پارېدل، قارېدل)،(را-در-ور) غبر گول  (-ځوابول، تکرارول).؛

پریودوه نه پوهېدل،  له چاسره پر خبره نه پوهېدل)یو دوه نه کېدل)،له چاسره روغ رنځور یا مړ و ژوندی نه کول)،یانه پالل،له ښې توښې وتل-اېستل یا له کاره وتل- اېستل، له چا سره یوڅه سپینول ،یا یې سپینې ته رسول-اېستل( باکسی تصفیۀ حساب کردن)، پرچا د چا باور خامېدل(یاخامباوری کېدل ( بې باوره کېدل ، ناو یسا کېدل)،پرچایې درانه خرڅول (لږ څه پرچا ډېر زبادول)او داسې نور.

زموږ په شمال ختیزه پښتو کې لا د ښځمنو ترمنځ (( سرغوښتل)) بیا پر گړنه او ښتی، ځکه د  بشپړ ډېری پښتنو غوندې ځنې د (غوښتل ) زړه مانا (لټول) هېره شوې او پر یوه زړویزی (ارکاییزم) اوښتی، په نورو ټکو،  د(خواستن) مانا یې ځایناستې شوې ده، که څه هم ځنې ((په وېښتو کې خځنده لټول)) جاج اخېستل کېږی؛ نو همدغې ټولیزې پېچلتیا څرگندنه، پر گړنه راړولې ده!

عادی کړغونډونه یاغونډیز(عبارتی)کړونه verbs    چې گډه مانا یې له رغنده توکو راڅرگندېدای شی، په نورو ټکو، له یوڅه پېچلتیا سره سره انځوریز یا مجازی رنگ و نه لری، هم زیاتره څرگندنې رامنځته کوی.  پېچلتیا یې هم د نا خپلواکو گړونو (مورفیمونو)، لکه سربلونو، وستربلونو او غبرگبلونو او پردې سربېره له سمتی مخکړونو یا پلوی وییکنومځرو (را-در-ور) سره  رامنځته کېږی (← وییکوالې گړنې- څرگندنې)

پارسی،  من هنوز کارهایم رابه انجام نه رسانده ام، او مشکلات خود را به رویم میکشد یا برایم مطرح میکند؛

(انگرېزی، لکه off  The craft took الوتکه جگه شوه)، She non-stop her

suitcase and packaged all a garments in. (J.Seidl).     

(هغې خپل چمدان پرانېست اوټولې جامې یې پکې کېښووې.)

انگرېزی څرگندنې complicated rain, clever piquancy  په هرډول خو (hit-run-death) گړنه یې پر پښتو(دخرپ و ترپ جنگ) او پارسی  (جنگ حمله وگریز) څرگندنه اوړی ، (جنگ گوریلایی) بیاهم څرگندنه راځی چې گړنیز انډول (تېر آشکا نی).

 دغه راز پښتو څرگندنه (ښځه کول)  دپارسی(زن گرفتن) انډول په توگه چې کونړیان  یې هم(ښځه اخېستل).وایی او انگرېزی to marry چې له (واده کول) مانا سره  یې کړند (فا عل) هم نرینه کېدای شی،هم ښځینه؛ همداسې یې په نو رواروپایی ژبوکې هم درواخله.

په دې تړاو چې د گړنې پرخلاف د څرگندنې گډه مانا له اړوندو رغنده توکو را څرگندېدای شی، د پوره رڼاوی لپاره دا بېلگې هم وړاندې کوو، لکه: (اریان، هېښ یا هک پک پاتې کېدل) چې گډه مانا (اریانېدل) یې له بنسټیز یا مرکزی .توک (اریان، هېښ، هک پک) راجوتېدای شی او دویم څېرمه توک (پاتې کېدل یا پاتېدل)  تړښتی کړ(غونډیزکړ) یوه لږه کۍ غوندې پېچلتیا راښیی.. (پښویه

-درېیم چاپ ۳۲۹-۳۲۴).

دویمه برخه درو واړو ووبپاڼو ته

په هره توگه  بیاهم په پښتو کې دلته او هلته د دواړو ځانگړو غونډونو ترمنځ  کو مه سره کرښه راکښلای نه شو. یو شمېرداسې پخې استعاری او سېمبولیکې گړ نې هم شته چې له سراسری کارونگ سره یې پېچلتیا نوره له لاسه ورکړې او له دې  پلوه د څرگندنو په څېر له اورېداسره پرې هرڅوک ژر پوهېږی گوندې اغلې او.ښاغلی سیندکښان، ژباړن، رسنوال، ویناوال، لیکوال او شاعر ان او نور مینه وال یې دوړاندې شویو څرگندونواوبېلگو په مټ سره بېلتون ونومېرن (تشخیص) وکړای شی.

د زېږ(تولید) سرچینې

دگړنو اوڅرگندنو آره سرچینه لومړۍ (و)گړنۍ ژبه او بیا یې ادب دی د وینااو

لیک په بهیر کې متلونه پرگړنیزو او څرگندیزو غونډونو اړول کېږی ، لکه  واخلې، د خولې، ژبې، زړه او نورو غړیو له اړوندو متلو څخه:

له  ((خولې ډېرې- خبره یوه، خبرې ډېرې- سر یې یو…))

په (و) گړنۍ ژبې او ادب یا فولکلور روسته دگړنې اوڅرگندنې په رغښت کې بېلابېلې طبیعی سراو بیا پو هنیزې، فر هنگی، تخنیکی، ټولنوټیز (اجتماعی-اقتصادی) پدیدې، سرچینې،پیداوار، کاراوزار او د ټولو په سر سرکې بیا هم د نژدېو الی  او ډېرپېښۍ (بسامد، فرېکوېنسۍ) له پلوه هر چا ته خپل پژنی غړی ( سرو سترگې، لاس وپښې، سروسترگې، خوله او شونډې، ژبه ، مخ، غاښونه، غوږونه، زړه او ځیگر … د دغو بدلمانیزو توکو پرگڼو او رنگارنگو چورلیځونو اوښتی او لا اوړی. (←۳-څپرکی)  

داچې زېږ (تولید) یې هم په ځانگړو ویونکیو اړه لری، نو کله یې چې موږ راټولو نې ته اړتیا پیداکوو، ړومبنۍ سرچینه یې (و) گړنۍ ژبه ده، هغه هم له بېلابېلو گړدودو سره) او دو یمه یې ادب (فولکلور) له اړوندو ځېلو نو سره. چې متلونه یې د ژبې او فولکلور دگډځېل یا مال په توگه، وار له مخه رامنځته شوی زېرمتون  اوسر چینه بلل کېږی.

په  ورځنیو خبرو اترو، لیکنو، او بیا شعرونو کې (دمدعاو مثل،ارسال المثل او ارسال المثلین په بڼه) چې د هندی شعری سبک له نومېرلو خیالی انځورونو څخه بلل کېړی،  ښایسته ډېر متلونه د غونډلو دننه د جوتغونډونو په توگه له هماغه انځور سره کارول کېږی ، هغه هم تر ډېره په کنایی توگه پر سملاسی گړنو یا څر گندنو اوړی.

د رحمان بابا په دې شعرکې چې (تر پردی آسه خپل ټټو ښه دی) متل دگړنې(د بل آس و خپل ټټو برابرول) په بڼه داسې را نغښتی دی:

که څوک تله دانصاف په لاس کې درکړی

دبل آس و خپل ټټو به برابرکړې

تر متلو روسته لنډۍ، سروکی او نور(و)گړنی شعرونه چې ډېری انځورونه یې له گړنواوڅرگندنو سره  زیات اړاوتړاولری، تر هر راز لیکنی- ادبی او ژبنی متنه سو چه نږه(و)گړنی زېږنده بلل کېږی، په دې لاندې تاریخی لنډۍکې چې سمته ړومبۍ مسره، پر متل او هممهاله پرگړنه اوښتې، هغه هم د مرستیالکړ ٌ دیٌ  په غورځن سره:.

چېرته لندن چېرته چترال (دی)

بې ننگی زور شوه، پرنگیان چترال ته ځینه)

هرگوره، په دغه لنډۍ کې (بې ننگی زور شوه) څرگندنه له بېلابېلو ځېلونوسره  وار له مخه شته وه. رحمان بابا بیاد(چېرته) پوښتوییکی،اړیکوییکی او هممهال د وییکوالې څرگندنې چورلیځ، په کارونه د ورته مخاوی یا کونټرست په موخه  له ٌ چیرته ٌ سره یو بشپړ غزل انځورلی دی چې دلته یې پر روستی بیت بس راو ړو:

نه شی د خانانو-ملنگانو سره کلی

چېرته عزیز خان، چېرته ملنگ عبدا لرحمان

((کلی سره نه کېدل))  بیا یوه گړنه ده چې پرخپل وار یې د یوه  انځور هومره راکښون وربښلی دی.

هسې خو دپاسنیو شعری صنعتونو بېلگې له ستر خوشاله  تر شمس الدین کاکړ، په تېره حمید مومند پېخر پېخر راخېستی دی.

د توپیر په جاج له ٌ چېرته ٌ سره  بیا داسې نور راز راز څرنگیز څومره ییز، تو نیز،  مهالیز، اړیکوییکی، کړولونه او بشپړنونه (متممونه) رغېدلی او رغېدای شی.

د وییزېرمې اووییرغاونې له پلوه

گړنې او څرگندنې نه یوازې د وییپانگې یوه بشپړانده برخه رغوی،بلکې د وییر غاونې یوه بډایه زېرمه او سرچینه  هم ده او خورااړین نویزونه ترې لاس ته راځی. نوموالې هغه خو تیارپر تیاره  رغاونې دی او له متنه یې تش د یووستوو یا مر ستیالکړونو (استل- ول، کول-کېدل) په غورځن، تر گوتو کولای شو، هغه هم له بېلا بېلو پښوییزو(نومیزو،ستاینومیزو،کړولیزو، بشپړنیزو) چارونو یا نقشونو سره، لکه:  غاښ چیچی، سترگې پرلار(منتظر)، لاسرسی (لاس رسېدل)،.لاسلگی (لاس لگول)، پلنیوی (د چاپل نیول د پیروۍ په مانا)، ملاتړ ( دچاملاتړل)… .

لکه څنگه چې په دویم څپرکی (←گړنې راخپلول) کې ورته نغوته شوې، یو مهال اروا ښاد  پوهاند الهام د پارسی (دستاورد) په پېښو له (لاسته راوړل) څخه ((لا سته راوړنه)) رارغولې او له دې ناخبر چې پښتوقاموس (۱-ټوک ۱۳۳۰) یې تیار یو وستوی انډول (بریا) له دویم بېلښتی هممانیز (بریاینه) سره   لږ تر لږه پېنځلس کاله وار له مخه له گړ نۍ پښتو راخوندی کړی وو.

له بده مرغه دلیکوال له ټولوهڅو سره سره هغه انډول تراوسه دهغه (غلط مشهور) خپللاسی انډول ځایناستې شوې نه دی، له بد بتره یې لا دا چې  (بریا) د((بری)) د همما نیز په توگه دود موندلی دی!

بله بېلگه (بې سروبې پښو) یا (بې سر او بې پښو) د پارسی(بې سروپا) بېځایه ټکی پر ټکی ژباړه ده چې  نږه(ولسی) انډول یې(بې سروبوله) شمال ختیځ خواته پوره دود لری.

د وییرغاونې کړنومیزې بېلگې بیا له ورته پښوییزو چارونو او تر ډېره څرگندیز ماناونج سره، هغه هم تر ډېره د آروکړونو په غورځن یاویلونگ له متنی سرچینو څخه لاسته راوړای شو، لکه:  له (خپرول) څخه (خپراوی)، له (سرگرول) څخه (سر گراوی)، له (غوږ تاوول) څخه (غوږتاوی: سزا)، له (غوږرپول، د بې توپیر کېدل په جاج) څخه (غوږ رپاوی)، له (پامل یا پام لرل) څخه (پا ملرنه)، له (سر ټکول) څخه (سرټکونه)، له (پښه نیول) څخه (پښه نیوی)، له (مخه نیول) څخه (مخنیوی)، له (سرماتول) څخه سرماتی ، له ( پرچا لاس پاکول) څخه (لاس پاکی) ، له (لاس ترزنې کښېنا ستل-ول-استل)  څخه (هېښ؛ بېکاره؛ بې توپیره)؛ له (لاس رسېدل) څخه لاسر سی، خو (پریو چا یا څه لاس رسېدل) څخه بیا (لاسبری) شونی دی، له (لاس پر سرکېدل) څخه لاس پر سر(منصرف)،. ..

له نویو دودو او رغولیو بېلگې یې: (له سره تېر ېدل) نه (سرتېر؛ سرتېری)، له (له ځانه تېرېدل) نه (ځانتېری)، له (وخت -سات تېرول) نه (وختېری -سا تېری)، له (ښکېلول) څخه (ښکېلاک)، له (زبېښل) څخه (زبېښاک)، له (نیول) څخه (نیواک)،

له (لاس پرلاس کېدل) څخه (لاس پرلاس کېدا)، له (لاس وهل) څخه ( لاسوهنه: مداخله) ، له (چاته  گوته څنډل) څخه (گو تڅنډنه) یایې بل ځېل (گوته نیول: گو تنیوی)… او همداراز د ← بدنی غړو په تړاو نورې گړنې او څرگندنې (وییپوهنه، بېلنگونه)؛ 

په دې لړکې له (ورځ گرځېدل: بدمرغه کېدل) غوندې کمپېښې گړنې نه (ورځگر ځی) یوه په زړه پورې نومواله گړنه رامنځته کولای شو.

نوې پرتلیزې څرگندنې، لکه: لاسلیکول  بیا سرچپه له مخکینیو رغولو نومکړ تړنگونو (لاسرسی)، برلاسی او ( لا سلیک)  څخه رامنځته شوی دی؛ لاسلیکی بیا د (دستنویس، نسخۀ خطی) هم همداسې وگڼه!

په همدې ترڅ کې مو.له ورته پرتلیز یاقیاسی(انالوجیکال) آر سره سم ، ان له((لاس تر زنې لاندې نیول)) گړنې څخه څو څرگندنې  رادودکړې دی، لکه: ترغور-څېړنې – ځیرنې- سپړنې- شننې- نیوکې- اښتنې پوښتنې یا پوښتنې گرویږنې… لاندې نیول، یوڅه د چا په واک کې ورکول، یوڅه ترولکې لاندې راوستل، یو هېواد تر نیواک لاندې راوستل، یوڅه په بل څه کې نغښتل، ټیکاو(قرار) موندل،.له یوڅه په گټه اخېستنه یاد استاد صمیم( په گټنه) او داسې نور.

له خورا ساده ←نوموالو گړنو او بیا څرگندنو څخه، لکه سپین ټکی(شودې)، تریخ چای یا ترخې چایوې… (چې د خوراک څښاک دست لپاره ویل کېږی)، یا د (پیاوې) غوندې خوار خوراک لپاره گڼ هممانیزونه (ساړه تاوده،تاوده ساړه، تور تاوده…) ، کور اور (د کورنۍ په جاج)، کورجونگړه، کورکوډله (دکور په جاج)، غواخوسی(څاروی)، خور لور(چې زیاتره د واده او ولور په تړاو ویل کېږی)، دو ستی تربگنی(دوستی او دښمنی)، خوری وروری حساب تر منځ او داسې بې شمېره بېلگې د پښتنی ژوند و ژواک ، اندوژوند، انگېرنو او کږنو یو په زړه پورې انځور مو سترگوته نېغ دروی او ډېرڅه راسېمبولوی..

پارسی له دغه پلوه تر پښتو وړاندې ده او د بېلابېلو نوښتگرو لیکوالو، رسنو الو او پوهانو، او له لویه سره د آر تاریخی- جغرافیایی ټاټوبی (ایران) د دولتی بنسټو نو، په تېره د څه باندې اتیاکلن ((فرهنگستان)) له خوا د پرلغښتو رغاونو (دانشواژه ها) په لړکې څرگندنې هم ورځ  تربلې پر پخو تړنگونو اړول کېږی. پر (دستاورد) سر بېره یې د روستیو څو کلو بېلگې، لکه:( راه اندازی) له ( راه اندا ختن)، (پیگیری، پیگرد) له(پی گرفتن)، (برپایی) له(برپاکردن، منعقد نمودن)، سرگیری له (از سر گرفتن)، به خاکسپاری از (به خاک سپردن)… ؛

ٌدرخششٌ  له (خوب- درخشیدن) څخه هم له هغو تازه پارسی څرگندونو څخه ده چې موږ یې کړوال انډول (ښه ځلېدل) له اړوند گردان  (ښه- وځلېد، ځلېدلی…)، او کړنومونو (ځلښت، ځلېدا، ځلېدنگ…) سره رادود کړی دی، (و) گړنی انډول (نوم کښل، اوڅارېدل، مشهورېدل) وو خو دسبکی رنگا رنگۍ له پلوه یې  پلیو نی په زړه پورې برېښی؛ (( سرورکول، سرښندل، له سره تېرېدل، ځان بلهارول…)) چې نن سبا سره مو د پارسی او ځینو نورو لرې نژدې ژبو تر اغېز لاندې ٌ ورکول ٌ ورسره را دود کړی، هم همداسې درواخله:  (( زموږ ملی اتلانو ډېرې بلهاۍ یا قر بانۍ ور کړې دی))؛

هو که چورلیځ (سر، سرونه) وی، یو بشپړن یامتمم (د ازادۍ لپاره) یا (د هېواد په لار کې) سرونه ورکړی او یا (سرونه بایللی دی)، ورسرباری کول په کار دی…

له   ٌبرېښناٌ سره  د پارسی (روشن کردن) او (گل کردن) په پېښو (رڼاکول، روښانول) او (گل کول)  څرگندنې ځکه له پښتو سره اړخ نه لگوی چې وار له مخه یې پېړۍ پېړۍ له ورته اوزار ٌ اور ٌ سره (لگول) او (مړکول)  کارولی دی، د (مړکول) تر څنگ هممانیز(وژل) هم دومره نادوده نه برېښی، هماغسې چې تخنیکی نومونې ٌ اور وژنه، اووژونکیٌ  هم رادود شوی دی؛

استاد حمزه د کوم  شعری مخاوی (تقابل) له مخې (شمې یا ډیوې گل شوې) د ((کابلۍ پښتو)) پېښې کړې دی!

ٌسپینولٌ  پر مجازی ماناوو ( روښانول، هوارول، تبریه کول)  سربېره د جوارو له وږیو نیولې، تر میوو (ناکو، مڼو، کېلو )او سبو(کچلو، کدو توریو)  پورې تر پارسی ٌ پوست کردن ٌ اغېز لاندې (پوستول) جاج و مانا کورټ پر بله اړوی او په دې ډول، په  ← ناخپلېدونکو او نابښنوړو پېښو کې راځی؛

په زړه پورې داچې (څکول، کښل، اېستل، باسل) د پارسی(کشیدن) انډول دی، خو له پخوا راهیسې له (تمکو،چرسو …) سره یوازې (څکول) دود لرلی دی، په دې  ډول که کوم کابل مېشتی لوستی پښتون ووایی: چېلم، سگرت…) مې وکښل، واېستل یا وباسل، نو نابومه او پارسی پېښې اېسی، نه یوازې پښتوپوهانو، بلکې درستو نالوستو کلیوالو پښتنو ته!

داهم د یادونې وړ ده چې (یووستوی، بېلښتی یا تړښتی) انځوریز(مجازی) وییو نه دانځور یزو غونډونو(گړنو او څرگندنو) پر خلاف، مخکې له مخکې کوم جوت او ټاکلی شتون نه لری، بلکې د یوه شته دود تړون له مخې د وینا په بهیر کې مټې د غونډلو دننه دعادی نگېرندو (محسوسو)وییونو له اړونې راړونې رامنځته کېد ای شی. لکه (سټه)، چې له (ونې، بوټی) پرته د انسان یا یوه  بل څیز او پد یدې لپا ره پرکار واچول شی.

لیکزیکوگرافیکی (قاموسی)خوندېینه

د پوهې-فرهنگ له پلوه په پرمختللو ژبو کې گړنې او څرگندنې پر دې سربېره چې د نورو وییپانگیزو ډولونو په څېر دځانگړوسیندگیواوسیندونو په بڼه  خپرېږی، په لویو سیندونواوسمندرونوکې د ټو لیزې وییپانگې ترڅنگ هم راخېستل کېږی.

په نورو ټکو،د دغوسترو ډېکشنریو (سمندرونو) دنده داده چې د ټولیزو دودو وییونو تر څنگ د هرې یوې علمی- تخنیکی سکالو نومونه اونومونې (تر مینالو جۍ)  او پر نړیوال کچ تر اوسنیو او او زړو جغرافیا یی- تاریخی او ان اوڅا رو (مشهورو) وگړنومونو او ځاینومونو پورې باید له آرې سرچینې او نېټې او بیا وییپوهنیزو (لېکز یکولوجیکی)، سید کښیز( لېکزیکو گرافیکی)، آر پوهیزو (اېتېمولوجیکی)، گړنیزو (ایدیوماتیکی)، ادبی- فرهنگی، ماناپوهیزو (سېما نتیکی) ځېلونو (هممانیزونو، څومانیزونو …) اوپښو ییزو(گرامری) ځانگړتیاوو سره راخوندی کړی ،او ورسره ورسره یې کارو نځایونه په غونډلوکې ښه ترارو ښا نه کاندې.

په پښتو سیندونو  کې لږ تر لږه د گړنو او څرگندونو د خوندیینې دود محمدگل نوری رانښلولی، هغه هم د پښتو ټولنې په نامه په خپل دوه ټوکیز پښتو- پارسی قاموس کې چې بیایې په یوه جلا سیندگی هم خپرې کړې دی.

هرگوره، د اکادېمۍ په څو ټوکیز (پښتو- پښتو تشریحی قاموس کې پر هماغو بسنه شوې  او کومه زیاتونه پکې نه تر سترگو کېږی، نورې وییپانگې ته یې هم دومره پاموړه پراختیا نه ده ورکړې؛ پر وړاندې یې د مشواڼی یو ټوکیز هغه لا ترې یو څه غځېدلی او کره برېښی.

گوندې، زموږ دغه څانگپوهیز نښیر چې هممهاله دگړنواو څرگندنو سیندگی هم دی، د راتلونکې پښتو سمندر(فرهنگ محیط وجامع) لپاره د یوه تیوریکی اخځ  اولارښود په توگه، له یادشویو اونورو زیاتونوسره پرکارواچول شی.

دغلته،دا  هیله یوځل بیا راغبرگوو، گوندې د نوې پښتو ژبپوهنې د تیوریکو لیکنو څېړنو په لړکې زموږ دغه ارزښتمن نښیرهم دزده کوونکو اوښوونکو، لیکوالو، رسنوالواوپه پایله کې به یې د راټولوونکو ښه تراراڅکونه اوگټنه دازړه غټاوی راوبښی چې د پښتو علمی-فرهنگی سیالۍ په موخه تر لاس لاندې یو شمېر نور اړین نښیرونه هم تر یوځایه ورسوو

له شعری انځورو سره پرتله

له څه پاسه نیمه پېړۍ مخکې چې د ژباړې ماشین  رادود شوی وو او د روسی، انگلیسی، فرانسی او جرمنی ژبو تر منځ یې د سیاسی ویناوو په اړونه راړونه کې د ژباړن  دنده تر سره کوله، ژبپوهانو منښته کوله چې نه یوازې ادبی-شعری ژبه، بلکې د گړنو او څه ناڅه څرگندنو په ژباړه کې یې هم ستونزې لری..

د تېرې پېړۍ څلورمه ( ربع) مټې تېره وه چې کمپیوتر ترانټرنېټه پرمختیا وموند له او دادی، څو  کاله وړاندې یوه جاپانی ((ویند ربوت))، ((مېس ربوت)) … هم را منځته کړل، خو بیا هم دهغې ربړې هواری لاهغسې یو ارمان پاتې دی.

په دې توگه به، پېړۍ نیمه بله واخلی چې په لومړی گام کې د ژبپوهانو په مټ گړ نې- څرگندنې او په دویم گام کې  د اد بپوهانو او ژبپوهانو په گډ کار ناپېیلې (منثوره) ادبی اوبیا لا لوړه پېیلې (شعری) ژبه د ویند ربوت د سهنې (هضم) جوگه شی. د زیات پوهاوی لپاره← له ژباړن ماشینه تر ویند ربوته،zyar.net

په هر ډول داسې برېښی، تر هغې له مخه چې په ژبه کې په ځانخبرې (اگاهانه توگه (و) گړنی شعر وادب رامنځته شی،  له ډېر پخوا راهیسې انځوریز او سېمبولیک غونډونه (گړنې – څرگندنې)رازېږېدلې اوکارېدلې. په تېره گړنې چې ډېرې بېلگې یې د شعری- ادبی انځورونو هومره په زړه پورې برېښی که څه هم له شعری انځو رو  سره دڅرگندنواوگړنو دا ځانگړتیا شریکه ده او دواړه ډوله ورته بدلمانیز وییو نه اوغونډونه(phrases) دی.

خو بیا یې هم ((ژبنی انځورونه)) بولو اوهغه هم په دې چې شعری انځورونه او سیمبولونه ورسره ، نه یوازې له څومره ییز او څرنگیز، بلکې نور توپیرونه لری،  لکه په لاندې ډول:

(یو) گړنې-څرگندنې د یوشمېر ناڅرگندو ویونکیو له خوا نیم اگاهانه رامنځته کېږی، وخت پر وخت ټولیز ژب-تړونی دریځ راخپلوی او د ویناییز بهیر یوه (ځا نگړې) برخه گرځی. خو شعری-ادبی انځورونه د ژبې د خورا ځانگړو او څرگندو ویونکیو(شاعرانو) له خوابشپړ اگاهانه راپنځول کېږی او کارونگ یې هم یوازې په همدوی او مینه والو اړه پیدا کوی، بې له دې چې د ژب-تړونی دریځ په را خپلولو ټولیز ژبنی سېستم ته لار ومومی.

هرگوره، ساده (و) گړنی- شعری دایې د ژبې پخپلوځانگړو پنځگرو (ولسی شا عرانو) او مینه والو، په تېره سندرغاړو پورې اړوند پاتې کېږی ، او پېچلی لیکنی- شعری، په تېره ذهنی  دا چې دبېلابېلو شاعرانو د اندو واند (خیال و اندیشه) یوه خپلخوښې او بشپړه اگا هانه فردی پنځونه بلل کېږی، یوازې د پنځگرو او نورو شاعرانو اومینه والو لنډه تنگه کړۍ رانغاړی.

(دوه ) د گړنو-څرگندنو په توپیر د انځورونو  ترشا، نه کوم ټاکلی ټولیز تړون شته او نه پر یوه بڼه او رنگ پاتې کېدای شی. که نه خپل ار زښت له لاسه ورکوی او کلیشه کېږی، د چا خبره په هسې بې انځوره  وییلوبه (لفاظۍ) او (( قافیه سازو ناظمانو)) اړه پیدا کوی.

(درې) په انځورونو او په تېره ذهنی هغوکې هر راز څرگندونه شونې ده، که هغه له ژبنی رغښتیز او پښوییز دوی (قاعدې سره سمون ولری یانه،او له بهرنی- ژبنی واقعیت سره اړخ ولگوی یانه، خو له هنری گوټپېره په ټوله مانا لوړ ارزول کېږی.

په دې کې هم څه اړنگ نشته چې په لیکنۍ ژبه کې شعری انځورونه هم راگډېږی او کېدای شی، له مهال تېرېدنې سره د نویزونو په څېر (و)گړنۍ ته هم لار ومومی.

خو دا د هرې ژبنۍ ټولنې په څرنگوالی اړه لری  چې پرمختیایی یون یې څومره گړندی دی چې کله دغه ټولمنلی ارت وبېرت ژبنی- فرهنگی پړاو ته رسی.

(څلور) گړنې او څرگندنې تر هرڅه له مخه، د اړوندو سراسری غږېدونکو له ژب- اندیز ټو لنیز شعورسره  تړاو لری او شعری انځورونه یې پر دې سربېره له ژب- ښکلا ییز، په نورو ټکو،د ښکلاییز ذوق او هممهال یې دخړوبونې له هغه سره هم. اړاو تړاو پیداکوی.

په پای کې بیاهم  خپلې خبرې ته راگرځوچې د گړنواوڅرگندنو په نامه  ژبنی انځو رونه له خیالی(هنری) هغو سره یوځای شعرو ادب ته پوره رنگینی او خوږلنی ور بښی.

همدا نږه پښتو گړنې او څرگندنې وې چې د متلونو، ورمو وراشو او نورو نږه توکو ترڅنگ یې د پښتو منځنی ادبی پېر د سترو ویناوالو شعر ته له پار سی انځورونواوپیلامونو (سېمبو لونو) سره سره یو په زړه پورې پښتنی رنگ ور بښلی او دخوشال، رحمان، حمید … اوان د شیدا غو ندې  ټینگ و ترینگ پلیو نی یې، د خپلواو پردو له گوتنیونې او ټاپې لگونې راژغورلی دی، که نه دادومره

ستر ویاړونه به مو له کومه کول!

د دې لپاره چې یوخوامو د ژبنیو انځورونو(گړنو او څرگندنو) اوبلخواد ساده (و)

گړنی-ادبی او او لوړو هنری لیکنی-ادبی انځورونو ترمنځ څه ناڅه بېلندویه کر ښې راکښلې اوسی ، له(و)گړنی-ادبی او بیاهنری  انځورونوسره یوه دوه اړخیزه پرتله وړاندې کوو.د ساری په توگه، (گل غوړېدل) یوه څرگندنه او(غوټی گل کېدل) بیا یوه گړنه ده؛

همداراز (شمه گل کول) په دې جاج چې کله  مری، لکه گل یوه وړه لمبه کوی. د ٌ ٌگل کېدلٌ   بېلگې،لکه:

څانگه به نن سباکې گل شی

مایې په سرکې سرې غوټۍ لیدلې دینه

یا: سپرلی به نن سباکې گل شی

مایې په سرکې سری غوټۍ لیدلې دینه

سپرلی راغلی ونې گل شوې

اوس به خزان تالا والا کړی زېړگلونه

سپرلی راغلی، نوبهار دی

خوشال مالیار دی، غوټو وسپړل گلونه

غوټۍ چې گل شی،بیارژېږی

زما جانان د گل غوټۍ، ورژېدنه

سترگې دې بیا د گل غوټۍ کړې

باڼه دې پورته کړه چې وسپړی گلونه

یوه  سمته سېمبولیکه لنډۍ، لکه:

پاس پر کمره ولاړه گله

نصیب دچا یې، اوبه زه درخېژومه

ملنگ جان (۳۰۷) ځنې دا ذهنی انځور رغولی:

نوی موسم نوی بهار دی

سینې مې وسپړل گلونه

رانه جدا دمینې یار دی

ځکه مې ځی پر مخ رودونه…

خو رحمت شاه سایل  ورسره لاپسې یو غوړېدلی او پسوللی شاعرانه انځور راپنځولی دی::

چې پرخنداورته د خوږ زړه پرهارونه نه شی

چېرې دې هم ستادښایست غوټۍ گلونه نه شی.

د استاد حمزه دغه لاندې شعری انځور له یوې کنایی دلالت سره بیا سیاسی رنگ راخپل کړی دی:

زلفوته گورم د سپین مخ په تمه

زه له هندوانو نه کشمیر غواړم

گړنې بېلابېل گڼ  رغاونیز ډولونه لری. یوه گړنه کېدای شی، یو پردوی(قاعده) برابر یا نا برابر، او ان ناسم پښوییز رغښت ولری. په نورو ټکو، اړینه نه ده چې د مانا څرگندتیا یې تل له ((پښوییز  سموالی)) سره غوټه کړو. دې لاندې څو بېلگو ته به یې ځیر شو:

۱)  هغه چې بېدویه یا نادویمنه(بې قاعده) ده او مانا یې روښانه ده، لکه: (و)لاړه، راغله ( هرڅه چې ول، پر پخپله مخه ولاړل) یا (هرڅه پایته ورسېدل، هرڅه له لاسه ووتل) ؛ هرگوره، سولیز(منطقی) اوډون یې(راغله، ولاړه)  سم راته.

۲) هغه گړنه چې دویمنه (با قاعده) ده، خو مانا یې ناڅرگنده ده، لکه: زمر شونډې وچیچلې، یا یې غاښونه وچیچل ( پر قهر شو).

۳) هغه چې جوله یې نادویمنه (بېقاعده)  ده او مانا یې هم ناڅرگنده، لکه: تور مار یې  په ساکې واخېست (څښاک یا خوراک یې پر وچه مرۍ ولاړ.). (انگرېزی گړنې ۱۳).

لاسوهنه اوسمونه

داسمه ده چې پاسنۍ بېلگه ((ولاړه، راغله)) باید((راغله ولاړه)) وای، خو ښایی، د اړوندې پېښې او شانزول  له مخې یې ړومبی د متل اوبیا دڅرگندنې او گړنې بڼه همداسې راغلې وی. سره له دې لیکوال نه یوازې پر منطق د برابرونې، بلکې له راپېښ اکربکر او همداراز د پښېلې(قافیې) اواهنگ په پار په دوو شعرونوکې له روستۍ بڼې سره کارولې ده، بې له دې چې په موخه، جاج و مانا کې یې بدلون راوستل شی.

په یوه څلوریزه (۱۳۵۱ل)کې: …ساز ناسازې زما نې سره به نه شم- څه پروا،که راغلم راغلم،لاړم لاړم. اود یوه مونډی شعر(۱۳۵۴ل) په پای کې: پس له عمرو ځنې راغله لاړه- په رپ د سترگوکې بس راغله لاړه

په دې توگه دغه جولیز اوډون اوسمون کومه ((نا بښنوړه گناه)) بلل کېدای نه شی او هغه داچې د جاج و مانا له پلوه،((وگړنی امانت))  خوندی پاتېږی!

هرگوره، لکه د ( زېږ سرچینې) په برخه کې چې یادونه وشوه، په ویناییز بهیر کې د متلونو رانغښتنه(تضمین) د گړنو او څرگندنو یوه دوده او روا رغاونه ده، که څه هم دغه یو سملاسی او یوگړیز(فردی) کار بلل کېږی؛ نه  د آرو هغو غوندې ټو لیز او پاینده دود مومی او نه یې په زېرمه کې کوم زیاتون راولی.

دانگرېزی بېلگو غوندې له پښتو  دېو هم را جوتېږی چې ډېری گړنې په دویمه ډله کې راځی. په بله وینا، له پښوییز پلوه پر دویه ( قاعده) برابرې دی او له مانیز پلوه پېچلې او ناڅرگندې.

هر گوره، په دې ډله کې ځینې تر نورو یوڅه زیاتې څرگندې دی. د ساری په توگه: (چاته زرغون څراغ ښوول) سړی کولای شی، مانا یې(چاته د یوڅه کولو یا پیلولو اجازه ورکول) و انگېری. د ډېری نورو ماناوې په دې اټکلېد ای نه شی چې د بېلا بېلو رغنده توکو یا وییونو  له آرو ماناوو سره بلون( تداعی) نه رامنځته کوی. بېلگې یې، لکه:

لاسته راوړل، تر گوتوکول، تر بسه  ډوډۍ خوړل (ځان پوره مړول)، چاته غاښ غاښونه یا شونډې چیچل(قارېدل)… .

له نورو ژبو سره همرنگی او ناهمرنگی

ورم و وراشې یا پند وحکمت، وجیزې یا د لویانو خبرې یا انگرېزی saying, version . او پارسی پندوحکمت، گفته، وجیزه…هماغسې چې له متلو سره ټکر پیداکوی  او پرځای یې کارول کېږی، له څرگندنو سره هم لږوډېرې اخښل کېږی، راخښل کېږی. تردې چې د ځینو ژبو ترمنځ گډون لری او د آرې او پوربڼې توپیر یې هم نه شی کېدای، لکه پښتو لوړې ژورې یا لوړې ځوړې، پارسی فراز ونشیب یا فرازو فرود،عربی عروج ونزول؛ انگرېزی adult and down, ups and   downs او همداسې یې نور ورته اسیایی او اروپایی انډولونه درواخله.

په اروپایی ژبو کې زموږ د آریایی او آریانی د((څو کلن یې؟)) څرگندنې پر وړا ندې (ته څومره زوړ یې؟) وایی، لکه انگرېزی: ( how aged are you?)، المانی:

(wie alt bist du?) او داسې نورې ژبې.

هو، که  دلته د ژبپوهنیز منطق پر ځای  له استدلالی منطقه وگورو، زموږ تر دې اروپایی دا کره راځی او هغه داچې تر زېږېدا روسته هرڅومره وخت، له سانیې او دقیقې نیولې تر کاله پورې د هر چا له ژونده راکمېږی، په نورو ټکو، همدومره زړېږی؛  په دې توگه دانو ده چې موږ هسې بېځایه خپلې کالیزې نمانځو!

زموږ د دوه گونو توکو او په تېره  بیاد(څرگندنو) په تړاو د دغو ژبو ډېرې څرگند نې یا اېکسپرېشنونه سره تر هرڅه له مخه ډېر ورتوالی لری، د ساری په توگه: انگرېزی غونډیز کړ take place (تر سره کېدل) چې پارسی یې( ښایی د فرا نسی) په پېښو(صورت گرفتن) راژباړلی،المانی statt finden یاانگرېزی out break

اوالمانیausbrechen (د ساری ناروغی،اور،اورشیند یا جنگ پیلېدااو خپر ېدا)،انگرېزی take divided (له ځان سره وړل)،المانی wegnehmen، انگرېزی demeanour after ( پرچا پام ساتل) المانی nachschauen

 داسې څرگندنې هم کمې نه دی چې د یو لړ ژبو له هغوسره بشپړه یا برخیزه همر نگی لری. دغه  ښکارنده پرخپلوانویاهمریښه related ژبو سربېره د داسې نا

خپلوانو ژبو ترمنځ هم لیدل کېږی چې جغرافیایی، فرهنگی یا دینی اړیکی سره لری. موږ دخپلې څلورگونی(آریایی، تورک-مغولی، سا می، دراویدی) ژبتو کمیزې ټولنې په ټولو ژوندیو دېرش څلوېښتو ژبوکې،  دا ټولې بېلگې لږوډېرې موندلای شو. ځکه څنگ ترڅنگ سره اوسېدلی او له کیسو،افسانو، بدلو، متلو او نورو فولکلوریکو توکو نیولې تر ژبنیو،ادبی او دینی هغو پورې مو سره ډېرې راکړې ورکړې شوې او په دې لړ کې ترگړنو، د څرگندنو برخه بیا زیاته غوښنه ده.

دې لاندې پرتلې ته ځیر شئ:

پښتو: مخ یې (له شرمه) سورواوښت؛ پارسی: رویش از( شرم)سرخ گشت؛رنگ یې والوت(رنگش پرید)؛(ما مه تنگوه (مرابه تنگ نکویا به تنگ نساز… .

 کوزه خوا له پښتو سره گاونډې ژبې(اردو، هندکو…) د(مه تنگوه) انډول(تنگ نکرو) او داسې نور وایی. د لومړۍ څرگندنې انډول ان د انگرېز شاعر(لارد بایرن ۱۷۸۸-۱۸۲۴) په لومړی سپین شعر کې وینو چې د ښوونځی پر درېیم کال یې د ښو ونکی له غوښتنې سره  شراب داسې ستایلی ول:(( شراب له آره تکې سپینې اوبه وې، خو چې خدای ورته وکتل، رنگ یې سور واوښت.)).

پارسی د پښتو پرخلاف  زیاتره څرگندنې دسربلونو په ملتیا رغوی، لکه: (از) نل آب محکم گرفت،از پدرش حمایت- دیدن- دفاع- ستایش، یادآوری- استقبال… کرد.  له همدې کبله پارسی ځپلی پښتانه وایی او لیکی: له کابل څخه لیدنه- یادونه- ملاتړ-دفاع- ستاینه- هرکلی… وکړ. له بده مرغه زموږ ډېری پارسی ځپلو لیکوالو او رسنوالو، زموږ له نیم پېړییز  ٌ یو- کره لیکنی ٌ غورځنگ پرلارښوونو

غوږونه کاڼه کړی او سترگې پټې کړې دی! همداسې یې دویم پارسی څوچاری  وییکی((تا)) درواخله چې ډېری پارسی ځپلی پښتو لیکوال یې پر کړول سربېره له (علتیه، بیانیه…)  چار سره هم (څو_ ترڅو) ته راړوی!

په دې لړکې پښتو دا پر هېوادنی کچ نه یوازې له همریښه(هندوایرانی) ژبو، بلکې له ناهمریښه هغوسره دگاونډیتوب،همفرهنگۍ او همگروهۍ پربنسټ هم نومېر لای شو. په دې ترڅ کې له داسې بېلگو سره هم مخامخېږو چې په اسانه دا نه شو جوتولای، لومړۍ آره او سرچینه یې په کومه ژبه یا سیمه اړه لری.

نو که د پرتلې خبره شی، هغه راکړې ورکړې یا همرنگۍ چې په دغه تړاو د اروپا یی ژبو ترمنځ لیدل کېږی، زموږ  د(سوېل- لویدیزې) اسیایی برخې د اړ وندو ژبو ترمنځ نه لیدل کېږی. لاسوند یې هرگوره، همدا کېدای شی چې اروپا یی، په بله وینا، لویدیزې ژبې سره د خپلو ویونکیو په څېر له انتیک یونانی او په تېره  رو می مهالپېر راهیسې له تاریخی-فرهنگی پلوه ډېرې ټینگې او ترینگې پاتې شوی دی؛ عامر(←) ورته ٌ مذهبیٌ نومونه کارولې ده.

دوه مخیزوالی

لکه څنگه چې په گړنۍ ژبه کې لیدل کېږی، بشپړ ډېری  گړنې او څرگندنې له بېلابېل مهال وچاپېریال سره په اسانه ،) پر آرو یا عادی غونډونو بدلېدای شی. په بله وینا، اړولې(مجازی)ماناوې یې آرې (وضعی) ماناوې راخپلوی. دبېلگې په توگه،که (توده خوړل) د خوراک پر مهال په غونډلوکې وکارول شی، هما غه آره ما نا ځنې اخېستل کېږی، خو په یوه بل مهال و چاپېریال کې، لکه پر یوه  ربړه، ستو نزه خبرې اترې کېږی، نو بیا دویمه (گړنیزه) یا (څرگندیزه) ما ناراخپلوی.

نارښتینی گړنې او څرگندنې

په ورځنیو خبرو، او له جوتپوهیزو(سایتیفیکو) لیکنو څېړنو پرته نور په ټولیزو لیکنو،شعروادب او بیا گړنو-څرگندنوکې یو لړ نومونه او نومَونې او څرگندونې کاروو چې طبیعی څیزونه او ښکارندې (پدیدې) په رښتینه (واقعی) نه، بلکې په اوړېدلې بڼه راځلوی، خو ذهنونه مو ورسره د زاړه ناپوهنیزو اندودونو، کږنو او انگېرنو له لامله دومره روږدی شوی دی چې گړسره راته نارښتینی جوړ ښتونه نه برېښی.

بېلگې یې، لکه: دېو و پېری، ښاپېری او ښاپېرۍ، روې، شیشکه، خپسکه یا خپسه (خپه سا)…، همدا راز هسک- اسمان، لمر، سپوږمۍ  او ستوری ختل او لو ېدل پرېوتل،د اسمان نیمایې ته رسېدل،( په کال کې د لمر(د ځمکې پرځای) دوه ځله گرځېدل،تورېدل،تندرنیول … یا لمرخاته،لمر لوېده، پرېواته،دبخت ستوری،  دفېلم ستوری…؛ او د زړې ستور پوهنې پربنسټ له بېلابېلو نومونو سره داسمان ددولس برجونو له مخې دکلیزو(کالښودونو).اوډنه او رغاونه.

په لنډیو کې لکه:

اسمان مې ولاړی، اسمانی شو

اسمان چې ځمکې ته راځی، قیامت به وینه

اسمان کې ستورو روغبړ وکړ

ماته بې ننگه اشنا لاس نه راکوینه

اندېښنو زور راباندې وکړ

چې لمرخاته او لمرلوېده نه پېژنمه… .

په دې توگه، نه یوازې په کارونگ کې له رښتینو ژبنیو توکو سره نه توپیرېږی، بلکې دگړنو او څرگندنو او بیا شعری اوادبی انځورونو، سېمبولونو او اسطورو په رغاونه او ننداریزونه (تمثیل) کې ترې له پېړیو پېړیو راهیسې گټه هم اخېستل شوې او لااخېستل کېږی.

(پرچاپېریان کښېناستل)، پېریان پاڅول، (څوک پېریان نیول)  یا(پېریانی کېدل) بیاله آرې مانا سره په ورته بېلگوکې راځی، خوکه په بدله مانا (پارېدنه،قهرېدنه) وکارول شی،نوڅه ناڅه رښتینواله (واقعیت)راخپلوی، په نورو ټکو،د نوروگړنو په توپیر یې تر آرې، همدامجازی ماناله نومو لی ((مدلول)) سره ښه ترااړخ لگوی.

د پېریانو تنور،پېر یان اوبه (سراب)،پېریان کټ (څلورگوټه توره تېږه)،پېریان گل (یوبوټی)، پېریان وړولۍ یاپېریان ډولۍ (یوبوټی)،او ((د پېریانو جنگ)) د یوې تازه نومونې او د اړوند کښلی کتاب تر نامه، رغو لی جوت غونډ یانحوی تولتړ نگ (اضافی ترکیب) یې بیاپه← نوموالوگړنو او بیا ټاکنتړنگوکې را ځی. په دې لړکې د(د بو ډۍ ټال)  غوندې نوموالې گړنه بیا د یوه رښتینی نومولی(مدلول) یو انځوریز نوم (دال) بللای شو.

له متلونو سره اړاو تړاو

لکه وړاندې چې ورته نغوته وشوه، گړنې او څرگندنې په ژبه کې له متلونو، غورو ویناوو، ورم و وراشو سره د جولیزې ترینگلتیا اوسپما له پلوه یوه ډله رغوی او ورته لرغونوالی لرلای شی.  په ترڅ کې داهم له څېړنواوشننوجوته شوې چې ډېرو متلونوله ورځنیو پېښواوکیسو آره اخېستې اویوې کمې برخې یې له خپل، اوڅه ناڅه د نورو ژبنیو ټولنو له شعرو ادب، او بیا دینی سرچینو څخه.

په دې کې هم اړنگ بړنگ نشته، لکه له مخه چې وویل شول، د نورو ژبو په څېر گڼ  پښتومتلونه له غورو ویناوو یا ورم و وراشو سره اخښلون مومی او بیا له داسې بېلگو سره چې له عادی او ساده ژبنیو توکو سره یې سم سهی توپیر نه کېږی او په دې ډول له نورو ډېرو ژبو سره گډون لری ، لکه: ښه کوه چې بد  نه وینې، ښه کوه، بد مه کوه ، خپل عمل د لارې مل او په دې لړکې یو لړ څرگندنې، لکه لوړې ژورې، سړې تودې او داسې نورې.

.بلخوا  لکه څنگه چې وار له مخه ورته نغوته وشوه،  گړنې او څرگندنې تر ډېره دغونډلو د نچوړلیو غونډونو په توگه  په لومړی گام کې د متلونو نچوړلې بڼې دی او متلونه د ټولیزو غو نډلو غوندې د پېړیو په  پوړیوکې لږو ډېر غورځون ellipse لنډون مومی او په دې لړکې کړونه او نور پښوییز توکی، یا له لاسه ور کوی او یا پکې بدلون راولی،  په نورو ټکو، پر← لنډکیو غونډلو اوړی، په تېره پېیلې (منظومې) هغه (پښویه۲۵۴). کله چې متلونه بیا په ویناییز بهیر کې د ټو لیزو(عامو)  غونډلو دننه کارول کېږی، نو بیا گړسره پر گړنیزو اوڅرگندیزو غونډ ونو اوړی.

دا هم څرگنده ده چې که ډېری متلونه پر خپل وار د پېښو او کیسو زېږنده ده او ترشا بېلا بېل شانزولونه لری، نو په ورته کچه ځنې را زېږېدلې گړنې او څرگندنې  هم په نا سیده ډول هماغه پېښې، کیسې او شانزولونه رانغښتای یا تداعی کوای شی، هغه هم په لا نچوړلې او کالبی جوله او جامه کې. که څه هم په لیکنۍ او بیا شا عرانه ژبه کې تر هرڅه له مخه په ستایلېستیکی(سبکی)او اېستېتیکی (ښکلا ییزه) موخه کارول کېږی ، خو په ورځنۍ گړنۍ هغې کې یې دکارونگ اورغونگ انگېزه زیاتره دوخت وزغم سپما ده؛ ځکه گړېدونکی، د چا خبره تل په منډه کې وی.

داسې بېلگې چې متلونه پر لنډکیو یا مونډیو غونډلو اوړی او هغه بیا له لا زیا تې نچوړتیا سره پر گړنو یا څرگندنو، ښایسته ډېرې نومېرلای او موندلای شو:

(دایې هم په انارو) متل چې د بېدانه اناروله پلوه یې له نومورې سیمې(تگاوه)  سر چینه اخېستې ده: یوچا پراناروباندې په سودسلم پیسې اخېستې او نورې هم ترې غواړی، نو لنډ گنډ ورته وایی،( دایې هم پر انارو) او په دې ډول یو متل او هممها یوه څرگندنه را منځته کوی او راروسته د نورو ویونکیو لپاره پر بشپړه گړنه او ړی. (سل پر لالی پور، دایې هم پر بنگړو) هم همداسې درواخله. یوه تیپیکه دوه اخیزه بېلگه یې، لکه ←وړه خوله، لویه خبره.

د ډېر زېږو توکو په توگه

ښایی، ډېر داسې وانگېری چې د بلې هرې ژبې په څېر په پښتو کې متلونه او بیا گړنې او څرگندنې له پخوا راپاتې دی او د رغېدا او ورسره ورسره د کارېدا بهیر یې، که یومخ درېدلی نه دی، وروشوی خو هرو مرو دی. بیاهم ترکوځایه چې جوته شوې ده، په (و)گړنۍ پښتو کې په هر ډول، د لیکنۍ-ادبی پښتو له پرلپسې پرا ختیا او پرمختیا سره دغه بهیر خپله چټکتیا له لاسه ورکوی ؛ کټ مټ، لکه د و ییونو او متلونو د رغون او زېږون په برخه کې، خو  له متلو پرته د وییونو او بیا گړنو او څرگندنو دا لیکنۍ-ادبی پښتو بیرته راسکیندوی(جبرانوی) او لا ښه ترا وده وش وربښی.

په گڼمېشتو کلیوالو سیموکې  د داسې خولورو، ژبورو اوخبرلوڅو کمی نشته  چې ناځا نخبره(نااگاهانه) له هر راز پېښو اوکیسو نه پرلپسې نوی نوی متلونه او همز مان گړنې او څرگندنې جوړوی او دودوی یې. د بېلگې په توگه وایی: ((ته لکه میری په ویاله کې شولې نالوې!))

بل یې چې ترې واوری،ورځ دوې روسته یې (په ویاله کې څوک شولې نه نالوی) متل ځنې جوړوی او بیا ترې(په ویاله کې شولې نالول) څرگندنه، او که بلې سیمې ته دا څرگندنه ورسی چې نه پکې (شولې نالول) دود لری او نه داکړوالغونډ یاتړ ښتی کړ (phrasalverb)، نو پر یوه بشپړه(گړنه) اوړی.

د جهاد د مهال بېلگه  چې کله افغان روښاندان پرلپسې په پېښورکې ترورېدل ، یو چالیکلی ول: (له بارانه را وتښتېدئ، تر ناوې لاندې مو شپه شوه)؛ روستۍ بېلگه  یې داچې کله په افغانستان کې د امریکا په سروالۍ د اتلانتیک پوځی ټلوالې د سرتېرو مرگ و ژوبله زیاته شوه، رسنیو (څه چې کرې، هغه به رېبې) متل داسې وکاراوه: (څه مو چې کرلی، هماغه به اوس رېبئ)!

څومانیزوالی اوهممانیزوالی

په پښتو کې د بشپړو یا ورته غبرگمانیزو او ډېرمانیزو گړنو لږوډېرې بېلگې سهی کولای شو:

(۱)څومانیزې گړنې

– سترگې پټول،وېدېدل؛ مړل؛ له ساختو سره د چا سترگې پټول، ځان ناگارول، گنا ختا پټول)؛

– په ساوهل، پروچه(تنفسی) یا ساه لاره(قانقُرتک) اوبه، څښاک… تلل: زمر اوبه په سا ووهلې؛

– سا نیول یا سانیولی کېدل، ښې یا بدې پېښې، نندارې… ته له ډېرې تلوسې سا بندول یا قیدول: تور د زمر راتلو ته ساونیوله یا سا نیولی شو؛

– مار په سا(خوله)کې الوځول یا اخېستل، له وېرې ترهې سخت تلولی کېدل: زمر (په لوی لاس) مار په سا(یا خوله) کې والوځاوه یا واخېست.

څومانیزې گړنې اوڅرگندنې چې دڅومانیزو وییونو غوندې تریوې زیاتې (بشپړې یاورته) ماناوې هم راونغاړی، لکه: (یوڅه یا چاته گوته پر غاښ کېدل) او (گوته پر غاښ کول) د (هېښېدل او هېښول) او(قارېدل او قارول)؛ یا لکه پاس یادې شوې درې هممانیزې گړنې(لاس تر زنې کښېنا ستل،لاس ترزنې لاندې نیول-اېښوول) له دروماناوو سره: هېښېدل؛ په چورت واندېښنه کې کېدل؛ (د بد شگوم یا کږنې له مخې) د خوارۍ او بدمرغۍ رامنځته کول.

(۲) هممانیزې گړنې

(دچا) سترگې له خوبه ډکې ډکې، پټې پټې یا مرغۍ مرغۍ کېدل. همداسې( تڼۍ شکول-گرېوان شکول، شلول یا څیرول) د (شور و غوغا یافریاد کول؛ بې شرمی یا ناړامی کول) په جاج چې (بده ورځ اچول) یا (بدې ورځې کول)  هم ویل کېږی.

ان داسې وړ گړنې هم شته چې هممهاله، هم څومانیزې او هم هممانیزې دی ، لکه  ← (سترگې پټول) چې له (سترگې وروستل) سره هممانیز کارول کېږی؛ پریوڅه سترگې پټول (چشم پوشیدن یا اغماز کردن) او د(مړل) په مانا په (و) گړنۍ پښتو، پارسی… کې هم کارېده، خو بیاهم موږ  ورته اوس اوس د پارسی (چشم از جهان پوشیدن) په پېښو (له نړۍ سترگې پټول) ادبی بڼه ورکړه.

په همدې لړکې که(له لاسه ورکول) هوبهو په گړنۍ او وگړنۍ پښتوکې ونه مومو، له لاسه وتل)خو به ومومو. لیکوال په خپل سیمییزگړدوداونوروکې زیاتره د(لاس) (لاس)  پرځای(گوتې) د داسې څرگندونو د زړی یا هستې په توگه کارول کېږ ی، لکه: (له گوتو وتل)، (تر گوتو کول). په دې ډول(لاسته راوړل)- (ترگوتو کول)، (له لاسه ورکول)، یا دارواښاد دوست  دخبرې پرخلاف (لاس له لاسه ورکول) څوک نا پښتو بللای نه شی!

هسې خو د نورو غړیو په څېر له(لاس) سره نورې گڼې څرگندنې او گړنې هم په گړ نۍ پښتوکې سهی کولای شو، لکه: له… څخه لاس اخېستل، لاس پر سرکېدل، لاس تېرول، لاس مینځل، لاس اچول، لاسلگول، لاس تړل، لاس یوکول، لاس کول ، پرچا لاس پاکول، لاس چاته اوږدول یا غځول، لاس پورې کول،لاس مښل لاس  یا لاسونه مروړل… او دا راز نورې بېلگې د هممانیزو یا ورته مانیړو وییونو په څېر له بېلا بېلو گړدودونو له بېلابېلوجولو سره لیکنۍ ژبې ته پرلپسې راگډېږی.

څېړنیزه مخینه

د پښتوگړنواوڅرگندنو تشه ټولونه له پښتوسیندکښنې سره هممهاله له شپېتو اویاکلو راهیسې پیلېږی.که څه هم کېدای شی، د ختیځپوهانو دخورو ورو څېړ نو پلټنو او وییزېرمو په ترځ کې یې هم لږوډېر څرک هم ولگی. هرگوره پخپله د پښتنو لیکوالو او سیندکښونکیو په لړ کې یې جوته پیلامه له محمد گل نوری سره رانښلی. دغه لیکوال هم د پښتو دوه ټوکیز او دوه ژبیز(پښتو-پار سی)، په نورو ټکو، پښتو قاموس(۱۳۳۰-۱۳۳۷ل) په ترڅ کې او هم په یوه سیندگی وزمه کوشنوټې ټولگه (پښتو محاورې اواصطلاحات)کې یو شمېر بېلگې له ابېڅې اوډ(الفبایی ردیف) سره راخوندی کړې دی.

لیکوال (ز.)  دغه رغښتونه له ۱۳۶۰ ل راهیسې د دود پوهنتونی نصاب له مخې

دپښتو پښویې په دروگونو چاپونو، په تېره په روستی(۱۳۸۴ل) هغه کې ، د غو نډله پوهې(نحوې) د یوې برخې په توگه څېړلی اودلوست توکو په توگه یې شاگر دا نو او مینه والو ته وړاندې کړی دی.  همداراز د ((انگرېږی- پښتو سربلونو-وستربلونو او گړنو-څرگندنو سیندگی ۲۰۰۰ ز)) ردواخله. 

خو دا ړومبی ځل دی، چې  د غونډله پوهې (نحوې) دیوې پاموړې څانگې  (غونډ پوهې phraseolog) په اډانه (چوکاټ) کې دننه د یوه خپلواک ځانگړی  نښیر (اثر) په توگه چاپ ته سپارو. داسې چې نه یوازې د پو هنتونی لو ستلیکی (تکسبوک)  یا لوست مرستیال (ممد درسی)، بلکې د لیکو الو، شاعرانو او نورو مینه والو د یوه ټولیز اخځ په توگه گټور پرېوتای شی.

بر او لر (له شمالی تر سوېلی پښتونخوا) پورې له  استاد ٌنوریٌ پرته، دزاړه پښت لیکوالو او څېړنوالو دغه په زړه پورې ژبنی توکی  یا رغښتونه د متلونو یا نورو ژبنیو او ادبی لیکنو څېړنو په ترڅ ترڅ کې په خورا لنډ او څېرمه ډول راپېژندلی دی. خو د نوی  ځوان اکادېمیک پښت د نورو ژبو، په تېره د انگرېزی هغو تر اغېز لاندې پوره ور ځیر شوی او په هماغه پلیونۍ یې پرې خپلواکې لیکنې څېړنې کړی او ځینو بیا په کتابی بڼه چاپ او خپراوی ته سپارلی دی.

په دغه لړکې بره خوا، تر لیکوال راروسته د استاد محمد آصف صمیم ٌ د لرغونې شاعرۍ گړنې ٌ  او لندن مېشتی لیکوال پیرمحمد باوری زما په هڅونه او لارښو ونه له تېرو څو کلو راهیسې د کندهار او په ځاگړی ډول د خپلې ارغنداو سیمې د گړنو او څرگندنو راټولولو ته اوږه ورکړې چې تراوسه یې تر دوه- دوه نیم زرو رسولې او د یوې غوښنې برخې ړومبی ټوک یې له چاپه راېستلی دی.

هرگوره، د نورو یادو لیکوالو په څېر له دغه ډېرکاری ټولوونکی او خپروونکی څخه هم د یوې بشپړې څانگپوهیزې،  ژب-پښو ییزې(لنگوېستیکی-گرامری) شننې اوځیرنې تمه ځنې دومره کېدای نه شی.

محب سپین غر لومړی  پښتون دی چې پر ۲۰۱۰ ز.کال یې تر ٌ کوټلی گړنیز کا لبونهٌ  نامه لاندې خپل اسپیرانتوری تېزس دفاع کړی دی (← د زیارکره کتنه)

پوهنیار شاه محمود کډوال ((گړنې، څرگندنې او نومونې))  زموږ د لیکنو څېړنو او نومَونو په رڼاکې څوکاله وړاندې  دننگرهار پوهنتون له لارې خپرې کړې دی چې له یوې لنډې کرونې سره د یوه په زړه پورې  مرستیال لوستلیکی (ممد در سی) هومره ارزول کېدای شی او د پو هنځیو او ښوونځیو پرشاگردانوسربېره ترې  نور مینه وال هم ښایسته ډېره گټه اخېستای شی. همداراز د پوهنیار داود وفا او احسان وفا لږوډېرې لیکنې څېړنې هم درواخله.

تر کرښې ور اخوا، تر کوم ځایه چې راته پته لگېدلې،  د شمالی پښتونخوا د بر سوات رښتپوه خیرالحکیم حکیمز ی  شل- پېنځویشت کاله مخکې یو لړ گړنې دیوې وړې ټولگې په بڼه خپرې کړې او څو کاله وړاندې  بیا د سوېلی پښتونخوا د (لورلایی) هڅاند لیکوال او څېړنوال عبدالکریم عامر په یوه پنډ وپېړ نښیرکې ښایسته ډېرې گړنې رانغښتې او د یوه گڼ شمېر تیوریکی اخځونو لاسوندونو په مټ یې تر نورو  ښه ترا ځیرلې او راپېژندلې دی.

اړتیا او گټورتیا

دابه ومنوچې دغه بدلمانیز ژبنی توکی یا وییونه او بیا گړنې او څرگندنې لومړۍ پلا د یوې ځانگړې ډلې له خوا رامنځته کېږی او راروسته دټولمنلی تړون  وړتیا مومی، او هله له آرو هغوسره لږوډېر دکارېدنگ جوگه کېږی. خو له دې سره داپو ښتنه رازېږی چې د کومې اړتیا له مخې رامنځته کېږی او گټه یې څه ده؟

د دې ځواب له دې پوښتنې سره پتلیسووچې ولې انسان ښکلاییزڅوب(ذوق) لری او د دې لپاره یې((هنر)) له دومره رنگار نگیو سره رامنځته کړی دی؟  

او موږ یې د غبرگون لپاره فرویدېزم راننگوو چې وایی: وگړی دادب و هنر په مټ خپله ((سرباری انرجی)) ویلوی  اوتمبول شوی ارمانو نه ورسره خړوبوی.

که څه هم  زموږ ترڅېړنې لاندې ژبنی انځورونه، لکه ورزش د هنر یوه ساده بڼه بلل کېږی او له همدې لامله یې ترڅنگه (و)گړنی ادب یا فولکلور راپنځول کېږی او بیا پسې خبره لیکنی  هغه ته غځېدنه مومی.

سبک وسپما

گړنې او څرگندنې د کېښکلتیا، سپما له پلوه له ورمو ورا شو، غورو ویناوو، او بیا متلونو سره په یوه ډله کې ټیکاو مومی او له عربی ((قَلّ و دَ لّ)) جاج سره سم په((لنډواو پخو ویناوو))، یا په پارسی نومونه ((سخنان قصار و بلیغ)) کې راځی. داهغه څه دی چې د یوې ژبې ادبی- معیاری ، په نورو ټکو، بد یعی سبک وسټا یل (rhetoric style) لپاره بنسټیز ارزښت لری. لکه واخلې په ارو پایی او څه ناڅه په عربی ،پارسی او ځینو نورو ختیزو ژبو کې.

په هره توگه، گړنې(محاورېidioms) او څرگندنې(اصطلاحات- expres sions)  د هرې ژبې، په تېره کره لیکنۍ ژبې له سپمایی، ادبی او سبکی (ستا یلېستیکی) له ځانگړتیاوو او اړتیاوو څخه بلل کېږی. په گړنۍ ژبه کې نه دومره د وخت د سپمااو نچوړ تیا(فشرده گۍ)خیال ساتل کېږی او نه د ادبی او سبکی ښکلا؛ دارغښتونه له آره ژبنی انځورونه دی او لکه شعری انځورونه د ژبې ښکلا ییز اړخ سمبالوی. هرگوره، دشعر په ذهنی انځورونو کې بیا هر راز څرگندونه شو نې ده، که هغه له ژبنی، په نو رو ټکو، له رغښتیز او پښوییز دوی (قاعدې) سره سمون ولری یانه او هم له بهرنی واقعیت سره اړخ ولگوی یانه!

له بده مرغه په پښتوکې  د لیکنی- ادبی سبک دومره څرک ځکه نه لیدل کېږی چې تراوسه یې لا له بېشمېرو سیمه ییزو او ټبریزو گړدودو څخه ((یوې– یوازېنۍ کره لیکنۍ پښتو)) ته لوړتیانه ده موندلې (د زیات پوهاوی لپاره پښتو سبکپوهنه او لیکلارښود)!

هر گوره،گړنې(idioms) اوڅه ناڅه څرگندنې(expressions)،دکېښکلیو نچوړ لیو یا (فشرده) ژ بنیو توکو په توگه د نورو توکو په توپیر، لکه شعری انځورونه او سېمبولونه له څه زیاتو مجردو ماناوو او بدیعی پردازونو سره،  په لنډه تنگه جو له کې ډېرڅه را نغښتلای شی. دا چې د ویناد لویترینو یوونونو،غونډلو دننه نا شننوړ او ناونجوړ(غیر قابل تجزیه او غیر قابل تعویض) جوړښتونه او بیا قا لبی رغنده توکی(stereotypes) او ژبنی انځورونه گڼل کېږی، نو په لیکنۍ- اد بی ژبه هم اړه پیداکوی.

له همدې گوټپېره یې لیکوالو، شاعرانو، رسنوالو او ان څانگپوهیزو څېړنوالو ته د یوه پښتو (( ادبی سبک و ستایل)) د رامنځته کولو او رادودولو په موخه د کار ونې سپارښتنه  هم کوو چې بې اړنگ بړنگه زموږ د((یوې-کره لیکنۍ پښتو)) غور ځنگ د نیم پېړ ییز بشپړتیایی بهیر یو زرین څپرکی رانغاړی.

روانی اغېز منتیا  

گړنې او څرگندنې، پر دې سربېره چې  د شعری- ادبی ژبې، بلکې د ټولیز ژبنی سبک وستا یل په لوړوالی اوکره والی کې یوه غوره ونډه پرځای کولای شی..د پوهې،  فر هنگ تخنیک او بیا انفارماتیکی تېکنالوجۍ له پلوه غځېدلې او غوړېدلې ژبې له بېلابېلو لارولېلو، سبکونو سره، که په رسنوالی او لیکوالی ډگرکې کارول کېږی، یا په سیاسی او رسمی، اقتصادی… ډگرکې، تر هرڅه له مخه له همدا وړ ځانگړو ژبنیو توکو ډېرکاراخلی. سوداگری انگروزې اوانگرو زی (تبلیغات واعلا نات) خو لا پرځای پرېږده چې داغېزمنتیا په موخه تر بلې هر ژبنی سبکه پر وییلوبه یا لفاظۍ (verbalism) زیاته ډډه لگوی.

ناکره

۲=څپرکی

د پژنیو غړیو گړنې-څرگندنې

د غه څپرکی مو د پژنیو(جسمی) غړیو اړوندو گړنو او څرگندنو ته ځانگړی کړی، هغه هم په دې لاسوند چې په ورځنۍ ژبه کې تر ټولو زیات کارونگ لری.

بلخوا هم څنگه چې په لومړی څپرکی کې  یادونه وشوه، د نورو هغو په څېر د دغه راز بېلگو ړومبنۍ سرچینه هم له بې شمېرو ټبریزواوسیمییزو گړدودو سره بډایه (و)گړ نۍ پښتو ده، دویمه یې متلونه، لنډۍ او نور فولکلوری ځېلونه او درېیمه یې لیکنی-ادبی زېرمه ده. په دې توگه مو تر روستی بریده هڅه کړې، دهرې گړنې او څرگندنې  د ښه ترا پوهاوی، او هممهاله د مینه والو د راڅکونې لپاره له همد غو په زړه پوریو زېرمو څخه بېلگې را واخلو.

په لنډیوکې یې بیا ډېرپېښی(بسامد) تردې بریده رارسی چې په یوه یوه کې څوڅو غړی، لکه سترگې، غوږونه، سر، لاس،پښې، ژبه  سره یوځای راپېیل شوی دی، لکه:

په سر سرتور، پړی پرغاړه

راځه چې دواړه د حضرت روضې ته ځونه

په سر سرتور، په زړه غمجن یم

پرتا مین یم، تندی تل درته وهمه

په سر سرتوره، په پښو پښې ابله

بېلتون دې سر کړم پر دا چولې بیابانونه

++++++++++++

لاس پرنامه(نو) د خپل اشنا سلام ته ځمه

په غوږو کوڼ، په ژبه گونگ شې

په سترگو ړوند شې چې ارمان درته درځینه

په سترگو ړوند، په غوږو کوڼ شې

په ژبه گونگ شې چې ونه وایې حالونه

هرگوره، دگړنو او څرگندنو په رغاونه کې د بېلابېلو غړو ونډې سره یو برابرې نه دی، د ساری په توگه په بهرنیو کې د  سر، سترگې- لېمه،لاس، خوله، مخ، او په دنننیوکې د زړه دا له نورو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دی. ژبه،خوا،شونډې،وروځې،  باڼه، بارخو-اننگی، شا- څټ ، ملا،ورمېږ، پزه، پښې، گوتې، گورت، غاړه، غا ښونه، غېږ، غوږ،تندی-ټنډه، سینه- ټټر،گوگل،ستونی، مرۍ، اړخ، اوږه، مټ، لېڅ، زنگون، ینه-ځیگر… نرینه او ښځینه نوږیز(جنسی) غړی ښایی دو یمه کچه را خپله کړی. نور څېرمه اوکوشنی هغه،لکه نوک،وو رۍ،هډ- هډوکی،سپوغزې، پښتور گی، تریخی، لړمون، وېښته، څڼې، کوڅۍ، پېکی،وربل، وربوز، ږیره، برېت،کو لمه، پونده، پنډۍ، پله، پوست،ککره،کوپړۍ، مرکنډۍ، کوټی، ما غزه،وینه، ور ون، پتون، ډډه، ډو ډه، ښنگری، اته، ورغوی،وچولی(د تندی-ټنډې د هممانیز په توگه)،منگول،مړوند، تالو، ژبۍ ، چنغړک… .

۱= اړخ- اړخونه ax-axúna(پهلو، بغل، جنب، جانب، بُعد )

لږو ډېر له (خوا، څنگ، ډډه،گوټ) سره هممانیز کارول کېږی. د اړخ  بېلنگونه: اړخی(د غره ډډه یا لمن)،اړخیز،اړخک( اړخک کول)، نوې نوموال تړنگونه:یواړخیز-وا لی، دوه اړخیز-والی، څو اړخیز- والی، نیم اړخیز-والی، هراړخیز-والی، اړخ پراړخ (اخ پاړخ)… .

* اړخ اچول څنگ اچول.

* اړخ لگول- لگېدل، پر (څنگ اچول، لگول… ) څرگندنو سربېره سمون، همغږ ی(تطابق، هماهنگی ) درلودل(گړنه) هم رغوی:  د زمر او تور اندوژوند، اندوواند، کړه وړه…سره اړخ لگوی، یا یې سره اړخ لگېږی.

*  اړخ یا اړخونه لگېدل، ډډه یا ډډې لگېدل اړخ لگېدل- له (لگول) سره پر پا سنۍ گړنې سربېره  ځانته یوه بله (بې غمه کېدل،ډاډه کېدل) مانا هم ښندی: (له ډېر و ستونزوڅخه) د توراړخ (مټې) ولگېد).

* د خبرې اړخ لگېدل، خبره جوړېدل یا سمېدل، جوړجاړی یا هوکړې ته رسېدل: (له ډېرو تاویلو ماویلو روسته مټې) د خبرې اړخ ولگېد.

* له ( شپېنی) خوبه پر ښی اړخ پاڅېدل، د هغه چا په تړاو ویل کېږی  چې کومه ورځ خوښ خوشال، ورینی یا خوږاروا (خوش اروا) وی او له نورو سره یې چال چلند په زړه پورې: زمر(نن).له خوبه پرښی اړخ راپاڅېدلی دی.

* له خوبه پر کیڼ اړخ پاڅېدل،د پاسنۍ گړنې د منفی ځېل په توگه، په نورو ټکو، د هغه چا په تړاو ویل کېږی  چې کرۍ ورځ بوڅ موڅ،گوزموز، تریو تندی او بد چلندی وی: تور(نن) له خوبه پر کیڼ( گڅ ،چپ) اړخ راپاڅېدلی دی() او یودوه ور سره نه کېږی).

* پر اړخ اوښتل،له یواړخه پر بل اوښتل اړخ بدلول، پرڅنگ- ډډه اوښتل.

* اړخ پراړخ اوښتل،کول- ېدل،اړول یا اړول راړول، دڅرگندنې په توگه:یوڅوک د درد و رنځ، غم اندېښنې پر کټ، بستر… یا ژوی، څاروی له ناروغۍ ،زېږون… کله  پر یو اړخ کېدل، کله پر بل؛ د گړنې په توگه: اړخ پر اړخ یا اړخ پاړخ اړول(راړول) (سخت وهل ټکول): تور اړخ پراړخ اوړی؛سنک ببری اړخ پاړخ واړاوه (راواړاوه)، ، همدارازاړخ بدلول، پر اړخ اوښتل.

* اړخ بدلول، له پا سنی غونډ سره توپیر یې زیات انځوریزوالی او ټولیزوالی دی،  په نورو ټکو، هغه څرگندنه ده او داگړنه، لکه چې وایی: وخت ژرژر اړخ بدلوی؛ وریځو اړخونه بدل کړل، اکربکر(حال احوال)…اړخ بدل کړ او داسې نور.

* اړخک کول، دام ته د مرغیو راړول، لکه یوبل ته چې وایی: مرغۍ را اړخک که(کړه).

* اړخک وهل، په پاسنۍ مانانا، لکه چې وایی: اړخک ووهه چې مرغۍ تلکې ته راسی.

اړخیزه خبره کول،دوه اړخیزه یا دوه مانیزه خبره کول، لکه چې وایی: ستاخبره اړ خیزه ده یا اړخیز خبره دې وکړه؛ (اړخیزه خبره) د نوموالې گړنې په توگه  د پارسی (گپ یا سخن پهلودار) انډول راځی.

۲=اوږه oğá, wəğá, uğá (دوش، شانه، کتف)

دغلته یېد اوږد-و(o) گړدودی ځېل کره برېښی، خود درېواړو ځېلونو ډېرگړې اوړې او اوښتې بڼې(اوږې، اوږو) را ځی. ولی wә́lay(د دواړو اوږو ترمنځ هډوکی چې ښۍ او کیڼه اوږه سره بېلوی) هم څه ناڅه  له (اوږې) سره هممانیزکارول کېږی، لکه په متل کې: خپل عیب د ولو منځ، پردی عیب د کلومنځ ؛ وچولی(تندی) یې هم یوه تړښتی رغاونه ده او همدا راز په راتلونکو گړنواوڅرگندنوکې.

د اوږې اړوندجوتغونډونه ، لکه: داوږو بار(کېدل)؛داوږوکېښکل، کښېمنډل، اوږه اوښتل یا بېځایه کېدل یا پرځای کول؛ اوږه یی غاړه هغه گرېوان چې د گروې (طوقک گردن) پرځای پر اوږه باندې پروت وی؛ اوږه یی توغندی (را کت یا مو شکِ سرشانه یی). بېلنگ، لکه اوږه ور(چارشانه)، ښایی(اوږۍ). هم  د (اوږې) یو بېلنگ(مشتق) اوسی!

* (یوڅه د(بل) پر اوږو یاولیو اچول یا اېښوول، خپل کار پر بل تپل یاتاوانول:

د څرگندنې په توگه:

تاته چې زما(یوڅپیز) پېغور بد ښکاری

زه مې بوړی پر اوږه ږدم،وطن پرېږدمه

بوړی دې ډک پر اوږوکېږده

دښمنان ډېر دی چې ډاډه درپسې ځمه

*(دچا) پراوږه-اوږو- ولی-ولیو اېښوول- سپرول ،.یو ماشوم، بار، ټوپک… پر اوږو-ولیو اېښوول- اخېستل –سپرول د( له اوږو-ولیو اړول) بډ یا سرچپه:

تاله چې زما پېغوربد ښکاری

زه مې بوړی پراوږه ږدم، وطن پرېږدمه

* پر اوږه کول د تېر په څېر.

له هممانیزو(ولو) سره (څرگندنه)، لکه:

ټک مې دملاپیوندو وکړ

چې مې جانان پر ولوکېښوول لاسونه

ټوپک دې بیا پر ولیو سپورکړ

لکه پر لوړ چینارچې واچوې ټالونه

همداراز دنده، پازه(مسؤولیت)…  پر(خپلو) اوږو اخېستل یاد چا پراوږو اېښوول- اچول،هم نن سبا په لیکنۍ-ادبی پښتو کې د نورو ژبو پرپلیونۍ نوی رادود شوی دی، که څه هم دغلته د(اوږو) پرځای (غاړه) زیات نږه برېښی؛ له(اوږې-اوږو-ولیو) سره:

:د گړنې اوشعری انځور په توگه، لکه :

ښکاری پر مینه مې باور نه لرې

داچې ږدې ژمنې د سبا پر اوږو(ساندې ۳۲)؛

یاپه سپین شعرکې:

له نارینه سره به

د ښځې د برابرۍ خوب

هله رښتیاشی

چې داهم،

     – لکه چرگه –

. خپله زېږنۍ دنده

د ماشین پراوږوکښېږدی (پوهه۱۱۰)

په نمنځ سربه د مزدک سپېڅلی لمرږدم

چې تابوت د شپې پر ولو د سهر ږدم (د مرجانونوڅانگې۲۴).

*بار له اوږو یا ولیو اړول-اوښتل یا کوزول-ېدل، د (اوږو سپکول-ېدل) په جاج، لکه:

که یووار زموږ پرکلی واړوې

د غم بار به مې له ولی واړوې

(استاد داوی، ښکلی شعرونه۱۳۴۰).

* (څوک د چا) د اوږو بارکېدل، ول- استل ، ← د اوږوبارکېدل، خپل بار د بل پراوږو اچول-اېښوول، څوک چاته ترغاړې کېدل

دومره دې مینه کې خوار زار هم نه یم

چې شمه بار د نن سبا پر اوږو(ساندې ۳۳)

* اوږه پر اوږه(سره) کول-ېدل، پرمخ وړل ،ول- استل، یو کار، سیالی… یو برابر او هممهاله کول یا(سره) په گډه پرمخ وړل؛ یا په یوه کار، سیالۍ… کې(سره) خوا پرخوا ول- استل: تور و زمر هرکار (سره) اوږه پر اوږه کوی یا پرمخ وړی؛ تور و زمر(سره) په هرکار( همکارۍ ،سیالۍ …) کې اوږه پر اوږه دی؛ همداراز:

 یوڅه څنگ پر(تر) څنگ(سره) کول، پرمخ وړل-بیول یا ترسره کول.

* اوږې نېغول یا نېغې نېغې، پورته پورته اچول،  موږد پژ ژبې(body language) د یو توک په توگه د  لویدیز کولتور تر اغېز لاندې راخپل کړی او موخه یې منفی  یا بې توپیره غبرگون دی. که څه هم پارسی له پخوا راهیسې(شانه خالی کردن) گړنه کاروی، خو ویونکیو یې زموږ په څېر دغه کلچر تازه له اروپایانو څخه له (شانه را بالا انداختن) گړنې سره یوځای  راپورکړی ؛ نو موږ یې هم پرخپل وار پاسنی درې څلور رازه ورانډولولای شو، لکه: تور له زمر پور وغوښت او هغه اوږې نېغې کړې.یا پورته واچولې.

* (د چا) پېټی پر اوږه، اوږو اخېستل،مرسته کول: زمر د هرچا پېټی پر اوږه (اوږو) اخلی یا اوږه ورکوی؛ پرغاړه اخېستل، اوږه ورکول..

* د چا مرستې ته اوږه ورکول، لکه پاس.

*یوه کار ته اوږه ورکول، د یوه کار کړن ته مټې رانغښتل، چمتوکېدل یا له یوه کاره غاړه نه غړول: تور هر سخت کارته اوږه ورکوی.

* (دچا یاله چاسره) اوږه یا اوږې سپکول-ېدل. ول-استل، له چاسره په یوه کارکې لاس مرسته کول یا یې کار وراسانول؛ له یوه کار یا دندې څوک گوښه کول-کېدل: زمر د تور اوږې سپکې کړې یا د تور اوږې سپکې شوې، او یا د تور اوږه په زمر سپکه ده؛ چارواکو  د زمر اوږې له دندې سپکې کړې؛ له اوږو یا ولیو اړول.

* اوږه کښل، له یوه کاره ځان کښل- بچول- گوښه کول: ځیر له کاره اوږه کاږی.

* اوږه یا اوږې کښېښکل(کېښکل)، کاروزیار پرمخ وړل: زمر اوږه کېښکاږی؛ ځان کښل یا اېستل.

* اوږه لگول-ېدل، وروړل، ورکول، نیول یااړمېدل، ول- استل- یوه(سخت) کار ته چمتو کېدل؛ لاس مرسته کول: ځیر یوه(سخت) کارته اوږه لگولې (وروړې، نیولې، ورکړې، اړم کړې)، یایې ورته اوږه لگېدلې؛زمر له تور سره په کارکې اوږه…ورکړې ده اوږه ورکول، اوږه ور سپکول.

* اوږه لگېدل، د تېرې گړنې دغه نالېږنده(لازمی) بڼه د(یوه کارته) پر (توان لرل) سربېره(لېوالتیا لرل) جاج هم رانغاړی، لکه: د زمر هرکارته اوږه لگېږی یا نه لگېږی؛ د ننگرهارخواته زیاتره(ډډه لگېدل) دود لری.

* اوږه له یوڅه سره لگول-ېدل، اړخ لگول، سمون خوړل یا لرل: د زمر او تور خبرې سره اوږه لگوی، یایې خبرې سره لگېږی.

*اوږې (سره) جنگول- جنگېدل، دا څرگندنه د ننگرهار خواته لږو ډېر د زور ازما ینې په جاج دود لری: زمر او ځیر سره(خپلې) اوږې و جنگولې یا یې اوږې سره وجنگېدې.

* (یوڅوک) پر اوږه گرځول، یو څوک ډېر نازول؛ د چاخدمت، پالنه… په ښه ډول کول؛: زمر تور پر اوږه گرځوی؛ په غېږکې گرځول؛ یوڅه (له بدوردۍ) پر ولی گرځول،لکه په متل کې:

کلی پر کلی، ډانگ پرولی

او پر بنسټ یې رغېدلی شعر:

د سنډا لکۍ پر ولی گرځوې چې

د وزې په لکۍ خدای که جنت وکسې…

درنه نجونې، ژڼی دلته پاتې نه شول،

نو به حورې غلمان هلته بیا ونه کسې!

(پوهه او گروهه ۱۰۹)

اوږې سولول-ېدل، لگول-ېدل، ډېر پېټی پنډونه د چا اوږې سولول یاژوبلول یا ترې سولېدل، ژوبلېدل: ډېر پنډونو پلنډونو د تور اوږې سولولې یاځنې سولېد لې دی؛ همداراز.اوږه لگول-ورکول… .

۳= بارخو bārxú-bārxwān (باړخو- باړخوگان)

–  اننگی- غومبری( رخسار، عذار)  یې هممانیز دی چې له دغو ځېلوڅخه(اننگیو) له استاد حمزه سره په شعری ژبه کې زیات دود موندلی دی.

* (چاته) اننگی په خوله کې ورکول

ستا اننگی پېړې د کوچو

موزی له ی خوله کې ورکوې، سنډا دې کنه

*پر بارخو خوله لگول، د بارخو ښکلولو یو ښندیز ځېل:

پر مناسب دې نه پوهېږم

وایه پرکوم بارخودې خوله ولگومه  

۴= پزه-پزې za-pázeáp/ پوزه-پوزې póza- póze

پېزه یې ناکره گړدودی ځېل دی. پزول-ېدل (بو یو ل) ځنې رامنځته شوی کړ او پزی pazáy(شم، شامه) نوم دی؛ (پزېدل) د( اېشېد ل، جوشېدل) او( ټپی کېدل) په مانا وو بیا ښایی ورسره همآری نه اوسی او یا هم له پارسی(پخت و پزسره) تړاوولری (پق)؛ یوې نیمې گړنې یا څرگند نې په رغاونه کې له(وربوز) سره هممانیز هم کار ول کېږی؛ پیت پزې یا پلن پزی، خړم پزی (سخواړ)، پزپرېکړی… یې ستاینومتړ نگونه دی؛ په(پېزوان، پېزوانی) کې یې سټه له کرلاڼۍ (پېزه) سره همغږی لری او له پارسی(پوز) سره یی (پوزه)  نژدې برېښی او هغه داچې په (پوزکوه، بینیچۀ کوه) کې هرگوره، له(وربوز) سره انډولېږی د کندهار پارسی آرې (سرپوزه) هم همداسې درواخله چې نږه پښتو انډول یې (د غره ور بوز) او(ورسک) دی؛ تمبو زک(پوز بند) هم له پزې او پوزې سره همآری اټکلولای شو. پزیز(انفیnasal) نویزی د هغه غږ یا اواز ستاینوم دی چې په پزه کې ادا کېږی، لکه/ م/ او /ن/ چې گڼسی او غُنه یی یې هم بولی.

دادی، په لاندې ډول له دواړوگړدودی ځېلونو(پوزې-پزې) او په ترڅ کې یې  اړوندو پسولونو(پېزوان- نتکۍ…) سره تړلې گړنې-څرگندنې وړاندې کېږی:

* پزه پر هوا نیول، ښاڅل،غاورېدل: زمر پزه پر هوا نیولې، چاته گړسره نه گو ری، وربوز پر هوا نیول.

* پزه پرېکول-کېدل، شرمول-شرمېدل: زمر د خپل ټبر پزه پرې کړه، د زمر پزه پرې شوه..

* پزه تروه کول-ېدل، مرورېدل : زمر ببری ته پزه تروه کړه یایې پزه ورته تروه شوه؛ شډل ځېل یې(کونه تروه کول-ېدل) راځی..

* چاته د خمیرې پزه جوړول، د چا شرم پټول یا سکینده(جبیره) کول: زمر سنک ته یوه د خمیرې پزه ورجوړه کړه.

د یوڅه-یوڅه ته د خمیرې پزه جوړول-اېښوول، یوازې د یوې نیمگړتیا(سکینده کول) جاج ښندی.

*  پزه نه درلودل، شرم و حیا نه لرل: زمر پزه(شرم) نه لری.

* پزه وتل یا خوله وتل،تبخال ختل یا اېستل: د زمر پزه وتلې ده ،.

* پزه ټکوهل، پزه سوڼل یا سوڼول: زمر (خپله) پزه ټک وهله.

* پزه پر دېواله پاکول،بېوزله ول:  ببری پزه پر دېواله پاکوی.

* په پزه کې غږېدل-خبرې کول، گړنسی ول، دهغه چا په تړاو ویل کېږی چې  په ارثی ډول، او یاد والگی، سېنوزیت… له کبله روان و روښانه نه غږېږی: ببری په پزه کې غږېږی.

* پزه ټکوهل،پزه سوڼول، لکه: زمرک ټک وهله( پزه سوڼ کړه).

پزه نېښ کښل یاوهل،ډېرډنگرېدل، لکه چې وایی:( له ډېرې ډنگرتیا) د زمر پزې نېښ کښلی یا وهلی دی.

* تر پزې ډکېدل، ډېر مړېدل یا موړ- ول: زمر تر پزې ډک شو یا تر پزې ډک دی

*نر مچ پر پزه (مخ) نه پرېښوول، د(پزه پر هوا نیول) یو ښندیز ځېل، غاورېدل؛ بوڅېدل؛ شوخ کېدل -ول: زمر نر مچ  پر پزه نه پرېږدی.

* له پزې نیول او ساختل، ډېر ډنگر او کمزورۍ -ول: زمر دومره ډنگر وکمزوری دی چې له پزې یې ونیسې، سایې خېژی؛ سترگې کولکیو ته لوېدل.

*د پزې خت کښل،توبه کښل، توبه گارېدل: زمر (پر) ببری د پزې خط وکېښ چې نور به بد کارونه نه کوی.

* :شرم د چا تر پزې رسېدل، ډېر شرمېدل: د زمر شرم تر پزې یا پوزې رسېدلی دی؛

د نوښاری ولسی شاعر(فریحان شیدا) پر پلیونۍ:

په تندرونوکې د وږو سترگو،

لکه هوسۍ چې ترهېدلې ښکاری…

چې یې رانغښتې د ټیکری په وله کې،

((حیا یې پوزې له راغلې ښکاری))! (اندوواند ۱۹)

*  پزه نه وینې کېدل،څوک هېڅ نه ژوبلېدل: په جنگ کې یوه) پزه هم د چا وینې نه  شوه.

* (له چاسره-څخه) تر پزې یا سپږمو رسېدل، (له چاسره- څخه) پرتنگ راتلل- پکو کېدل: زمر له سنکه یا د سنک له لاسه پزې، تر پزې  یا پزې ته رسېدلی دی ترسپږمو یا سونگو رسېدل..

* د پزې پر برید تلل ،سم له سمونې نېغ تلل یا روانېدل: زمر د پلار په بولۍ هر کار ته د پزې پر برید روانېږی.

*  چاته د اوړو پزه جوړول، د چا یو څه پرده کول دخمیرې پزه جوړول.

* د خپلې پزې د پاکولو توان نه درلودل، ډېره پژنی یاروانی کمزوری لرل: زمر له ډېرې بېځواکۍ- بېواکۍ- تنبلۍ- ناغېړۍ خپله پزه پاکولای نه شی.

* په پزه کې غوښه شنه کېدل، دغه نوې څرگندنه د پزې په طبی څانگه اړه لری، داسې چې دچا په پزه کې سرباری غوښه را شنه کېږی او زیاتره په سوځنه  له منځه ځی ، نو په غونډله کې یې داسې کارولای شو: د سنک په پزه کې غوښه شنه شوې وه او ډاکتر ور وسوځوله.

په دې ډول (د پزې د غوښې سوځل) یوه بله نوې څرگندنه را دودولای شو.

*(دچا) پزه پرېکول-ېدل، شرم اړول- اوښتل: سنک د تور پزه پرې کړه یا پرې شوه؛ سر خریل-کلول-ېدل ( په لومړی جاج).

*.(یوڅه، څوک) د چا دپزې پېزوان کول-ېدل، تور و پېغور پورې کول یا تپل: لویدیځوالو راته بنسټپالی یا بنسټپال د پزې پېزوان کړی دی.

*  یو پسول پر پزه(پوزه) کول- سپرول، پزه په پېزوان، نتکۍ یا بل پساله پسولل

تا چې پر پوزه سور(سپور) پېزوان کړ

د عاشقانو ژوند دې تریخ تر زهرو کنه

پېزوان یې بیا پر پزه سپورکړ

لکه کوتره پر هوا چورلک وهینه

– – — – — – — – –

د لوی پېزوان پتری مې شونډې غوڅوینه

پېزوان دې پاس پر شونډو سپور کړ

لکه ښامار د خزانې له پاسه وینه

* پېزوان- نتکۍ-چارگل  پر پزه کول-اېښوول-گرځول، لکه:

تاچې ټوپۍ پر وروځو کېښووه

زه به نتکۍ په پوزه لکه گرځومه

پېزوان پر پوزه کړه خدای یاد کړه

چېرې نصیب دې له سپایانو سره شینه

* پېزوان  له پزې-پوزې لوېدل-پرېوتل- ورکېدل…په لنډیو کې:

پېزوان زما له پزې پرېوت

ته راپسې وې، دا به تا اخېستی وینه

پېزوان مې شرنگ له پزې ولوېد

ته راپسې وې، دابه تا اخېستی وینه

پېزوان مې شرنگ له پوزې پرېووت

ته غلی غلی راپسې وې، پټ دې کنه

پېزوان زما له پزې ورک شو

اوس  به تپوس  ته زرگرانو کره ځمه

پېزوان مې خړو اوبو ډوب کړ

په سپینه خوله به لامبوزن ورکوزومه

پېزوان مې خړو اوبو یووړ

په غم شریکه یاره نیسه گودرونه

…………………….

د کونډې زویه ورته ونیسه ورخونه

پېزوان مې سپینو اوبو یووړ

زه میرې مور ته  به اوس څه ځواب کومه

له (کوزول) سره، لکه:

پېزوان دې کوز له شونډو نه کړې

چې مینان دې په رڼا گوری خالونه

*پېزوان جوړول،لکه:

پېزوان مې ښه جوړ کړه زرگره

یارمې زلمی دی، د پېزوان په رڼا ځینه

پېزوان به نوی درته جوړ کړم

ته خپه نه شې، زه هم ستا لپاره یمه

پېزوان په کورمه کې جوړېږی

د کندهار زرگره مات دې شه لاسونه

پېزوان دې جوړ دبوډۍ ټال دی

زما نصیب پرې زنگوې بېار به شینه

پېزوان مې تورو ستگو وخوړ

زه د نشتر(نښتر) تاویز پېزوان له جوړومه

* پر پوزه مات پېزوان راوړل، دا څرگندنه هله پر شعری انځوراوړی چې د(شرم-پېغور) په جاج وویل شی:

پېزوان دې مات پر پوزه راوړ(و)

لکه سپاهی له جنگه ماته نېزه وړینه

* پوزه(پزه) بې چارگله زړېدل، پزه تر پایه بې چارگله بې برخې کېدل-ول-استل

په سره قرآن به دې غوڅ نه کړم

که لکه پوزه بې چارگله زړه شومه

* پر پیته پوزه شرمېدل، داچې پیته پزه د ملنډو-پېغور موخه-پلمه کېږی، نو هم پرې پخپله پیتپزی شرمېږی او هم یې پرې کورنی غړی- یارودوست:

پر پیته پوزه دې شرمېږم

د خدای لپاره خمیره کېږده مینه

۵= پښتۍ pәx̌ tә́y

(پوښتۍ)  یې یو گړدودی ځېل دی، پارسی یې(قبرغه) بولی، دیوه دنننی پژغړی په توگه نه یوازې د زړه، ځیگر، سږیو، نس، گېډې… د ساتنوالۍ او پاسوالۍ دنده پرغاړه لری، بلکې رابهرهم دگرد پژی- ځاندرې(وجود) په ټیکاواو غښتلتیا، په تېره ورزشی وړتیاکې، له کړاو(تمرین) سره د پېړو پیاوړو مرغېړو(عضلو) په مټ و مرسته په زړه پورې ونډه پرځای کوی، ان تردې چې په سیالیو کې پرې له پاسه خښتې-کاڼی ماتېږی اویا گاډی پرې تېرېږی. نو که( لاسونه) له بهره د پژی په سا تنه او ژغورنه کې دبلهارۍ (ماتېدنې) تر بریده پازه سرته رسوی، دایې له دننه، ورته چاره پرمخ وړی.  په دې ډول د گړنو او څرگندنو په رغاونه کې لږوډېره برخه اخلی. سرپښتی (سرسینه) ښایی یوازېنۍ وییرغښتی او بیا تړښتی بېلگه اوسی.

* پښتۍ ماتېدل، په یو سخته چاره کې سخت ژوبلېدل-رنځېدل:

پښتۍ مې ماتې په یارۍ شوې

مورته  نارې وهم چې برېښ کوی مینه

پښتۍ مې ماتې شوې یارۍ کې

مورته بانه کړمه چې برېښ کوی مینه

(پښتۍ دې ماتې شه!) یې دښېرایوه بڼه ده.

۶= پښه- پښېpx̌e-px̌a

ناکره(شمال ختیز) ځېل (خپهxpa ) یې پر (خ) د( ښ) داوښتنې( اوړن(قلب) او وږی ماتونې disclusteralisation پایله ده؛ ( پل)،(تله)، گوټ او(ښڼه /خڼه) یې  هم په ورته مانیزو کې راځی. سر ترپښو(سرترپایه)، بې لاس و پښو یا بې لاس و بې پښو چې پښتانه یې له آره د(معیوب او ناتوانه) په ماناوو کاروی، خو لیکوال یې نن سباد پارسی دنوموالې گړنې (بې سروپا) د  انډول په توگه هم کار وی، په داسې حال کې چې نږه پښتو انډول یې((بې سروبوله)) دی. ( پښه) پر خپل وار د پژنۍ دندې او ارز ښت په پرتله (تناسب) یو لړگړنې او څرگندنې را منځته کړې چې یو شمېر لاسته راغلې بېلگې یې  دلته وړاندې کېږی.

*پښه نیول یا پښه نیولی کېدل

چې په تلو تلوکې پښه نیولی شوله

بېرته کاته یې درضا نښه ده (رادیویی مشاعره ۱۳۳۸)

*پښه ارتول-ارتېدل یا خلاصول-خلاصېدل،هلک ته تر کوژدې روسته د نجلې د لیدااجازه ورکول یا اجازه موندل چې نن سبا همدغه څرگندنه  روغتون ته د ناروغ او زندان ته د بندی لیدلو اجازه هم رانغاړی او پښه ارتی px̌a ártay(پایواز) او پښه ارتی px̌a artáy(پایوازی) مانا لری: زمر پښه ارتی شو، یایې پښه ارته شوه او خپله نجل لیدای شی: زمر چې بندی وو، نه یې پایواز درلود او نه یې څوک  پایوازۍ ته تلل..

*پښه یا پل اخېستل،کوشنی نوی پرگرځېداراتلل؛ پر لار چټک تلل: د تور زوی (نوی) پل اخلی.

* پښه پر پښه اړول یا یوه پښه پر بله اړول، ارام، وزگار یا بېغمه کښېناستل: زمر پښه پر پښه یا یوه پښه پر بله  اړولې ده.

* پښه یا تله پر… تېرول، پر یوڅه سترگې پټول؛ یوکار په پټه کول: تور پر خپله کړنه، تېروتنه… پښه یا تله تېره کړه.

* (د هلک) پښه تر کنده وراېستل- هلک ته کوژده کول: زمر د خپل زوی پښه تر کنده واېسته.

* پښه ټولول یاپښې اېستل (،له کاره ورو ورو ځان اېستل، ډډه کول یا پلمه کول:

* پښې اېستل یا سپکول، پر پاسنۍ مانا سربېره د کړی جرم یا تور تومت له کبله د چا (توره) تېښته راڅرگندوی:  ببری پښې واېستې یا سپکې کړې؛ ځان کښل یا اېستل، اوږه کښل یا اېستل.

* پر پښو گوډېدل

پر پښو چالاکه اوښه گوډشې

د یار دیدن به مې کاوه،تېره دې کړمه

* پښې پرېوتل

پر بلۍ ورو ځه، پښې دې پرېوځه

د پیکړې شڼا دې کلی خبرونه

* (درسته )  نړۍ،سیمې، هېوادونه… ترپښو اېستل- ډېر یونونه (سفرونه) کول: زمردرسته نړۍ،ډېرې سیمې، هېوادونه… تر پښو اېستلی دی.

* پښه نیول-  په تلو تلوکې ناڅاپه ځای پرځای درېدل، تمېدل ؛ پښېمانېدل: زمر(په تلو تلوکې) پښه ونیوه یا پښه نیولی شو؛ تور(نوره له هرڅه) پښه ونیوه یا لاس پر سرشو..   

*لاس تر( له) پښو نه ختا کول، واروپار نه ختا کول یا له لاسه نه ورکول- د یوې ناڅاپی پېښې یا دچا په ناببره لیدو سره خپله وارختا یی پټول، ځان (ور نه) ارورتر  ښوول: سنک لاس تر پښو ختا نه کړ

* لاس پښې تړلی څه کېدل

پر چاچې سین د مینې واوړی

لاس پښې تړلی ډوب شی،  ځی، سېلاب یې وړینه

* د چاپښې یا لاس و پښې نیول، د بښنې یاد بل هرڅه د غوښتنې لپاره چاته زارۍ جگۍ کول:

خلک د پیر لاسونه نیسی

ما د شین خالې لیلا پښې نیولې دینه

خلک د پیر لمنه نیسی

ما د کمکوټې نجلۍ پښې نیولې دینه

*  تر پښو لاندې کېدل، لکه:

جانانه جگه درته نه شوم

پر(تر) پښومې لاندې شول د زلفو تنابونه

* له پښو لوېدل، غورځېدل ، پرېوتل یا پاتېدل – د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې د ژوبلېدنې، ناروغۍ یا زړ بوډۍ له کبله یې پښې خوځښت (حرکت)  له لاسه ور کړی، پرځای پروت وی اونور یې د کار توان له لاسه ورکړی وی: سنک(نور) له پښو لوېدلی دی؛( له لاسو پښو لوېدل) یې بیا ښندیز انډول دی، خو له مرستیا لکړونو(ول- استل) سره یې اړوند نوموال انډول(بې لاسو پښو) د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې په لوی لاس او له لټۍ تنبلۍ له کارو زیاره ډډه کوی ، لکه: سنک (ډېر) بې لاسو پښو یا بې لاس و بې پښو دی؛ چاروال ځېل (غورځول، پرېستل).یې هم همداسې درواخله.

* پښې ماتول-ېدل، لکه ← له پښو لوېدل-غورځول-ېدل، خو، ماتول-ېدل د گو اښ او ښېرا لپاره زیات کارول کېږی، لکه چې وایی: اوس به دې پښې ماتې کړم، یا پښې دې ماتې شه!←  پښې پرېوتل، له پښو لوېدل.

* دپښې ځای نه ول_ استل، زیاتره (له گڼې گوڼې) او تونی کړول(مکانی قید) سره راځی، لکه چې وایی: له ډېرې گڼې گوڼې پکې-هلته د پښې ځای نه وو- نشته؛ پر سرو سره ختل.

*  پر پښو درېدل یا ولاړ- ول، پرځان بسیا یا تکیه ول، لکه په لنډۍ کې:

اندېښنو لوی غرونه چپه کړل

شاباس پر ما چې زه پر پښو ولاړه یمه

* (د چا) پښې-تلې (په سترگو) ښکلول،. د ډېرې مینې او درناوی څرگندونه او زبادونه، لکه په لنډۍ کې:

بېلتون دې قدر پر ما زیات کړ

تلې د پښو به دې په سترگو ښکلومه

* د پښو تلې تڼا کېدل،له ډېر تگ مزله پښې له کاره لوېدل، لکه په لنډۍ کې:

تلې د پښو مې شوې تڼاکې

اوس سرې منگولې لگوم، یارته ورځمه

* د پښو تڼاکې اوبه کېدل

د پښو تڼاکې مې اوبه شوې

نصیبه مه مې گرځوه پر وطنونه

* زولنې پښوته راتلل یا پښوته زولنې لوېدل- زولانه کېدل؛ له تگه لوېدل، لکه په لنډۍ کې:

چې د اشنا کوڅې ته راشم

شنې زولنې مې غیابانه پښوته راځینه

* پښې په کونده کې کښېستل یا کښېباسل، پرنه تگ سخت بندیز لگول،ل

پښه په کونده کې ته کښېباسه

د بې لباسه مه اخله لاسونه*

* پښې ماتول-ېدل له پښو غورځول- لوېدل: د درو مخنیو لازیات ښندیز ځېل)

* پښې په نکریزو ول-استل ( له ناغېړۍ او لټۍ له ځایه نه لټېدل)، لکه یو  بل ته غږ کړی، اوبه راته راوړه او په غبرگون کې ورته ووایی: ولې ستا پښې په نکریزو دی یا دې پر پښو نکریزې اېښې دی چې له ځایه نه شې ښورېدای؟

*بوټ، څپلۍ، موزې، جرابې… پر پښو یا په پښو کې کول، لکه:

تا د سفر موزې پر پښو کړې

د ژیړو گلو باغ پر چا سپارې مینه

۷= پل- پلونه-plúna pal

پښه او همداراز گام- قدم ورسره هممانیز کارول کېږی. پارسی همریښه انډول یې (پی) دی او پښتو پل د پورویی په توگه د(سراغ) په مانا له پی- نقش قدم- سره هممانیز کاروی په دغه مانا موږ هم (پل) کاروو چې ترڅنگ یې کرښپل  د سوېل لوېدځ خواته ویل کېږی(آرپوهیز سیندگی). پلیونی (لاروی، پیرو)، پلې لار یا یې کره بڼه (پللار) د(پیاده رو) له نویزونو څخه دی.

*پل پټی کول، د پښو پل یا خاپ پټول؛ ویار یاعیب پټول؛ له رښتیا یا حقیقته تېرېدل یایې پټول: زمر د خپل غله ورور پل پټی کوی یا پل ور پټوی.

* (چېرې) پل(نه) اېښوول، چېرې روانېدل، لکه یوبل ته چې دگواښ په توگه وایی: که بیا دې دېخواته پل اېښی وو، پښې به دې ماتې کړم، لکه په یوشعرکې چې(پل نه اېښو ول) له←(پل اخېستل) سره یومخاوی رغولی دی:

وابه نخلم پل پر هغه لاره زه

چېرې چې رقیب ناولی پل اېښی

* پل اخېستل، لکه پل اېښوول(چېرې خوځېدل-روانېدل) مانا ښندی چې منفی ځېل یې پاسنی بیت په لومړۍ مسره کې راغلی دی.(څانگې ۵۶)

* پل پر پل اېښوول، په چا پسې تلل، پېښې یا پلیونی کول): تور د زمر پر پله پل ږدی یا اېښی دی.

*د چاپل په توره وهل، له چاسره سخته دښمنی کول: تور د زمر پل په توره وهی.

*پل اخېستل(پښه اخېستل)، پل ور وړل یاوروستل. د غله یا بل مجرم پل تر…  تر یوځای رسول یا پل پسې اخېستل-

تعقیبول: څارندویانو د غله… پل تر کوره (پسې) اخېستی- ور رسولی- وروړی -ور وستی دی.

* د چا پل سپېره-شوم ول- استل، د چا راتگ بد شگوم بلل: د سنک پل سپېره وو- دی:

چې ستا د شومو پلونوگرد پرې پرېوت

شوې ترمې ترمې یومخ

د چمبېلیو باغچې…(نوې نړۍ۳)  

* د چا د پله یا پښو خاورې د سترگو رانجه کول، له ډېرې مینې او گرانښته د رنجو پرځای د چاد پله یا پښو خاورې په سترگول:

زما ړانده کسی به جوړ شی

که یې د پل (پله) خاورې رانجه د سترگو کړمه

۸= ترخ-ترخونه trәx-trәxúna

پارسی انډولونه یې (بغل، کنار،آغوش)) دی او(تخرگ) یې هم یو زوړ کوشیننوم. لږوډېر له (غېږ)،(اړخ)، (څنگ)،( او(خوا) سره هممانیز یا ورته مانیزکارول کېږی او پارسی انډولونه یېراتلای شی، خو څنگه چې د کوشیننوم تخرگ اودرې-څلور  ورته مانیز یې زیاتره ځایناستی کېږی، نو کارونگ یې لنډگنډ پاتې شوی دی.

* یوڅه په ترخ کې نیول- ول-استل، یوڅه په ترخ یا غېږ کې اخېستل-لېږدول:

سالو پر سر، منگی په ترخ کې

د مازیگر گودرته ځی، رنځور یې کړمه

* (څوری یا بل )څه ترخ( څنگ) ته اچول، زیاتره  له څوری-کوری سره ویل کېږی  چې (د یانه-سفر تیاری نیول یا تلل) جاج ښندی ، لکه د خرښبون بابا په شعرکې:

ځمه ځمه چې اوږد یون مې دی و مخ ته

د یانه څوری به اچوم و ترخ ته (پټه خزانه ۲۰)

۹= تریخی- تریخی tríxay-tríxi (تلخه، زهره، مراره)

* پر ینه تریخی(نه) درلوول-درلودل)، ننگ و مېړانه لرل: تور پر ینه تریخی نه لری.

* د یوه څیز یا کار تریخی نه لرل، وړتیا یا جرئت نه لرل: سنک د مشرۍ تریخی نه لری یا د سخت یا سترکار تریخی نه لری؛ زړه نه لرل؛ مثبته بڼه (د یوکار تریخی لرل) هم کېدای شی، لږو ډېر دود ولری.

۱۰= تن- تنونه tan-tanúna

داویی هم له خپلوانو ژبو سره گډون لری زیاتره د (تنه)، (ځان)، پژی(بدن) د ورته مانیز په توگه کارول کېږی،هغه هم، لکه پخپله(تن) غوندې له پارسی هغو سره څه نا څه شریکې گړنې او څرگندنې رغوی.  د تن- تنې اړوندې گړنې-څرگندنې هم یو ځای وړاندې کېږی.

* (یوه څه یاچا ته) تن اېښوول،قانع کېدل ، منل): تور ځیر یا د ځیر خبرو) ته تن اېښی، کښېښووه یا ږدی؛ (تن ورکول) یې تر ډېره هممانیز کارول کېږی.

* تن پر(ې) اېښوول،څوک په ورته ښوچارو کې خپل سیال گڼل: تور پر ببری تن اېښی دی

* تن پر… اېښوول(څوک په سول، پوهه، زړورتیا… کې د ځان سیال گڼل)، تن ورکول(برخه او رښته ورکول تن اېښوول-ورکول

* په تن  یا ځان کې وینه وچېدل، له ډېر او سخت کاروزیاره  له لاده باده لوېدل: (له ډېر او سخت کاروزیاره) د تور په تن کې(بېخی) وینه وچه شوه.

*له خوښۍ په تن کې جامې نه خایېدل، ډېر خوښ ځوشاله ول-استل: (له خوښۍ خوشالۍ)د تور په تن کې جامې نه ځایېږی؛ بل ځېل یې ( له خوښۍ نه په  جاموکې نه ځایېدل) راځی.

* جامې، ختې-کالی پر تن کول، جامې یا هر پوښاک اغوستل: ببری نوې ختې یا خت پر تن کړ.

 * د تن جامه کول-ېدل -ول-استل

تومت زما د تن جامه ده

د تن جامه خلک پخپله زړوینه

* سر پر تنه ول-پاتېدل، ژوندی ول:

چې سر یې وی په تنې پورې

خوشې امېد یې د اشنا د دیدن وینه

له شعری انځور سره اخښلون:

گوره په زړه کې دې څه ونه گرځی

لا پر تنه باندې مې سر پاتې دی(گلکڅونه۴)

* سر له تنه جلا کول-ېدل سر پرېکول-ېدل.

* سر له تن – تنې جلا کول-ېدل سر پرېکول-ېدل:

سرمې له تن څخه جلا کړئ

که مې پگړۍ د بې ننگۍ تړلې وینه

تلوار په کار دی، رارسېږه

نن مې دا ستا په تومت سر جدا کوینه

*په جامو کې تن اور اخېستل یا په تن کې جامې سوراورکېدل، ډېر بېتاب و توانه کېدل؛په یوه لنډۍ کې(جامې په تن کې سورانگار کېدل) راغلی چې ښایی، ولسی آره ولری:

جامې مې تن کې سور انگار شی

خطا مې وار شی، چې له تانه جداشمه

پر هر گړۍ چې را پر یادشې

کمیس لمبه شی، تن مې اور واخلی مینه

*  تن په تنهایۍ کېدل (هر څوک) په خپل ځان کې کېدل.

* پر تن اور لگېدل ، په تن  اور یا لمبې پورې کېدل یا تن اور اخېستل- ډېر ناخواله او خوشینی کېدل:  (له ډېرو غمونو، کړاوونو) د زمر پر تن اور ولگېد یا یې تن اور واخېست.

* تن خاورې کېدل یا خاوروته تلل- مړل، گورته تلل:

له خپله حاله خبر نه یم

چې به مې تن د کوم وطن خاوروته ځینه

* کفن پر تن کېدل یا یوڅه د تن کفن کېدل-

که په خپلو وینو نه وم لمبېدلی

ستا پړونی دې زما د تن کفن شی(همېش خلیل)

* تن پر تن جنگ د پارسی (جنگ تن به تن) د انډول په توگه، یوه نومواله څرگندنه ده چې په غونډله کې (تن پر تن جنگ کول) یا(تن پر تن جنگېدل) کارول کېږی.

پر تن()تور) چېنجی اخته کېدل- ډېر درد و رنځ او کړاو گالل: د سنک پر تن چېجی اخته شو؛ لنډۍ:

پر تن مې تور چېنجی اخته شو

  زړه ترې ساتم چې پکې ستا مینه لرمه

۱۱= تندی- تندی tandáy-tandí(پیشانی، ناصیه)

(ټنډه- وچولی) یې گړدودی ځېلونه، په نورو ټکو، هممانیزونه دی. هرگوره، د تندی دوه  نور همجولیزونه(متشابه وییونه) او ماناوې(د ژوی، څاروی تیخوری بچی، لکه(تندی خوسی)؛ نوی راټوکېدلی یا تېغ وهلی کښت) دغلته پاموړ نه دی.

نوموالې رغاونې ، لکه: (د) تندی لیک (برخلیک)، د تندی خال، ورین تندی، ارت تندی، روڼ تندی پراخه ټنډه… ؛ هرگوره، د تندی درېیم هممانیز (وچولی) یو تړښتی رغاونه (وچ+ولی) ده.

* تندی تریوول یاتریو نیول، دچا د نازغموړ کړن، پوښتنې اښتنې ستغې سپورې … په غبرگون کې قار، اندېښنه، ناخو ښی یا بدنیت  څرگندول یا ورته بوڅېدل ځان یا شونډې بوڅول یا نیول : ځیر د تور پر غوښتنه،پوښتنه یا غبرگون تندی تریو کړ- تریو ونیو یا.ټنډه تروه کړه.

* تندی سره تلل، تندی غوړېدل یا روڼېدل، خوشالېدل یا خوشالی څرگندول: د ببرک تندی سره ولاړ یا وغوړېد.

* پراخ – ارت- واز تندی- ورین تندی- وچولی لرل – نیول، د پاسنۍ گړنې د یوه مثبت ځېل په توگه.

* په تندی کې رڼا ښکارېدل یا ځلېدل، د تېرې گړنې پر ماناوو سربېره دنېکمرغۍ یا زبرگۍ(روحانیت) ماناوې هم رانغاړی: د زمر په تندی کې رڼا ښکاری یا ځلېږی.

* د چاروڼ(راڼه) تندی ته کتل،  په مېلمستیا یا بل ورته ژوند ژواک کې د چاښه نیت و اخلاص  په پام کې نیول، نه تشلاسۍ-بېوزلۍ ته، لکه په متل کې:

تالی ته مه گوره، تندی ته گوره

په شعرکې:

ستا راتلل ښادی ښادی ده، که قبول کړې سوکړک سپور

زما روڼ تندی ته گوره، که خالی وی زما شکور(سلمی شاهین۸۲)

* یوڅه په ورین- روڼ(راڼه)- ارت- پراخ -واز تندی وچو لی- پراخه ټنډه… منل-کول، یوڅه په خو ښۍخوشالۍ منل: تور د زمر هره خبره، غوښتنه، مرسته… په ورین تندی منی، یا: مرسته کوی.

* د تندی خال ښه اېسېدل، لکه:

په لنډۍ کې:

د تندی خال دې داسې زېب کا

 لکه پر سپینه واوره کاغه ناسته وینه

* تندی غوټه کول تندی تریوول.

*پر تندی مالگه-مالگې-مرچ دوړول، د(تریوول- غوټه کول) یو ټینگاری ځېل: تور پر تندی مالگه، مالگې یا مرچ دوړولی دی؛ د پېښوریانو(د مرچکیو پر څټه کېناستل) یې هممانیزېدای شی.

* تندی داغل یا ماتول، په دې کږنه انگېرنه چې  ښه یا بد، نېکمرغی یا بد مرغی وار له مخه د وگړو په تندی کې لیکل شوی یا لیک دی، نو یو نیم ځنې سرټکوی او وایی: زه دومره بدمرغه یا خواروځار یم چې غواړم تندی مې داغ یا مات کړم، یا مې تندی د داغلو، سېزلو، ماتولو… دی؛ په یوه لنډۍ کې وایی:

تندیه داغ به درله درکړم

تا پر خپل ژوند باندې زه ډېر ستومانه کړمه

همداوړ  له(بخت په ټنډه دی، نه په منډه،روزی په منډه نه ده، په ټنډه ده) متلو څخه رامنځته شوې نومواله گړنه، لکه ورسره رغېدلی شعر:

اوس ژوندون بویه په پوهه،

په هاند هڅه او په منډه…

د هغو برخه ده خواره،

چې گروهېږی لا پر ټنډه!

* تندی ته تیږه نیول تندی ماتول.

* تندی سوی ول، په ورته جاج، لکه:

تندی مې سوی دی عالمه

ځکه جانان راځنې واخېستل لاسونه

* تندی ته ټس ورکول، له یوې ناببرې پېښې سره د هېښتا ، خواشینۍ، نهیلۍاو ارمان غبرگون یاڅرگندونه چې څوک یوې گټې یا بری ته کلک په تمه وی او ناڅاپه د بل چا په برخه شی، خپل تندی ته په لاس یو ټس ورکړی، د بېلگې په توگه زمر چې تور ورځنې په سیالۍ یا گټه وټه کې  مخکې شو، نو(خپل) تندی ته یې (یو) ټس ورکړ.

* د اسمان هر کاڼی ته تندی نیول،هرې پېښه، ناخواله، بخوله، ناورین، خواری سختی زغمل یا ورته چمتو ول- استل: تور  د اسمان هر کاڼی ته تندی نیسی.

* تندی سولول-ېدل- د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې ډېر لمونځغاړی وی: سنک په ډېرو لمنځونو(خپل) تندی(بېخی) سولولی دی.

* تندی د چا په در(وره) کې سولول، مینې یا کوم لوی یا بډای ته ځان لاسکتوی یا مریی ښوول: سنک د… په درکې تندی سولوی؛ دا گړنه ښایی له شعروادبه آره اخېستې وی، لکه اقبال فناچې وایی: تندیه ماتوم دې، ټیټومه خو دې نه/ پر در د سنگدلانو سولومه خو دې نه… همدارنگه له(لگول) سره یې د پېښاوو(جهانی) دا:  خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پیداکړې/ تندیه ماتوم دې، لگومه خو دې نه (بد لمېچ۴۲۵).

* په تندی کې کښل یا کښل(نویشته) کېدل یاکښلی(لیکلی) ول- استل،ښه یا بدوار له مخه (له ازله) د چا په برخه ول او نه بدلېدل، لکه ملنگ جان چې وایی:

دادی لیک د ازل

څوک بې نه کا بدل

که لقمان یې شی مل

هوو- هوو… ماملنگ جان ته یې لیکلې بېماری

* پر تندی د چاد وینوخال  اېښوول ( وهل)، د ډېر ښاڅ ،ویاړ او پاس څرگندول ، لکه په دې رزمی لنډۍ کې چې (تندی) پکې پټ (مضمر) دی:

خال به د یار د( له)  وینو کښېږدم

چې شینکی باغ کې گل گلاب وشرموینه                       

* د چا د تندی خال کېدل، له چا سره د مینې او پیوستون (وصال) څرگندول، لکه چې وایی:  کاشکې ستا د تندی خال شم.

* تندی وهل، له غم، خواشینۍ…  سر پر دېوال، په لاسونو وهل؛ له بده بخته سر ټکول او ژړا فریاد کول(تندی داغول…): سنک( له ډېرغمه خپل) تندی وهی- لکه په لنډیو کې:

تندی وهه کوڅۍ وکاږه

کوڅۍ به بیا وشی، اشنا به خاورې شینه… .

تندی مې سوی دی عالمه

ځکه جانان راځنې واخېستل لاسونه

تندی وهم په وینو ژاړم

خلکه گرم نه یم، له جانانه جدا شومه

په سر سرتور، په زړه غمجن یم

پرتا مین یم، تندی تل درته وهمه

تندی وهم پر ژړا ژاړم

یار مرور اوږ سفر له ماکوینه

– – – – – – – – – –

یار مرور دی پر سفر له ما نه ځینه

*سر(و)تندی وهل، سخت کارو زیار یا خواری مزدوری پرمخ وړل یاکول: ببری (اوړی ژمی)سروتندی وهی، لکه:

تابه سرتندی واه پراوړی ژمی

د ملک خان په چوپړ به دې ساتلم(سوزون او سازونه ۳۹)

په دویمه مانا، لکه په لنډیو کې:

بېلتونه دادې څه انصاف دی

چې ستا له لاسه مدام سرتندی وهمه.

خزانه خدای دې ځوانیمرگ کړه

بلبلان ستا له لاسه سرتندی وهینه

* یوڅه(درد،تاو، تودوخه…) تندی ته ختل، پر ډېر درد و رنځ یا سخته تبه کېدل، لکه چې وایی: ځان مې دومره خوږېږی چې درد مې تندی ته وخوت، په یوه لنډۍ کې بیا (درزونه)  د یوه ښکلی انځور د منځتوکی په بڼه راغلی دی:

بېلتون مې زړه ته پانې ورکړې

د غم درزونه مې تندی ته وساتنه

* لمر پر تندی راتلل، ورځ نیمېدل یا نیمایې ته رسېدل، (پر دوبی) ټکنده غرمه کېدل، لکه په لنډۍکې:

لمر پر تندی راغی غرمه شوه

ورځ مې کږه شوه، جنۍ خوله نه راکوینه

سترگه دلمر پر تندی راغله

ورځ مې کږه شوه، جنۍ خوله نه راکوینه

سترگه دلمر تندی ته راغله

ورځ مې ښه نه شوه،لیلا خوله نه راکوینه

دغلته (دچا) ورځ ښه نه کېدل- ورځ کږېدل- گرځېدل-بدېدل، بیاد ( بدمرغه کېدل) په جاجه غبرگې گړنې دی.

* لاس پر تندی کول-ېدل، اېښوول  یا لاس پرتندی درېدل-ولاړ ول-استل، سلام و هرکلی کول ، لکه په لنډۍ کې:

لاس پر تندی درته ولاړ یم

زه سلامی له یوسفزو راغلې یمه

په یوه بدله کې:

زه وړه جلکۍ کله یاری کوم

لاس به پر تندی کړم

پاک الله ته به زاری کوم

* منگولې یر تندی اېښوول، په ماناکې له پاسنیو بېلگو سره اړخ لگوی او په جوله کې له دې لاندې بېلگې سره:

که دې زما پر سلام ښه شی

زه به داسرې منگولې تل پر تندی ږدمه

* (چاته) لاس پر تندی(سینه، نامه-نو) درېدل یا ول-استل، د چا د هرکلی- درناوی لپاره لاس پر تندی درېدل-ولاړول، ول-استل:

لاس پر تندی درته ولاړ یم

زه سلامی له یوسفزو راغلی یمه

* وربل پر تندی یا مخ راخپرېدل یا خپور(خور) ول-استل،وربل.

د تندی اړوندې نوموالې او کړولی رغاونې:

*(ټیک-ټیکه، روپۍ… پر تندی-ټنډه ول، لکه

ټیک پر تندی، پېزوان پرشونډو

اوږۍ پر غاړه د نجلۍ مزه کوینه

ټیک پر تندی چارگل پرپوزه

پر لنډه زنه دې شین خال مزه کوینه

ټیک پر تندی پېزوان پر پوزه

سېکان دې بوځه، زه دې روغ لېونی کړمه

ټیکه دې پاس پر تندی خوند کړی

لکه سپوږمۍ چې پر اسمان پړکا کوینه

* نومواله رغاونه(لغړې ټنډې) په یوه لنډۍ کې داسې کارېدلې:

سلام سلام تورو پیچکو

لغړو ټنډوته څوک نه کړی سلامونه

۱۲= تی-تی- تیونهtay-ti,tayúna  (پستان)

(غولانځه) هممانیز یې د ژویو او څارویو هغه ته ویل کېږی او ښځمنو ته د کنځا او سپکاوی له مخې، چې ستا ینوم یې(غولا نځوره) راځی. تیور د پارسی (پستا ندار)  په څېر د اړوندو ژویو لپاره یوه نوې رغولې ستاینومیزه نومونه(تیور ژوی- ژوی) برېښی؛ ښځینه اېلڅارویو ته چې ښې شودې کوی،( پیوره پیورې) ویل کېږی.

د تی یو بېلنگ()تیی) د پارسی(دایه)  انډول دی؛ (د) تی مور یا تیمور (مادر رضاعی)، تیخوری، وچموری(شیرسوخته)، تیخورتون (شیر خوارگاه)… یې هم زاړه او نوی تړنگونه دی له چاسره تی روول.

په ورځنیو خبرو اترو کې یې پر ځای((سینه-سینې)) کارول کېږی او له((تی)) سره زیاتره شډلې څرگندنې دود لری او په لنډیو کې ورسره تر ډېره شعری انځورونه رغېدلی، لکه:

سینه دې تخت د پاچاهۍ دی

دادواړه تی دې شاهزادگان حکم کوینه

*  (بچی ته)تی ورکول، (بچی ته) شودې(پۍ) ورکول: زرینه خپل کوشنی ته تی ورکوی.

* تی رول، شودې رول، لکه په متل کې چې وایی: ماشوم چې ونه ژاړی، مورتی نه ورکوی؛ دغلته تر(شودې ورکول)  څخه(تی ورکول) څرگندنه زیاته کارول کېږی، بې له دې چې شډله ونگېرل شی.

* له تی پرېکول- شکول – غوڅول، جدا یا جلاکول، تیخوری ماشوم د مور له شودو جلاکول- نور تی نه ورکول: ځینې میندې په درېکلنۍ کې خپل بچی له تی پرې کوی یا غوڅوی.

* تی گوډېدل -په تی کې شودې وچېدل: د زرمینې تی گوډ شوی او کوشنی یې له شودو بې برخې شوی دی؛ وچموری (شیرسوخته) هم همداسې چاته ویل کېږی چې  په لومړی وختو کې یې د مور د تی له گوډېدو سره له شودو، او همداراز له وچو یا پوډری هغو بې برخې پاتې شوی وی او دچاخبره نروچکی اویا زېړ زبېښلی برېښی.

*  له چاسره تی روول، له چاسره(له یوې موره) یوځای  شودې روول اوسره رضاعی یاد تی ورور-خور، خویندې یا ورونه کېدل: زرینې له زمر سره تی روولی یا زرینې او زرین سره (یوځای تی رولی (او له دې پلوه، سره خور ورور شوی او واده سره نه شی کولای) .

د عربی(رضاعی) انډول نورې پښتو نومونې، لکه:

(د) تی مور- تیمور(رضاعی مور) چې کېدای شی تیی(دایه) هم وبلل شی.

(د) تی ورور و خور( ورونه او خویندې)؛

(د) تی میندې، بیا دهغه چا په اړه  ویلای شو چې د یوې پرځای یې د څو میندو تی روولی اوسی.

په دې توگه د اړوندې تیمور هماغه هلک یا نجلۍ نه، چې یوځای او هممهاله یې تی ورکړی وی، بلکې د هغې گرد نرینه او ښځینه بچی د هغه (پردی) هلک- نجلۍ خور و ورور، په نورو ټکو، خویندې او ورونه بلل کېږی.

* پر تی چونگاښ دانه-مرداردانه ختل، تی په چونگاښ(سرطان) اخته کېدل: نن سبا په لویدیځ کې د تی چونگاښ دانه -چونگاښ ډېر شوی دی..

* (له یوڅه) تی یاد تی سر- څوکه راوتل یا ښکارېدل چې ترڅرگندنې یې شعری انځوریز رنگ زیات برېښی، لکه په لنډیو کې:

کمیس زرغون تی ترې ښکارېږی

لکه گلاب چې تربلگو ښکاری مینه

کمیس د تی پر سر سوری دی

لکه غاټول چې له پردې وتلی وینه

* د مور تی، یوه نومواله څرگندنه ده چې سوېل-لوېدیځ خواته د مور له ښکنځاوو څخه بلل کېږی، لکه چې یو بل ته وایی: د مور دې تی څنگه یې…!

* تی(نه) بښل-بخښل ، یوه نیمه مور د(پیو- شودو) پرځای لور-زوی ته وایی: تی مې دربښلی(نه) دی.

۱۳= ټټر- ټټرونه aár- ṭaṭarúna

تر ډېره یې له پارسی او نورو نژدې خپلوانو ژبو سره گډ(سینه siná) هممانیز دود لری..ټټرۍ(واسکټ، سدرۍ)، ټټری ( ښځینه سینه بند) نویزونه یې تازه رامنځته شوی دی، په هر ډول، ددواړو هممانیزونو گړنې-څرگندنې سره یوځای وړاندې کېږی.

* ټټرول-ېدل، ول- استل← ټټر یاسینه نیول- نیول کېدل، په برېښ (سینه وبغل، گریپ) اخته کول-ېدل، ول- استل:  یخ ژمی زمر ټټرکړی، سینه یې ورته نیولې یا ټټر دی.

په ټټر اخته کېدل ټټرېدل.

* ټټر یا سینه (را-در-ور)  نیول- نیول کېدل، د تېر په څېر جاج، خو تر ډېره یې د کړند( یخ ژمی…) پرځای نومځری(( یې)) کارول کېږی، لکه: د تور ټټر یې نیولی دی؛ او د (تور) پرځای هم د درېیم وگړی پلوی نومځری(ور) کارول کېدای شی، په دې ډول د لومړی وگړی پرځای (را) او دویم پرځای (در)  هم همداسې درواخله: ټټر یې رانیولی، ټټر یې در نیولی دی.

* پر روغ ټټر مالوچ پخته) اېښوول، بېځایه یا بې گټې کار یا احتیاط کول: ببری پر روغ ټټریا سینه مالوچ (پخته)ږدی.

* (چاته) ټټر یا سینه ټپول یا وهل، چاته د مرستې چمتووالی ښوول یا ډاډ ورکول: زمر تور ته سینه یا ټټر و ټپاوه یا وواهه.

* ټټر سوری کول-ېدل

سترگې مې ډېرې ولیدلې

د نجلۍ سترگې مې ټټر سوری کوینه

* لاس پر ټټر-سینه اېښوول، چاته درناوی کول،لکه:

چېرې نه شی راپسې پښتنې سترگې

ورته سر نه ټیټوم، لاس پر ټټر ږدم سترگې.

* (چاته) ټټر(سینه) ټپول یا وهل، چاته د یوڅه کار یا مرستې ډاډ ورکول یا چمتو والی ښوول: تور ځیرته د(هر راز مرستې) ټټر وټپاوه یا وواهه

*.(یوڅه) پر سینه زنگېدل ، پسول-ټال خوړل، امېل-لونگین- گلونه… پر سینه زنگېدل- ځړېدل-ټال خوړل، لکه په لنډیوکې:

سپرلیه ستا له برکته

د جینکو پرسینه زانگی زېړ گلونه

ټیک دې پادشاه ، خال دې وزیر دی

تورلونگین دې پر سینه وهی ټالونه

* سینه خامېدل ( سینه تخریشېدل). سینه مې خامه شوې ده.

* دسینې په زور جگېدل پاڅېدل یا تلل ( به زور سینه  حرکتی کردن، رفتن…)، دا دهغه چا له خوا ویل کېږی چې له ناروغۍ یاد پښو کمزورۍ  له ځایه په اسانه خوځېدای یا تللای نه شی.

* (پرچا) د سینې زور کول، دچاپرسینه د خپلې سینې زور اچول، لکه په لنډیو کې:

دسینې زور راباندې مه کړه

سینې مې نوی غندل کړی مات به شینه

کلکه مې مه نیسه په غېږکې

………………………………………………

یا په کنایی توگه:

سینه دې وخورې سینه ورې

پردی دېوال دې په سینه ونړاونه

* سینه ډال کول، په مېړانه او سرښندنه جنگېدل او دفاع کول، لکه په لنډیو کې:

سپینه سینه مې ورته ډال دی

اشنا گوزار د خونړو سترگو کوینه

سینه دې ډال کړه زما یاره

پر ټال به خېژو، د سینو جنگ به کوونه

* سینې جنگول-لگول، له مینې نه سینې سره لگول، د روستۍ لنډۍ د دویمې مسرې ترڅنگ دانورې بېلگې:

راځه چې دواړه ټال کې کښېنو

ټال به بانه کړو، د سینو جنگ به کوونه

راځه چې دواړه ټال کې زانگو

– – – – – – – – – – – – – –

یو وارې جوخته سینه راکړه

لکه ترکاڼ چې خولۍ تیر له ورکوینه

* سینه ټکورول یا د سینې ټکور کول،له والگی- ټټرېداسینه په تودوخه-مالوچو، پټخول… تودول-ټکورول:

په دروازه کې راته پټ وې

ما دسینې ټکور کاوه، ودې لیدمه

* پر سینه ځای نه ورکول، د هغې مینې په تړاو څرگندنه چې له یوې لویې اوږۍ –غاړه کۍ سره یې پر سینه لونگین((مین))  لپاره نور ځای پاتې نه وی:، لکه:

تور لونگین پر ژړا راغی

سپینه اوږۍ پر سینه ځای نه راکوینه

*(دچا) پر سینه سراېښوول یا خوب کول،ویدېدل، لکه:

نور به ارمان راپاتې نه شی

که مې داستا پر سینه وکول خوبونه

تومت دې ټول زما پر سر شو

پر نارنجی سینه دې بل وکړه خوبونه

* پر سینه ښویېدل، د مینې پر سینه د مین غځېدل

له پاولو ډک کمیس مې ولید

زه وارختا شوم، پر سینه( ور)وښویېدمه

* د سینې یا ټټر ټکورول، له والگی یا بلې ناروغۍ له کبله سینې- ټټرته ټکور ورکول:

په چوڼیاڼۍ کې راته پټ وې

ما د سینې ټکور کاوه ودې لیدمه(چوڼیاڼۍ- تشناب)

*  (څوک د چا)پر سینه پرېوتل- څه کېدل- څملاستل،د کوروالی په موخه یو پربل پرېوتل:

پر سینه غلی راته څمله

غږبه و نه کړم، که ورسته درلاندې شمه

پاس پر سینه باندې راپرېوځه

که چا پرې مړ کړې، ځوانان تل پر سینه مرینه

* (چاته)لاس پر سینه(تندی، نام-نو) درېدل یا ول-استل، چاته د درناوی لپاره لاس پر سینه درېدل یا ول-استل،لکه:

لاس پر سینه درته ولاړ یم

سلام مې واخله، زه پردېس راغلی یمه

۱۴=  چنغړک (حنجره،حلقوم، قانقُرتک، سیب آدم)

لږو ډېر له (ستونی، غاړې، غړۍ، مرۍ) سره هممانیز کارول کېږی او ورسره ورته گړنې څرگندنې رغوی؛ چنغړک لږو ډېر د ستونی د همانیز په توگه د ځینو غږونو وتوځی هم بلل کېږی، لکه عربی(ح-ع) چې (چنغړکیز) یې ستاینوم راځی.

* پر چنغړک یا په چنغړک کې اوبه تلل، د څښاک پر مهال د لمدې غاړې پرځای، پر وچه غاړه اوبه تلل: د سنک اوبه پر چنغړک ولاړې؛ همداراز مار په ساکې اخېستل.

* له چنغړکه نیول، له ستونی نیول یا زندۍ کول: زمر ببری له چنغړکه ونیو.

۱۵=ځان-ځانونهjān-jānúna  

هممانیزونه او ځایناستی یې: نفس، تن، بدن، جُثه، جسم، وجود( ځاندره-پژی) تر ټولو زیات بیادغبرگون نومځری په توگه  پاموړ دی چې پارسی انډول یې ((خود)) راځی او ترڅنگ یې، په تېره لیکنۍ-ادبی ژبه کې د  ورته (انعکاسی) چار لپاره کمزوری تولنومځری(ام-مان؛ات-تان؛اش-شان) زیات کاروی (کارم را کردم). په دې ډول(ځان)تر نوروغړیو ډېرې څرگندنې رارغوی چې کله ناکله ورسره ورته مانیز د پارسی انډول گډنومځری(خود) انډول (خپل) د ټینگارتوک (intensifier) په توگه هم ملگری کېږی،لکه:خپل)ځان ژوبلول، ځان وژل… چې له دویمې بېلگې یې بېلښتی او تړښتی رغاونې( او غونډونه) نوموالې څرگندنې تازه رامنځته شوې دی.

جوتغونډونه، لکه: په یوځانی ځان، په یوه ځان، ځان پرځان سودا،له ځانه بېځانه، ځانله ځانی،…؛ بېلنگونه، ځانی،ځانته،ځانتنی،ځانلواله، ځا نگړی، ځانگړتیا، ځانگړواله…؛ زاړه او نوی تړنگونه، لکه ځانځانی، ځانساتنه،ځانساتی، ځانژغور نه،  ځانسپا رنه(تسلیمېدنه)… ، ځانوژنه،ځانمرگی(په دویم خج: خودکش)،(په سر خج: خودکشی)؛ غونډونه: ځانمرگی برید، ځانمرگی بریدگر… .

* (په زوره) ځان ځایول، دا څرگندنه د هغه چا لپاره راځی چې په یوه تنگ ځای یا گڼه گوڼه کې ځان ته ځای پیداکوی او زیاتره ورسره ټینگاری کړول(په زوره) مل کېږی: زمر په گاډی کې(په زوره)ځان ځای کړ.

* ځان څرگندول یاځان زبادول ، خپله توره،مېړانه، پوهه… په کړن کې ښوول:

که مېړنی یې ځان څرگند کړه

ستا پر کوڅه مې لاس تړلې تېروینه

*ځان ایغر یا غرگڼل، ځان لوی گڼل: زمر ځان اېغر یا غر گڼی؛ ځان من من کول، ځان پړسول، ځان ورکول(ورک کول).

* ځان غټول لکه پاس..

*ځان نېغ نېغ کول، څوک په برید یاجنگ گواښل، ننگول: تور (زمر ته) ځان نېغ نېغ کوی.

*ځان سپمول، له مرستې ځان ژغورل خوداری کردن، درېغ کردن؛ همداراز  (هر څوک) په خپل ځان کې کېدل؛ همداراز: څنگ کښل،  پر څنگ کېدل، ډډه کول، ځان کښل…

*(له چا) ځان خلاصول، په دروغو دربو، چل ول یاپلمه د چا له اښتنې پوښتنې یا غوښتنې ډډه کول: زمر له سنکه ځان خلاص کړ؛ ځان تېرول، ځان ژغورل ، ځان سپمول،گپ ورکول… ..

ځان تېرول، لکه پاس.

* ځان بچول- ژغورل، له یوه له یوې شخړې ،خطر، لانجې، مرگ،…ډډه کول ،  : زمر له یوه تړلی(تیار) مرگه ځان بج کړ یا وژغوره.

* ځان ساتل، لکه پاس ، خو هممهاله  له نورو(ټولنیزو، سیاسی…) کارونځایو نو،لکه: له تاو تریخو الی، نویوالی، پرمختگ، ادلون بدلون …ځان ساتل یا پکې نه ښکېلول، چې له(لرې)  یا(خوندی)کړولونو سره ټینگاری ځېلونه رغوی: زمر له هرې شخړې… ځان( لرې، خوندی) ساتی، ترې رارغول شوی ستاینوم(ځانساتی) د( زاړه پال اومحافظه کار یا کنسرواتیف). په ماناووپق راخېستی او  رادود شوی دی.

 له یوڅه ځان لرې) یا(خوندی) ساتل، د (ځان ساتل) یو ټینگاری (تاکیدی) ځېل دی..

* ځان ته یوڅه ویل، ځان ته یو ارزښت ورکول: زمر ځان ته یوڅه وایی.

* ځان په سړیو کې شمېرل، ځان د نورو سیال گڼل یا انگېرل: سنک(هم) ځان په سړیو کې شمېری؛ همداراز ځان ته یوڅه ویل.

* ځانته ژړل

په لارکې ناسته، ځانته ژاړم

خدایه د لارې مل مې راولې چې ځمه

* ځان پړسول یا غټول، ځان لوړ و لوی ښوول،کبرو لویی کول: تور ځان پړسوی یا غټوی.

* (له یوڅه) ځان کښل-اېستل،له یوې ډلې، جنجال یاکاره ډډه یا تېښته کول چې شډل ځېل یې (کونه کښل-اېستل) راځی،لکه: تور ځان له… وکېښ

(ښکارندوی( پخ ۵۶) پخپله نامی بولـله کې وایی:

  زمری کله کاږی ځان له یرغلگرو

څو یې نه کا مات مټونه ورمېږونه

* ځان له اوله اېستل،سرغړول؛مغرورېدل: تور ځان له اوله اېستلی یا باسی.

*ځان پورته پورته کول، اچول یا ښوول-ساټې باټې وهل: زمر (هسې خوشې) ځان پورته پورته کوی، اچوی یا ښیی.

ځان نېغ نېغ کول، پر پاسنۍ مانا سربېره، یوڅه( پلندۍ، جنگ…) ته د چارابلل یا راننگول: سنک تورته ځان نېغ نېغ کوی.

* ځان پل کول، د ژرندې(دلاندېنی) پله غوندې هرڅه پر ځان- زړه تېرول- زغمل: تور (هرې ستړې، ستونزې…ته) ځان پل کړی دی.  

*ځان خوږول،خواخوږی او مر سته کول: تور(پر هرچا) ځان خوږوی.

* ځان (د یوڅه یا چالپاره) زهیرول، (د یوڅه یا چالپاره)  پر ځان زیار زحمت منل یا ځان ستومانول: زمر(د هرڅه یا چالپاره) ځان زهیروی.

* ځان (چاته )کم نه راوړل، خپله پړه، کمزوری، تېروتنه پټول یاځان تېرول: زمر په منډه کې روسته پاتې شو، خو پر ځان یې رانه وړه.

* ځان تېرول، یو بد چلند یا کړه وړه د نورو له پامه پټول یا یې د تېرېستلو هڅه کول: د زمر پښه زما پرپښه ولگېده، خو ځان یې تېرکړ او یوه بښنه یې هم ونه غوښته.

*په بدرگه-بدرگوځان تېرول، له یوه ځایه بل ته دغلو-شوکمارو… له وېرې په بدرگه تلل، یوه څرگندنه رارغوی، لکه په دې لنډۍ کې:

داخپل ښایست راپورې اور شو

لکه پردی په بدرگو ځان تېرومه

*ځان خوندی کول، ځان گوښه کول؛ سرپنا پیداکول، سر پرسیورې کول: زمر له بادوباران(یا بلې پېښې) ځان وساته یا وژغوره؛ کور اور یې نه لاره، یوه سرپنا یې ځانته پیداکړه.

* ځان (پر یوه کار )کتل، په یوه کار کې خپل زور یا وړتیا ازمایل، زمر پر ورزش ځان وکوت (وازمایه)، خو دومره بری یې په برخه نه شو.

*پرځان وړل پرځان تېرول.

* (پریوڅه) ځان… وژل، پر یوڅه ډېره خواری کول؛ پر یوڅه یا چاځان بلهارول: زمر پر کښت وکار ځان وواژه؛ بری  پرانگورو (بېخی) ځان وواژه.

*  (یوه گران کارته) ځان تریخول، یوه گران کارته اوږه ورکول یا ورته هوډ کول: زمر (هر گران کار ته) ځان تریخوی(ترخوی).

* ځان کوڼ اچول، ځان ناگاره اچول ، غوږونه کڼول یا غوږونه کاڼه اچول..

* (یوڅه) پرځان منل (یوڅه ته) غاړه اېښوول

* ځان لرې اچول ځان غلی نیول.

* ځان  ناگاره- بې خبره اچول-کول ناگارول، پر یوه پر بوه خبره، پېښه، سکا لو…  له خبرېدا سره سره ځان ناخبره اچول، پارسی یې پر وړاندې(تجاهل عارفانه کردن، دانسته خود را نادانسته نشان دادن، خود را به کوچۀ حسن چپ زدن) کار وی:  ځیر ځان ناگاره واچاوه یا ناگاره کړ؛ نور هممانیزونه یې: ځان تېرول ،ځان کوڼ اچول ،← غوږونه کڼول یا غوږونه کاڼه اچول؛ د یوه سمت غزل د لړ(ردیف).په توگه، لکه:

لمر د ورځې په وژون کړ ځان ناگاره

هسک د شپې پر زړه چاودون کړ ځان ناگاره

د سپېدو د سپېدارو تورو بلوسگرو

پر رڼوب د سباوون کړ ځان ناگاره…() ساندې او سندرې ۴۳).

*( یوڅه) پخپله پر ځان کول، یو څه په خپل لاس-په لوی لاس(قصداٌ) ځانته زیان- تاوان رسول:

دامې پخپله پر ځان کړی

یارمې خپه کړ دسنگسار لایقه یمه

* له ځانه تراشل  یا رااېستل ، له خپل انده یو څه بېدویه یا بېدوده رامنځته یا رامخته کول چې د نورو لپاره د منلو جوگه نه وی، د چا خبره خپللاسی(مصنوعی) بڼه ولری: سنک هرڅه له ځانه تراشی یا راباسی.

* ځان ساټ و باټ کول ځان یو غوړوپ کول.

* ترځان لوی بار وړل یا اخېستل، تر توان و وړتیا پورته یا زیات څه کول: تور تر ځانه لوی بار وړی یا اخلی..

*ځان ټل کول،له چاسره په یوه کارکې ځان شر یکول: زمر له ببری سره په کاروبار کې ځان ټل کړ.

*ځان له چاسره په جوال یا خلته کې اچول، د چا په داوه دنگله، یا جنجال کې ورگډېدل  یاځان ښکېلول: زمر له تور سره ځان (په زوره) په جوال کې واچاوه؛ (ځان په زوره یا په لوی لاس په لېټۍ ککړول) هم ورته جاج ښندی.

*ځانته تېشه یا رمبی وهل،دخپلې گټې لپاره دبل په تاوان  یوڅه کول: تور په هر کاروبارکې ځانته رمبی وهی.

* پرځان تېرول -وړل، لکه (ځان پل کول) زغمل،گالل: تور هرکړوکړاو پرځان تېرکړ.

* ځان جوړول،ځان سینگا رول یا سمبالول؛دب کول: تور د هرجا پر وړاندې ځان جوړوی؛ ملنگ جان وایی:

ځان جوړوی- ځان جوړوی

بیا د زړونو ښکار پسې ځی

  عاشقان الالوی (وژنی عاشقان!)…

لنډۍ:

پر کوټه سر کړه رادننه

دا پېغله نجل په لونگین ځان جوړوینه

پر کنډوگی مې ځان ورهسک کړ

د کونډې لور، لکه سپاهی ځان جوړوینه

په سیخکو به ځان سینگار کړم

که موټر وان لالی مې سېټ ته خېژوینه

* پر ځان گوتې وهل(ځان جوړول،سینگارل یا رازل: تور پرځان(ډېرې) گوتې وهی.

* ځان یوغوړپ (غړپ) کول، ډېر ځان سینگارول: تور ځان یوغړوپ کوی.

ننگرهاری انډول یې (پرځان ډېره خواری کول) راځی.

* په ځان ورکول، یوڅه چاته په ملکیت کې ورکول یا(جنساٌ) بښل: زمر تورته په ځان ورکړل.

*  ځان ویلې کول،ځان ډنگرول-خوارول: تور په ډېرکاروزیار(کې) ځان ویلې کړ.

* ځان مېښه کول، دغه کړنه د پښتونخوا لوری ته له دې متله رازېږېدلې چې وا یی: (پېښې ته ځان مېښه کړه) یا(چې درته شوه پېښه، ورته ځان کړه لکه مېښه)، مانا یې داچې هرڅومره غم یا ستونزه درپېښه شوه، ځان یا زړه ورته د مېښې هومره لوی کړه او ویې زغمه.

*(د یوه کار لپاره)ځان(نه) زهیرول، زیار گالل – زیار پرځان منل، لکه پارسی (خودرا زحمت- تکلیف دادن): سنک په هر کارکې ځان (نه) زهیروی.

* ( پرچا-دچا لپاره) ځان(نه) زهیرول، دچادگټې-پالنې-څارنې… لپاره زیار گالل:

بری د زمرک لپاره-پر زمرک ځان(نه) زهیروی.

* ځان په غم، سختۍ، خوارۍ… کې ورکول، غم، سختی، خواری منل اوگالل: ځیر ځان (په لوی لاس)په… کې ورکړ.

* ځان((په لوی لاس) په غم، جنجال… ککړول یا اخته کول، په لوی لاس یا بېځایه ځانته… پیداکول: تور  ځان په… ککړ کړ.

* ځان ته غم کرل د تېر په څېر.

* په ځان کې (څه) متره نه لیدل، ناتوانی یا نه وړتیا نگېرل(احساسول): زمر په ځان (خپل)کې (څه) متره نه وینی.

* ځان(پخپله) په گیر (ولکه)کې یا پر لاس ورکول، داڅرگندنه زیاتره د(بل چاپه تړاو ویل کېږی ،لکه چې وایی. زمر تور دپولیس، دښمن.. په گیرکې ورکړ یایې ور.پر گوته کړ، پر لاس وکړ او یا ور وسپاره

* په خپل ځان کې کېدل د بل په سوچ یاغم کې نه ول،ځانځانی ژوند کول: سنک په خپل ځان کې دی؛ ← (تن په تنهایۍ کې کېدل)، (هر سړی په خپل ځان کې دی) یې ورته ځېلونه دی.

* په ځان پسې (نه) گرځېدل، د خپل ځان خیال ( نه ) ساتل، یا د خپل ځان په اړه بې توپیره ول، لکه د روغتیا، خوراک، پوښاک، هوسایۍ، ډول و ډآل او نورو اړتیا وو له پلوه: ببری (تل) په ځان پسې گرځی یا(هېڅکله، دومره) په ځان پسې نه گرځی..

* په ځان یاتن کې وینه وچېدل، له ډېر او سخت کاروزیاره  له لاده باده لوېدل: (له ډېر او سخت کاروزیاره) د تور په ځان کې(بېخی) وینه وچه شوه.

*ځان پر یوه او بله کول یاځان پر یوه خوا بله خوا، یوخوابلخوا، اخوادېخوا، دورې دورې… کول، په نه څه پلمه له یوه کاره ډډه کول: تور له هرکاره ځان پر یوه او بله… کوی.

* ځان پرچاتلَل یادرانه خرڅول(به رویش آوردن)، څوک پاسلل،پرې منت بارول: تور یې پر هر چاتلی یا زبادوی.

* ځان ته د سر سیوری پیداکول← ځان خوندی کول، سر پر سیوری کول، سرپنا پیداکول یا موندل: زمر ځان ته د سر سیوری پیداکړ

*ځان خوړل زړه خوړل.

* (له یوڅه-چا-لپاره) ځان ځارول- جارول- وژل- حلالول- بلهارول- قربانول،(له یوڅه-چا-لپاره)  د ډېرې مینې او لورېینې پاس پرځای کول:

ځان به داستا پر مینه جارکړم

لکه پتڼ چې د ډیوې په مینه مرینه

ځان خو به ستا پر یادو جار کړم

لکه پتنگ چې دډیوې په مینه مرینه

سر مې وتاته قربانی دی

ځان به قربان کړم، که وصال مې نصیب شینه

که سړی ځان ورته حلال کړی

نه منظورېږیماشوقوته خذمتونه

* (خپل) ځان غولول، دا دهغه چا په تړاو ویل کېږی چې ښه پوهېږی چې څه پرلاس نه ورځی یا موخې ته نه رسېږی،خو بیاهم په یوه خوشې یاتوزنه هیله ځان تسلوی؛ ← زړه غولول

* ځان زمری زمری کول، په لاپو شاپو ځان زورور او باتور ښوول: تور ځان زمری زمری کوی.

* ځان هېرول،د یوه چا  لپاره له خپلې ځانگړې گټې تېرېدل:

که ځان مې هېرکړ، تابه هېرکړم

جې دواړه هېرشو، نوربه یوشی شو مینه

که ځان په یادو دچا هېرکړم

اشنابه هم راڅخه هېر په یادو شینه

که ځان مې هېرکړ ستا په یادو

په ډېرو یادوبه تاهم هېرکړم مینه

که ځان مې هېرکه، ترې وېرېږم

نه چې دا هېر صورت به بیا را پر یاد شینه

که ځان مې هېرکړ، ته به راشې

که ته مې هېرکړې،نوربه ځان وپېژنمه

ځان و جهان مې واړه هېر کړل

مینې دې داسې پر ما زور وکړ مینه

ځان و جهان که دواړه هېر کړې

دا هېرېده د یار پر یاد همېشه وینه

ځان خو مې هېر، ته مې پر زړه یې

د بل وطن جانانه تل دې یادومه

(یو څه- څوک) هېرول-  هېرول، پریاد( نه) لرل ، د پاسنۍ گړنې پر وړاندې زیاتره څرگندنې رغوی،لکه:

ستابه زه یاد یابه دې هېریم

زه چې قدم پر قدم ځم تایادومه

* ځان پېژندل، د پاسنۍ هغې سرچپه ماناوې رانغاړی، لکه چې وایی: تا تراوسه خپل ځان نه دی پېژندلی-له ځانه خبر نه یې…؛

یا ورته فلسفی رنگ ورکوی: ځان پېژندل، جهان پېژندل دی، که ځان ونه پېژنې، جهان به څنگه وپېژنې او له گروهیزلید سره، لکه: که ځان ونه پېژنې، خدای به څنگه وپېژنې؛ هرگوره، تصوف بیا (ځان هېرونه) د خدای پېژندنې شرط گڼی!

*ځان من بلل یا من من کول یاگڼل، ځان لوی او لوړانگېرل: سنک ځان من  بولی یا من من کوی.

* ځان ته غره کېدل یا ځان ور(ک)کول ، ښاڅل-غاورېدل-مغرورېدل: تور ځانته هسې بېځایه مغرورېږی یامغروره دی؛ په لنډۍ کې:

پام کوه ځانته غره نه شې

که ته چنار یې، زه د سبر ونه یمه

– – – – – – – –  – – – –

د دېواله د سر څپیاکه دې گڼمه

په قد بالا، په حسن پوره

پر ځان مغروره، چاته نه گوری مینه

همدارازځان اېغر اېغر کول، ځان من من کول، ځان ور(ک) کول، ځان پړسول، ځان غټول.

* یوه څه ته ځان نیول یا ټینگول، د یوڅه پروړاندې له ټینگار(مقاومت) څخه کار اخېستل، لکه په متل کې:

د پشۍ اول ټس ته څوک ځان نیسی؟

*ځان غلی نیول- اچول،د هغه چالپاره ویل کېږی چې که د تاوان په ځای کې غلی یا سترگې  پرلار پاتې کېږی ، نو دگټې په ځای کې بیا په دې ځان غلی نیسی چې نورو ته ځان کم رانه وړی یا وږسولی  ښکاره نه شی: زمر ځان غلی ونیو(وگړنی پارسی انډول یې: چوپ یا خپِ خوده گرفتن)، همداراز ځان لرې نیول، ځان نا گارول-ناگاراچول- ځان تېرول… .

*ځان(خېټه) پر چا تاوانول، یو څوک د ډوډۍ پرمهال چاکره تلل او ځان یا خېټه ورسره مړول: تور دغرمنۍ لپاره) ځان پر زمر تاوان کړ…

*ځان گول، ټگ یا پر ټگۍ اچول، لکه ځان ناگاره اچول یا ناگارول…: خپله کړې گناه ختا پټول (تجاهل عارفانه کردن): زمر پر خپله تېروتنه ځان گول… واچاوه..

*ځان مړاچول، د ځینو خوځنده وو، یاداسې وگړو په تړاو ویل کېږی چې دښمن یې  زخمی ژوبل کړی او د ژوندی پاتېدو په اسره، ځان مړ وښیی:گونگټ ځان مړ واچاوه؛ سنک (له ټپی کېدو سره) ځان مړواچاوه.

* ځان ویده اچول،د پلمې له مخې ځان ویده ښوول: ځیر  ځان ویده واچاوه.

له ځانه رااېستل یا تراشل(له ځانه یوه ﻻره یا در وغ ودرب جوړول،بدعت کول: تور هرڅه له خپل ځانه راباسی؛ شړه یا شډله بڼه یې (له خپلې خېټې یا گېډې راباسی).

* د ځان لپاره یا ځان ته څا کېنل ،ځانته تاوان رسول: تور ځانته څا(کوهی) کنی، کېنی یا کاږی.

* ځان غورځول، په یوڅه پسې وردانگل؛ له کومې عصبی، عقلی ناروغۍ یا بلې ناچارۍ(په لوی لاس د ځان وژنې په موخه)  اور ،اوبو، کندې، گړنگ… ته وردانگل، لکه:

پورې کمره کې زېړه گله

یا به دې پرې کړم، یابه ځان وغورځومه

* ځان (چا-ځای-موخې) ته رسول،یو چا-ځای- موخې ته درسېدو بری ترلاسه کول:

د یار له دره نه صبرېږم

سربه پرې ورکړم،ځان به یارته رسومه

*ځان ته یوڅه ویل، له ځانه (ډېره)تمه لرل- ځان یوڅه گڼل یا ځان په سړو- مېړو … کې شمېرل: زمر(هم) ځانته یوڅه وایی،ځان لوړ گڼی یا ځان په یوڅه کې شمېری

* ځان سپینول، خپله بېگناهی زبادول: تور ځان(له گناه یا تورتومته) سپین کړ

ځان پټول، غیبول یا درغلول،د شرم، تور، پېغور، غچ، جزا… له وېرې پټېدل: زمر ځان پټ کړی یا درغل کړی دی.

* ځان سپکول، چې یو څوک د خپلې گټې په پار هرکس و ناکس تهخوله اچوی اویالوڅې پوڅې کوی: تور(هسې) ځان سپک کړ یا سپکوی.

* ځان ور(ک) ول-ېدل ځان اېغر اېغر گڼل، ځان من من کول.

* له ځان سره کرل او رېبل،په زړه کې یوڅه سنجول یا د یوې چارې، ربړې پر پایلو سوچ و غور کول: ځیر د خپلې راتلونکې په اړه له ځان سره کری او رېبی؛ په زړه کې شاربل راشاربل.

ځان یا بل ته(په بد نیت) پام  یا مخ کول-ېدل یا ول-استل، ځان یا بل چا ته زیان رسول:

بېلتونه پام دې چاته مه شه

ځانته دې پام شه، له سیلۍ دې واېستمه

…………………………..

ماته دې مخ شو، له سیالۍ دې واېستمه

……………………………

ماته دې مخ شو، د دوهۍ ملنگ دې کړمه

* ځان شرمول، د هغه چا په اړه ویل کېږی چې دخپلې گټې په پارله هر بد چالچلند یا چل ول  څخه کار اخلی: تور(هسې بېځایه) ځان سپکوی.

* له ځانه دمچ شړلو توان نه لرل: تور له ناغېړۍ -کمزورۍ نه له ځانه مچ شړلای نه شی.. .

*ویې دې پرځان!، دیوې ننگونې په توگه یوبل ته وایی:که له دې کار یاچلنده ډډه ونه کړی،نو ویې دې  پرځان چې څه درپېښ شول، یا مې هرڅه درسره وکړل، له خپل ځانه به گیله کوې؛ په دې توگه (له خپل ځانه گیله کول) گړنه هم هممهاله همدلته کارول کېږی.

* پر ځان مین ول-استل، ځانخوښی یا ځانمنی(خودخواه) ول:

پر ځان مین یې، پر ما نه یې

یاری په داسې مینو نه کېږی مینه

* (یوڅه) په ځان پسې راکښل، یوڅه له شالوری لاسنیولی رالېږدول:

پلو په ځان پسې راکاږی

خاونده خدایه مېلمنه به دچا وینه

پلو دې ځان پسې راکاږې

زما گومان د مېلمنې درباندې شونه

* په مټه ځان ساتل مټ

*ځان بسیاکول-کېدل، ول-استل، په پاسنی جاج: تور ځان بسیا کړی یا پرځان بسیا دی؛ ځان بسیا(خود کفأ)، ځان بسیاینه (خودکفایی) یې نوې نوموالې رغاونې دی.

* پرځان پېرزو- ول یا کول-ېدل، پر خپل ځان ښه یا بد لورول، په خپله گټه یا تاوان یوڅه راخپلول، لکه په لنډۍ کې:

دابه دچا پرځان پېرزوی  

چې تله واخلی، پردی غم ځان ته تلینه

* له ځانه بېځانه کېدل له لاده باده وتل.

*له ځان سره وړل یا بیول،داڅرگندنه هله پر گړنه اوړی چې د وړلو څیز نانگېروړ یا مجردوی، په نورو ټکو، انځوریزه یا مجازی مانا راخپله کړی، لکه د ارواښاد

ننگیال په روستی شعرکې:

یو باد رالگېدلی ما له ځانه سره وړی…

او یایې پر لیکه ویل شوې بېلگه:

اجل مې لاسنیولی، نن له ځانه سره بیایی…(ساندې ۶۷)

*له ځان سره سره غږېدل، لگیا یا گډ- ول، له له ډېر غم اندېښنې، سودا، بادسا رۍ – لېونتوبه څوک له ځان سره غږېدل: ببری له ځان سره غږېږی، لگیا یا گډ دی.

*له ځان سره خندل، داهم لکه (له ځان سره غږېدل) د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې د ورته لاملونو له مخې له ځان سره پر خپل سر خاندی.

*نور په ځان پورې یا پرځان خندول، ځان شرمول؛ داگړنه د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې بېځایه، خنداوړ  یا سپک ورک کارونه کوی: سنک نور په ځان پورې یا پر ځان خندوی؛ (پرځان درست جهان خندول) یې یو توند ځېل دی؛ د دواړو شعری بېلگې، لکه:

ما لېونی د مینې، مه بولئ گرم

لېونی چاوېل چې پرځان نه خاندی

چې په لوی لاس پرځان جهان خندوم

ولې دې ماباندې جهان نه خاندی

* ځان تېرول، له یوې غوښتنې، مرستې،خبرې… په چل ول یا پلمه ځان کښل- ناگارول…:  تور ځان تېرکړ.

په یوه متل کې له څه ناڅه ورته ماناسره وایی:

یاله کوڅې تېر کړه، خوند یې واخله رنگ یې هېر کړه

* ځان – څنگ، یا (د سپکاوی په گړدود) کونه کښل، ځان سپمول، یاډډه کول د(اجتناب، کنار رفتن) په مانا: تور له کار، مرستې…  ځان و کښه یا وکېښ..

همداراز(چې ځان نه وی، جهان دې نه وی)، (یاځان دی یا جهان)، ځانه ځانه، تر هرچا گرانه)، (ځان ځانی، خپله خواری)… متلونه د خبرو په بهیر کې د غونډلو د جوتو(ثابتو) غونډونو په توگه تر ډېره پر گړنو او څرگندنو اوړی..

* له چاسره ځان برابرول، له چاسره سیالی کول: سنک له ځیر سره( هسې بېځایه) ځان برابروی.

* ځان دبل چایا څوک د ځان په رنگ کول، یو رنگ یا یوشان کول، همرنگول، سیالی کول:  تور ځان د زمر په رنگ کوی؛ ببری سنک د ځان په رنگ کوی،لکه:

زه خو شرابی یم، شېخه څه راسره جنگ کړې

برخې ازلی دی، کاشکې ما د ځان په رنگ کړې (خوشال)

*  روغ ځان رنځورول، په لوی لاس ځان په ناروغۍ اخته کول:

په یارۍ روغ سړی رنځور شی

څه مې ضرور دی چې روغ ځان رنځورومه

* ځان رسوا کول-ېدل،رازاشواکول- راز اشواکولوته لار برابرول، لکه:

پر لوړه مه کښېنه مینه

ځان به رسواکړې، مابه ورک کړې له وطنه

* ځان لېونی کول یا ځان پر لېونتوب اچول، لکه:

ځان لېونی کړه، تر ما راشه

د لېونیانو لارې چا نیولې دینه

* ځان ملنگول- فقیرول،لکه:

ځان خو ملنگ کړه، ترما راشه

د ملنگانو لارې چا نیولې دینه

* ځان کترې کترې یا ټوټې ټوټې کول،

ځان به سل ځای کترې کترې کړم

وطنه، تابه له دښمنه وساتمه

* (له چا) ځان راټولول، له چاسره اړیکی پرېکول یا ترې گوښه کېدل، لکه:

ځان یې له خلکوځنې ټول کړ

ځکه کاغذد اشنا وکړه دیدنونه

*ځان  وژل یامړکول، خپل: خپل ځان پخپله وژل، ځانوژله(خودکشی، انتحار) کول:

زهر به وخورم، ځان به مړ کړم

د ډېرو خلکو منت کله قبلومه

* (د چا لپاره، د چا پر نامه) ځان خاورې کول-ېدل، له چا یا د چا پرنامه ځان بلهارول

که جانان مړشو، نوم یې شته دی

زه د جانان پر نامه ځان خاورې کومه

* له ځانه اور اخېستل، له ډېرې نهیلۍ او خواشینۍ سره مخامخېدل:  

له ځانه اور واخلې چیناره

مین پرما دی، خوب ترتا لادې کوینه

* (یوڅه) له ځانه ( را) چاپېرول یا راگرځول- د ځان ژغورنې یا خوندیینې په موخه له ځانه یوڅه را تاوول،لکه:

بېلتون جگړې لره راغلی

ځان نه د وسپنې کلا چاپېرومه

…………………………

ځان نه د وسپنې کلا راگرځومه

* ځان سمبالول ، ځان سینگارول ځان جوړول:

د پسرلی پر بانډه راغلم

گلان غوړېږی، وختی ځان سمبالوینه

پر کلا دوې کوترې ناستې

یوه ویشتل کړی، بله ځان سینگاروینه

د پلی خانه، بد دې وکړل

خانان دې مړه کړل، ځان دې خپل کمزوری کنه

* ځان سوځل- سېزل:

پر ما کانې د ققنس وشوې

پر میرو ډکی ټولوم، ځان پرې سېزمه

* ځان سیال- مخی کول-ېدل-ول-استل، دغلته سیال د(کفو) او مخی د جوگه (لایق) په  جاج کارول شوی دی، لکه په دې لنډۍ کې:

سیال خومې یې، مخی مې نه یې

ځان دې مخی کړه، بیا سیالی کوه مینه

۱۶=څانگ- څانگونه cāng-cāngúna

د (وزر- وازره- وزرونه) یې کمدودی هممانیزونه دی، هغه هم یوازې د ډېر گړی (جمع) په توگه، لکه په دغو روستو گړنو- څرگندنوکې

*(یو څوک ) مړاوی څانگونه ول، تلل…

…اشنا زما له غېږې ځی مړاوی څانگونه

* څانگونه نغښتل،دلېږد-کوچ تیاری نیول، دا چې په لره پښتونخوا کې (کډې نغښتل) یې هممانیز دی، نو د شعری انځور خرخشه یې له منځه ځی، ملکنډی شاعر اکبر سیال (نورې کډې نغاړمه) هم له (گړنۍ)پښتو راخېستی دی،لکه:

:نن مې د زړه توتی خپه دی

څانگونه نغاړی، نا اشنا وطن ته ځینه

*خواره-خپاره څانگونه ول، د پاسنۍ گړنې سرچپه جاج رانغاړی:

سپرلی راغلی نوبهار دی

هرځای چغاردی، دبلبل خواره څانگونه

ربه دا پورې غر سوری کړې

چې ترې راووځی شنه توتیان خپاره څانگونه

* (له یوڅه)څانگونه سوی ول ،لکه په لنډۍ کې:

توتی پر وچه ونه ناست دی

د بېلتانه لمبو یې سوی دی څانگونه

پرچا څانگونه سیوری کول

اشنا مې پورې شاکې لو کړی

کوتره نه یم چې پرې سیوری کړم څانگونه

څانگونه پورته کول، د الوت په هڅه وازره(مخ پر هوا) پورته کول:

زړه مې هوا وخوړه خدایه

لکه هیلۍ چې له ډنډ پورته کړی څانگونه

* څانگونه ستړی کېدل، له ډېرې الوتنې د کوم الوتونکی ستومانېدل، لکه د بورا په اړه چې وایی:

مخ دې(یې)  د خدای له نوره ډک دی

په تلو راتلو د بورا ستړی شول څانگونه

۱۷= څټ چې آره مانا یې(د ورمېږ شا، د سر او ولیو تر منځ برخه) یا پارسی(پسِ گردن) ده او انځوریزې(مجازی) ماناوې یې(د هرڅه شا)، بېرته،واپس) او( د هرڅه چپه مخ).

* څټ گرول،پلمه کول؛ ټکنی کېدل؛ ځان ناتوانه ښوول یا څرگندول؛ نټه کول ؛  شرمېدل؛ نهیلېدل: سنک(خپل) څټ وگراوه؛ په روستۍ مانا یې پارسی انډول (پشت را خاریدن) دی: تور (له شرم، دوه زړۍ، نټې…) څټ وگراوه؛ همداراز سرگرول.

* څټ کوزول، نا خوښمنېدل (ناراضی کېدل)؛ نه منل: زمر ځیر ته څټ کوز کړ.

* پر څټ بارول-ېدل، یوڅه د بل پر اوږو یا غاړه اچول، پازوالول (مسؤلول، مکلفول): ځیر د کور چارې د زمر پر څټ بار کړې یا د کور چارې د تور پر څټ بار شوې.

* څټ یا شاته ته اچول،← روسته کول، ځنډول: زمرخپل یون(سفر) څټ ته واچاوه.

* پر څټ تلل- راتلل، پر څټ وړل- بیول- پرمخ نه تلل،(مخ) پر شا تلل، وړل- بیو ول، نه پرمختگ کول: افغانستان پرڅټ ځی یادرومی او یا پر څټ بیول کېږی.

*پر څټ کول  یامخ و څټ کول-ېدل، ول- استل- پر بل مخ کول، چپه کول -ېدل- پر بل مخ کول-اړول یا چپه کول…، (مخ وڅټ کول) په بېوزلوکې زیاتره هغه مهال کارول کېږی چې خت،کوسو(کوسی)،کنځول(چپن،کوټ)، ټټرۍ(واسکټ)…. یې مښو دی (مستعمل) شی، سپخی یې او پر بل مخ یې بېرته گنډی چې یوڅه نوی ښکاره شی: درزی د سنک کنځول (کوټ) پر څټ کړ یا مخ وڅټ کړ؛.تور خپل خت مخ و څټ کړ.

* پرمخ- ول- څټ گرځول، دغه غبرگې څرگندنې سره  د دغې لاندېه لنډۍ په دویمه مسره کې یو مخاوی(تقابل-کونترست) را منځته کړی دی:

د خدای ښه ډېر دې وی وطنه

لومړی مې مخ وو، اوس به څټ درگرځومه

* پرڅټ اغوستل، خت، پرتوگ… پر بل مخ اغوستل: سنک خت پر څټ اغوستی دی.

*(یوچاته) پوستین پر څټ یا چپه اغوستل، ډارول، تور برېښ کول: تور سنک ته پوستین پر څټ واغوست؛  له پوره انځوریزوالی سره د څټ په تړاو همدغه بشپړه (گړنه) بلل کېږی او نور بېلگې تشې (څرگندنې.)

*(را-در-ور) پرڅټ کول-ېدل، راستنېدل، بېرته راتلل: ببری له خوسته را پر څټ شو یا خونې(کور) ته ور پر څټ شو.

*(څوک) له څټه رانیول، څوک له تگه بیرته(پرڅټ) راگرځول، لکه بشرنوید چې کاږی: له څټه یې راونیو.

* په څټو الالول ، په ډېر کړاو او شکنجه الالول، وژل یا ځورول او زیانمنول ، په دې جاج چې د یوې چړې، چاکو یا بل کوم تېغ په تېره مخ، خوله یا (په تېرو) د یوه ژوی څاروی او بیا انسان الالول دومره گران نه پرېوځی، لکه په څټو: سنک خپل غلیم په څټو الال کړ، یایې له زومه زښت ډېراو ملا ماتوونکی ولور واخېست.

* له څټه الالول،  چې څوک د ستونی یا غاړې پرځای  د چا پر څټ تېغ کښېږدی او په ډېر کړاو او سختۍ یې الال کاندې: زمرک سنک له څټه الال کړ؛ سخترین ځېل

یې(له څټه په څټو الالول) راځی؛ په یو شعرکې:

… هغه زوړ مکار غلیم مې

  – له دې دومره نوو نوو جنگ اوزارو سره بیاهم-

  لاهغسې د دین گروهې

په زړه او زنگوهلې پڅه توره

په څټوسره له څټه غوڅوی سر!(اندوواند۱۳۹)

له چانه پر څټ(ته) یا شا(ته) راتلل

که له دښمن نه پر څټ راغلم

بیامې پښتون د تیرا مه بوله مینه

د کوټې څټ کړکۍ ته راشه

یوڅو خبرې د گیلې درته کومه

که له میدانه پرشا راغلې

کوردې ځای نشته، بل وطن ته ځه مینه

په بډه مانا بیا د څټ یا شا پرځای (مخ) راغلی:

که د دښمن مخ ته یې مخ کړ

سپینه خولگۍ به لکه څوری پسې وړمه مخ.

۱۸= څنگ-څنگونه -caƞgúna caƞg ( بغل،پهلو، کنار، طرف، گوشه)

د پژنوم یا زاتنوم(اسم ذات) او څه ناڅه، د مانانوم(اسم معی- اسم مجرد) په توگه)، په بله وینا، د آرې (وضعی) او انځو ریزې(مجازی) مانا) له پلوه، له (اړخ- ترخ -خوا-(ډډې) او یوڅه (پلو- لوری،-گوټ) سره ورته مانیز راځی او په دې ډول یې ورسره هممانیزې گړنې اوڅرگندنې رغولې دی،لکه څنگ پرڅنگ،  اړخ پر اړخ، خواپر خوا او داسې نورې.

له(پلو) سره د(څنگ)هممانیزوالی په دې بدله کې ښه ترا سهی کولای شو:

یوپلو مې یار، لونگین مې پر دا بل پلو

 لا وړوکی(-یه) دې پلو را واوړه

یا: نه ځم د کابل پلو) د یوې بلې بدلې سر!

بېلنگونه او تړنگونه یې:څنگرۍ(بغل: د یوه مېچ-مقیاس په توگه،لکه یوه څنگرۍ واښه)، څنگۍ( دکاریز سنگچین)، څنگی(وندر)، څنگزن (گوښه گیر)، څنگواښی (پشتی، متکأ)، څنگوښی(بند تفنگ)، څنگوېږدی(پشتی؛بند تفنگ)، څنگ پر څنگ؛ همداراز یې (څنگل) چې د یوه ارکاییک  کوشیننوم په توگه پر څیز نوم (آرنج) اوښتی او همداسې یې څنگل(د کېږدۍ-خېمې سکام) هم درواخله.

*  د چا تر څنگ، څنگ تر(پر) څنگ یا خوا پرخوا کښېناستل، له چا سره نژدې کښېناستل، لکه په لنډۍ کې:

راشه زما تر څنگه کښېنه

که تماکو غواړې، لونگ به درکومه

……………………..

زوی مې څوک نه دی چې به تا ولاړوینه

………………………

که ته شرمېږې، لاس به زه درواچومه( لاس)

* پرڅنگ کول – څنگ- ډډې، یوخوات ته کول، بڅول- ژغورل: ځیر خپل کتابونه پر څنگ یا بچ کړل.

*(له یوڅه نه) پرڅنگ کېدل یاڅنگ کول، له پاسنۍ  او ( ډډه کول)

سره څه ناڅه په ورته جاج، لکه په لنډیوکې:

له تورو څنگ مه کړه لالیه

ځوانان پر سرو تورو ورځی، نجونې گټینه

پر مورچل نېغ ورځه، ټیټ نه شې

ښایسته زلمی له مرگه څنگ نه کړی مینه

* (سره) څنگ پر(تر) څنگ کېدل، ول، (سره) نژدې یا مل و همکارکېدل؛ یو برابر کېدل-ول: تور له زمر سره څنگ پر څنگ شو یا څنگ پرڅنگ دی؛ همدارنگه:

اوږه پر اوږه(سره) کول-ېدل، پرمخ وړل ،ول- استل؛ د پارسی(همتا) او انگر ېزی(کونتر پارت) لپاره(همڅنگ) نویزی هم په ورته جاج رادود شوی دی؛ څنگزن (فرعی؛ سطحی)که څه هم ولسی آره لری، خو(څېرمه؛ سرسری) ترې کره ارزول کېږی.

* (دچا) تر څنگ یا په څنگ کې (پرخوا، په خواکې) درېدل،پلوی، ننگه یا ملاتړ کول، زمر د ځیر ترڅنگ ودرېد یا ولاړ دی…

د پاچاهی داوه به وکړم

که بې پروا د چا تر څنگ ودرېدمه

پر څنگ  اوښتل، ← اړخ بدلول، پر اړخ اوښتل، پر ډډه اوښتل..

پر گډېدو راشه سردارې

پر څنگ راواوړه چې دې شرنگ دبنگړو شینه

* څنگ اچول یا اېښوول، چې په (لگول) کې ورسره بیا( اړخ) او(ډډه) هممانیز( تکیه کول) کارېدای شی، لکه: زمر پر څنگواښی(څنگواښتی) یا څنگوېږدی(بالش، پشتی، متکأ) څنگ اچولی، اېښوولی یالگولی دی.

* یوڅه څنگ ته اچول، لکهترخ ته اچول، یو څوری-کوری د یانه(سفر) په موخه له ځان سره اخېستل، لکه د یوه کامه وال په دې طنزیه ټپه کې:

تا د شړومبو کټۍ پر سرکړه

ما دسوکړکو کوری څنگ ته واچونه

* یوڅه څنگ یا ترخ ته اچول، کوم ځای، یانه (سفر) ته روانېدل:

تا د شړومبو کټۍ پر سر کړه

ما د سوکړکو کوری څنگ ته واچاونه

* څنگ کښلځان کښل، ځان سپمول، پر څنگ کېدل، څنگ کول، ډډه کول...

څنگ کول، لکه پاس، په دې بېلگه کې:

پر مورچل نېغ ورځه، ټیټ نه شې

پښتون زلمی له مرگه څنگ نه کړی مینه

* (سره) څنگ پر څنگ اچول، اړخ پر اړخ یا خوا پرخواکول، یوځای کول : زمر

دوې ربړې(مسألې) یا سکلووې(موضوع گانې) سره څنگ پرڅنگ اچولې دی.

* (له چا یایوه چاره) پرڅنگ کېدل،  له یوڅه ځان یوخواته کول یا ډډه کول چې پارسی انډول یې (کنار رفتن؛ پهلو تهی کردن) راځی او(کنار آمدن)  یا(باهم کنار آمدن) یې بیا په مثبته مانا له ←(څنگ پر څنگ کېدل) سره اړخ لگوی.

*(یوڅه، څوک) څنگ ته کول- یوخوایا ډډې،ته کول، له کتاره اېستل، هیسته کول؛ له پامه غورځول: زمر خپل گاډی یا سامان یو څنگ ته کړ.

. * پر(تر) څنگ لیدل- کاږه لیدل:

سترگې تورې، تر څنگ گورې

د سپوږمۍ خورې، په شغلو دې واخېسته

سترگې دې تورې پرڅنگ گورې

د نجلۍ سترگې مې له ملکه ورکوینه

……………………….

د پچا لورې مخ راواړوه چې مرمه( مخ)

. *څنگ ته راتلل- څوک د چا خوا یا لوری ته راتلل، د دې څرگندنې ناکره بڼې (څنگ څخه راتلل) او (څنگ سره راتلل) له لغمانه تر پېښوره لږوډېر ویل کېږی چې موږ یې په لنډیو کې یې یوازې د کره بڼې څرک لگولی دی،لکه:

څنگ ته مې مه راځه جانانه

سبا به بوی د لونگین درڅخه ځینه

*پر څنگ تلل یا پر ډډه تلل-  (له چاڅخه) پر څنگ تېرېدل یا له مخامخېدو ډډه کول:

پتڼ له شمې پر څنگ نه ځی

زه به دیار له غمه ولې پرڅنگ ځمه

. * پر څنگ تېرېدل، لکه پر څنگ تلل:

څنگه پرڅنگ رانه تېرېږې

ناترسه یاره لېونۍ درپسې شومه

*د چا له څنگه یاله خوا جدا کول-ېدل- څوک له چا بېلول-ېدل:

پا چایی تخت مې په کار نه دی

ما دې دیار له څنگه نه جدا کوینه

*(اغزی) تر څنگونو ختل- پاتې راتلل، نه بریالی کېدل،لکه:

بورا د گلو په(پر) بوی راغی

گل یې بوی نه کړ، خاریې وخوت ترڅنگونه

(څنگونه) کېدای شی، له آره څانگونه(وزرونه، لاسونه) اوسی!  

*یوڅه ته څنگ یا څنگونه ورکول- (څنگ پر څنگ کېدل)،(غېږ پر غېږ کېدل) او (غېږ ورکول) سره په ورته جاج:

پروسږ دا مهال ژوندی وې

سږ خو دې ورکړل تورو خاوروته څنگونه

* دواړه څنگونه خوړل، دالکه ځینې نور غړی(سر، سترگې…) چاته د ښېرالپاره کارول کېږی، لکه:

ټپوس کوتره پرخوله یووړه

شابازه وخورې مرکنډۍ، دواړه څنگونه

* سره همڅنگ کېدل، مل کېدل، یولاس کېدل، لکه:

سپک به د سپکو په دوستۍ شی

خس چې له باد سره هم څنگ شی، بادیې وړینه

۱۹= څنگل-څنگلېcaƞgə́l-caƞgə́le  (آرنج)  

انگرېزی یې elbow,crazy-bone،)دلاس د پاسنۍ اوکښېنۍ غبرگېدونکې برخې،  په نورو ټکو، د(متې) او(لېڅې) په منځ کې د یوځای کېدنې خوځنده درېگوټ (زاوی) مخ و _څټ ته ویل کېږی، هغه هم زیاتره شا ته وتلې(محدبې) برخې ته چې د سوک  غو ندې ترې د وهنې کار اخېستل کېږی- دننه ژوره(مقعره) برخه یې په یومتل (چېرې…،چېرې څنگل) کې له ښځینه نوږیز غړی سره ورته ښو ول شوی دی. له تاریخی – آرپوهیز پلوه هم د(څنگ) ووړنوم دی او د(څنگ) غو ندې  دومره گړنې یا څرگندنې لنډې تنگې دی.

× سر پر څنگل اېښوول

سر پر کږه څنگله کېږده

مخ مې راستون کړه، ښکلوه شینکی خالونه

سر پر نرۍ څنگله کېږده

تا د نرۍ څنگلې ډېر کړه ارمانونه

سر مې پر ښۍ څنگلې کښېږده

پر کیڼه لېچه مې بنگړی دی، مات به شینه

* (د چا )تر سرلاندې څنگل اېستل یا کول، لکه:

څنگل اوږده رالاندې باسه

مټ دې بالښت کړه چې پرې سر د یارۍ ږدمه

* (دچا) پرڅنگل خوب کول یا ویدېدل، لکه:

ځانله پالنگ ورته انگار شی

چاچې دیار پر څنگل کړی وی خوبونه

* څنگل یا څنگلې ماتېدل د ننگرهار خواته، هغه هم زیاتره د ښېرا لپاره کارول کېږی، لکه چې وایی: څنگل دې ماته شه! څنگلې دې ماتې شه!

۲۰= خوا xwā-xwā́we

څنگ، اړخ، ، ډډه، پلو، لوری، زړه،خاطر،اشتها،هیله، ملاتړ…  ان (نس)، لکه په (خواگرځېدل، خواگرځن) کې یې هممانیزونه اوځایناستی راځی. په دې لړکې تر ډېره د(زړه)  له اړوندو گړنواوڅرگندنو څخه توپیر نه لری. جوتغونډونه (د مړوخوا، یوخوا، بلخوا، هرخوا، له هرې خوا، لره خوا، بره خوا…)، بېلنگونه (خواگرځن، خواگرځی، خواگی، خواییز…)، تړنگونه ( پښتو نخوا،نیمه خوا، خواپرخوا، خوا ترخوا، شاوخوا، خواوشا، خواوخاطر، خواتورن، خوا توری، خوابدی، خواستغی،خواچپی،خواټول،خواټولی، خوا خپور، خواخپوری، خوا خوږی، خواخوښی، خواشینی،…).

نوموالې (اسمی) او کړوالې(فعلی) گړنې-څرگندنې یې په لاندې ډول گڼې  بېلگې وړاندې کېږی.

* خوابدول-ېدل (خپه کول-ېدل، خوابدی یاپیکه کول-ېدل (خپه کول- کېدل؛ زړه را جگېدل: زمر له توره خوا بده کړ، یې خوا ځنې بده یا پیکه شوه.  

* خواته کېدل یا زړه ته کېدل- یوڅه ته هڅه، میل کېدل، اشتهاراتلل: د زمر خواته څه نه کېږی؛(خوا پوټه کېدل) ورته جاج رانغاړی.

* خواتورول-ېدل یا خوا تو ری کول-ېدل (له یوڅه یا چابېزارول-ېدل:  له ببری نه د زمرخواتوره شوه، یا: ببری له ځانه د زمر خوا توره کړه.

* خوا شنه کول-کېدل یا خواشینی کول-ېدل -خپه کول-ېدل: تور د زمر خوا شنه کړه، یا: له توره یا له تور سره دزمر خوا شنه شوه.

* خواپرخواکېدل یا ول-استل-ډېر نژدې کېدل: زمراوتور(سره) خواپرخوا شول یا ول-دی.

* خواگرځول-ېدل (کرکه کول، راتلل یابېزارېدل، گرځون  یاکانگې کول: زمر له توره خوا گرځوی، د زمر خوا گرځی

* په خوا (او) خاطرکې نه گرځېدل- بېخی هېرېدل یانه یادېدل: زمر د تور په خواخاطرکې نه گرځی (د ټینگار یا شدت لپاره، یا پر((خوا)) پیاوړی خج راځی او یا تر وستربل روسته خجن((هم)) سرباری کېږی..

* له خوا خاطره وتل د تېر په څېر.

* خوا سړول-سړېدل، یخول-ېدل،بېلابېل کارونځایونه یې، لکه زړه سړول…):

بېلتونه ښه خوا دې سړه کړه

د غم گېډی راته تړه، زه به یې وړمه

ټوکر ټوکر مې کورته یوسئ

چې دملالو نجونو خوا راسړه شینه

ټوټې ټوټې مې ورته یوسئ

د لېونۍ  دمور چې خوا رایخه شینه

ذرې ذرې مې ورله یوسئ

چې د کاسیرې لنډۍ خوارایخه شینه

(روستۍ لنډۍ: سلمی شاهین ۲۳).

* له دوو-دواړو خواوو یوڅه کول، یو کار په گډه ترسره کول،لکه:

ټپ-ټک خو په دواړه لاسه کېږی

اشنایی هم له دواړو خوا(وو)مزه کوینه

* خوا (پر چا-چاته) پیکه کول-کېدل، خوا پرچا بدول-بدېدل: زمر ته(له قاره) د تورخوا بده شوه پیکه شوه؛(له خواخوږۍ)تور پر زمر خوابده کړه… .

* د چا خوا نیول، د چا پرخوا- په خواکې درېدل، د چاپلوی کول)؛ څوک په خوا پورې نیول یاپر چا پام ساتل یا ژغورل: تور د زمر خوا ونیوله…یایې وژغوره.

څوک خواته نژدې نه پرېښوول-له چا لرې گرځېدل یا بېزارېدل، تور زمر ځان ته نژدې نه پرېږدی یا ځنې لرې گرځی.

 *خوا مړېدل یا مړه خوا کېدل-ول-استل یا گرځېدل سترگې مړېدل، بې نیازه کېدل؛ بېغمه کېدل، لکه په لنډۍ کې:

که مې نصیب د بدو نه وای

یاربه مې یار وو، مړه خوا به گرځېدمه

* یوڅه یوخواته کول، د هیسته کولو یا بېځایه کولو په جاج:

پېکی دې یوخواته شانه کړ

د وروځو منځ کې دې شین خال راښکاره شنه

* خوا یا څنگ ته راتلل یا له خوانه تلل، لکه:

پرېږدې ده ناخوالې نور، راشه زما خوالره

نه لرم اسره بله، بې له تا بل چالره(گلکڅونه ۵).

* د چاخوا یا څنگ ته درېدل، د ځان ژغورنې  او پنا وړنې په جاج:

بېلتون دباب راباندې وکړ

زه ژړغونې د یار خواته ودرېدمه

*نیمه خوا کېدل،بې برخې کېدل،نهیلېدل

راشه چې سوله سره وکړو

عاقبت مرگ دی، نیمه خوابه شو مینه

ته په ځوانۍ کې ځوانیمرگ شې

ستا په یارۍ کې نیمه خواشومه مینه

 xwlə- xwle۲۱= خوله-خولې

ژبه، خبره، او مچې یې مجازی ځېلونه گڼل کېږی، هرگوره، د مچولو یا ښکلولو لپاره یې زیاتره کوشینه یا تصغیری بڼه (خولگۍ) کارول کېږی؛ خو د(خبرې، وینا) په مانایې،له زړه سره د مخاوی (تقا بل) لپاره آره بڼه(خوله) راځی؛ په شعرو لنډۍ کې هرگوره، داتوپیرد تول وتال اړوندېږی. اړوندجوتغونډونه اوهمداراز بېلښتی او تړښتی وییونه چې په اسانه له کړ، په تېره مرستیالکړ سره پرگړنواوڅرگندنواو ړی:

وازه خوله( هېښ، بېځوابه← وازه خوله نیول یا پاتېدل)،کړشوپه خوله(بې غاښو، کنډاس)؛ خولور یا خوله ور، بې خولې، خولپوټی، خولبوری، پوچ خولی، وېړخو لی، وچخولی؛ ارتخولی، چینگخولی وازخولی، لوی خولی ( پق: د دغو پېنځو پر ماناسربېره،دهن پاره یا پوچخولی هم مانا کړی)، پټخولی،خولخوږی(گنده بغل)، خولخونده (مېوه)، خوله خندا،خولخوټکه(پوکڼۍ، کوبۍ یاحباب)،خوله پرخوله، خوله پرخوله -غاړه پر غاړه، خوله پر خوله -شونډې پر شونډو… .

*خوله خندا ته نه جوړېدل، (چاته له دردو غمه) خندا نه راتلل؛ خپه، خواشینی… ول: ( له ډېر غمه) د زمر خوله خنداته نه جوړېږی، په لنډۍ کې، لکه:

خوله مې خنداته نه جوړېږی

پر مخ څپېړې بېلتانه راکړې دینه

په دغه بله کې یې مثبت ځېل راغلی دی:

خوله هې خنداته جوړوله

هجران تر منځ شو، زه یې گیر په غمو کړمه

* خوله پر خوله کېدل-ول، سره ستغې سپورې یا مناقشه کول ؛یوبل سره خولې ښکلول: ببری او سنک سره خوله پرخوله شول؛ زمرک او مکۍ سره خوله پر خوله شول دی یاول. د وییرغاونې له پلوه یې له (غاړه پرغاړه) سره جوړه تړنگ(ترکیب) بیا زیات دودلری،لکه چې وایی: دواړه سره خوله پرخوله او غاړه پرغاړه شول، شوی، ول یا دی؛← غاړه.

* خوله د خولې له پاسه اېښوول- له مانیز پلوه د← (خوله پرخوله کېدل) له دویمې مانا ( په خولو سره ښکلول، یوبل سره خولې ښکلول) سره سمون لری، خو له جولیز پلوه یې په دې لاندې  لنډیو کې سهی کولای شو:   

خوله دې زما پرخولگۍ کښېږده

ژبه مې پرېږده چې گیلې درته کوینه

خوله مې پر خوله کېږده هلکه

ژبه مې پرېږده چې گیلې درته کومه

خوله خو د خولې له پاسه خوند کا

لکه برغولی پر کټوئ مزه کوینه

دابله یې له نټې سره:

خوله مې پرخوله مه ږده جانانه

لاس مې پر زړه کښېږده چې زړه مې کلار شینه

* خوله اخېستل- ښکلول، مچول، لکه په لنډیو کې:

خوله به  په زور درڅخه واخلم

وړوکی نه یم چې زاری درته کومه

خوله به په زوره درنه واخلم

یو مې همزولی، بل زاری درته کومه

خوله مې په بیړه بیړه واخله

شکره نه ده چې په تول به کمه شینه

خوله مې دڅټ له لورې واخله

چې خماری سترگې پرڅنگ درواړومه

خوله مې له دواړو خواوو واخله

منگی مې ولې ښوروې، لمده دې کړمه

خوله مې تر زنې لاندې واخله

مورمې میره ده، بند پر بند مې لټوینه

خوله یا خولگۍ (مچې) غوښتل اوورکول ، لکه ستر خوشال چې وایی:

زه خوشال کمزوری نه یم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه

په لنډیوکې، لکه:

خولگۍ دې راکړه، پر خندا شوې

زه دې له خولې نه پر خندا خوشاله شومه

خولگۍ دې راکړه، موړ دې نه کړم

ته مړه مه شې د دنیا په نعمتونه

خوله مې واړه هلک ته ورکړه

زړگی مې رېږدی، چېرې حال به ووایینه

خوله دې له دواړو خواوو راکړه

یو دې همزولی، بل زاری درته کومه

خوله دې په خپله خوښه راکړه

بیادې نارې کړې چې لړم چیچلی یمه

په خپله خوله چې سوال ونه کړې

په هغه دغه خولگۍ کله درکومه

راشه راشه چې خوله درکم

بېگا مې مړ پر خوب لیدې، زهیره ومه

رادې وستم، خوله دې را نه کړه

جانانه دادې مناسبه نه وینمه

په وربش لو کې دې خوله راکړه

په غنم لوکې به گېډۍ درسره وړمه

خوله تر مماڼې لاندې راکه

خلک به وایی، تور سېرلی دی، پاڼې خورینه

زما په تشه خندا مسته

که خوله درکړه، لېونی به شې مینه

خوله مې دې غوښته، رادې نه کړه

تشه خندا خو دې اوس اور رالگوینه

زما په تشه خندامسته

که خوله مې درکړه، لېونی به شې مینه

د خولې غوښته مې په تا پورې

تېر مې بېلتون کړ، خوله مې ډکه له گردونه

خوله مې ترې غوښته، غېږ یې راکړه

خدایه خیالی لیلا ته ورکړې جنتونه

په سپینو غاښو راته خاندې

مابه د تور ټوپک په خوله ورکړې مینه

راځه چې شرع په ملاکړو

پور پر ابا دی، خوله له ما غواړې مینه

ملا داخپل سېرلی مې راکړه

داستا په کوډو لیلا خوله نه راکوینه

ملا دمینې تاویز وکړه

په شکرانه کې سپینه خوله به درکومه

خولگۍ دې راکړه خپله یاره

سخته جگړه ده، د مورچل پر لوری ځمه

د جنازې بازو مې نیسه

چېرې به ما په راستۍ خوله در کړې وینه

…(پښتو لنډۍ ۱۳۶۱-۱۳۶۵)

*خولې ته سوړ اسوېلی راتلل- خواشینی کېدل، لکه په لنډۍ کې:

خولې ته مې سوړ اسوېلی راغی

زړگیه ستابه اشنا بیا یاد شوی وینه

* خوله خنداته نه جوړېدل

خوله مې خنداته نه جوړېږی

پر مخ څپېړې بېلتانه راکړې دینه

خوله مې خنداته جوړوله

هجران ترمنځ شو، زه یې گیر په غمو کړمه

* په ډېرو ویلو خوله ستړې کول-ېدل، دا څرگندنه د هغه چا له خوا کارول کېږی چې اورېدونکی یې خبره نه منی او ډېر ورته غږی، لکه چې وایی: پلانی ته مې په ډېرو ویلو یا وینا خوله ستړې کړه یا ستړې شوه(خو و یې نه منله).

*(یوچاته) خوله اچول یاپرچا خوله یېله کول، پرې خوله راپرانېستل، یا پرچا

خوله  خلاصول، تر یا دخولې تېری کول – یو څوک کنځل، رټل یا پرچاژبنی تېری کول: زمر (بېځایه) تورته خوله واچوله یا یې  پرې خوله یېله کړه؛ دغه غونډ له آره له سپی سره تړاو لری او د انسان لپاره له سپکاوی کارول کېږی، لکه چې وایی: سپی سوالگرته خوله واچوله(حمله وکړه)؛

*خوله چینگول ،چینگه (وازه،ورانه، وېړه، ویته، خلاصه) نیول یا پاتېدل – شرمېدل، بې ځوابه پاتېدل، سوال کول: زمر خوله چینگه کړه یا چینگه ونیوله، د زمرخوله چینگه (وازه) پاتې شوه؛ (خوله وېړه یا ویته نیول) پر پاسنیو ماناوو سربېره (بېځایه خندل)، همداراز(پر خپله پړه منښته کول) او( په خبرو کې بېځوابه پاتېدل) جاجونه هم رانغاړی.

*خوله ورانول ( ورانېدل)- څه ناڅه په پاسنی جاج: د زمر خوله ورانه شوه.

*(خوله ورانه ورانه کول) ورته  کړن د(پرلپسېوالی) له جاج سره راڅرگندوی..

*چا ته په سوال یا غوښتنه خوله ورانول- له چا په ټیټو یا نه سترگو یو څه غوښتل : تور زمر ته (د یوې مړۍ ډوډۍ) په سوال یا غوښتنه خوله ورانه کړه.

*خوله کږول یا خوله کږه کږه کول د پاسنیو گړنو په ورته جاج.

*د چاله خولې چونگ، سوڼ یا سپڼ نه ختل یا خبره نه وتل-  پر پاسنی جاج سربېره، (کو رټ چوپ پاتېدل) مانا هم رانغاړی: دزمر له خولې یو چونگ (هومره) و نه خوت یا نه خېژی، یا یې یو سوڼ، سپڼ، خبره له خولې ونه وتل یا نه وځی.

* خوله پرېکول یا نیول- خبره پرېکول،هېڅ نه غږېدل: تور(خپله) خوله پرې کړه.

* خوله په مومو وهل-  د پاسنیو گړنو سپڼ یا سوڼ نه کول، خوله چوله کول-ېدل ، بېخی چوپېدل اوڅه نه ویل، په ورته جاج.

* خوله پر جوپه تلل، لکه پاس.

*.خوله وازه وازه کول- کېدل- په پرلپسې ډول غځونې کول، ستومانی، ارږمۍ یاارږمی (کهالی، فاژه، خمیازه) کښل، اېستل، خوب راتلل یا خوبولی کېدل:(له ستومانۍ یا خوبه) زمر خوله وازه وازه کوی، یا یې خوله وازه وازه کېږی، غځونې کوی یا ارږمی کا ږی.

* (خوله دوه جریبه وازول یا خلاصول) د پاسنۍ گړنې یو سخت و سپک ځېل دی.

* (چاته)خوله وازول یا خلاصول- کنځل، ستغې سپورې یا بدردویل؛ ښېراکول:  مېرمنې مېړه ته خوله وازه یا خلاصه کړه.

* ترخولې تېری کول- بلوسل، تېری یا تجاوز کول، سپکې سپورې ویل: زمر تورته تر خولې تېری کوی چې له نوی جاج سره (د خولې تېری کول) هم دود شوی دی، پارسی انډول یې(تعرض زبانی کردن، زور گویی کردن) راځی.

* خوله له خنداډکه ول-استل- خوښ خوشاله ول-استل، لکه په لنډۍ کې:

که خوله مې ډکه له خندا وی

چې را پر یاد شې، پر ژړا، پر ناروشمه

* خوله نه درېدل یا نه پارچاوېدل- پرلپسې غږېدل او چاته وار نه ورکول یاد اورېدونکیو د زړه تنگۍ خیال نه ساتل، لکه چې وایی: د سنک خوله نه درېږی یا نه پارچاوېږی او یایې درېدل او پارچاوېدل نشته، او لا کله وایی: د سنک خوله لکه ماته ژرنده پرلپسې کړنگېږی یا گړبېږی….

* د خولې جلو سستول_ېدل- گډې وډې، بې ادبه یا بې سروبوله غږېدل: سنک د خولې جلو سست کړ یا سست شو.

* خوله ستړې کول- له ډېرې غږېدا او خبرلوڅۍ په جاج: سنک(خپله) خوله ستړې کړه.

* خوله وېښتان کول- ډېر او بېواره او بېځایه غږېدل: د سنک خوله وېښتان کړی دی.

*خوله له واکه وتل یا بېواکه کېدل، ول-استل، په پاسنیو جاجونو.

* پر چا خوله راخلاصول- څوک بېخرته کنځل، نتل، رټل یا سپکه سپانده کول: زمر پر سنک خوله راخلاصه کړه؛ کله ناکله پرې داهم ورزیاتوی: او سخت  ردبد یې ورته وویل؛ نور(اوږده او توند) ځېلونه یې: (سترگې یې پټې کړې او خوله یې پرې راخلاصه کړه)، (سترگې یې پټې کړې او څه چې یې پر خوله راتلل یا راتلای شول) هم ویل کېږی یا(سترگې یې پټې کړې او هغه څه یې ورته وویل چې بل چا کله نه دی ویلی) او داسې نور؛ همداراز: ← تر خولې تېری کول،  خوله اچول، خوله ایله کول.

* دخولې خوند بدول، پیکه کول یا خرابول – له هر لگه او لوگه، سړی نه سړی سره  غږېدل، یا ځنې پوښتنه غوښتنه …کول چې د چا خبره، په خبرو نه ارزی: زمر(له توره د پور په غوښتنه هسې) د خو لې خوند بدوی.

* خوله خلاصېدل- روژه یا دروژې میاشت پایته رسېدل: د  تور خوله (نوره) خلاصه شوه، یا د خلکو خولې خلاصې شوې.

* له چاسره د خولې خندا یایوه خوله خندا درلودل- له چاسره یوه(تشه) سلام الیکی لرل: زمر له تور سره(یوه تشه د) خولې خندا لری؛ (د خولې خندا) د نوموالې گړنې په توگه پر دغه جاج سربېره(ظاهری یا لباسی او ریاکارانه خندا) مانا هم رانغاړی؛ (خولې خوند) بیاد لومړۍ یا څرگندیزې مانا (مزۀ دهن) تر څنگ گړنیز جاج (خور منځ، سلیقه) مانا هم ښندی؛ خولخوند یا خولخونده (مېوه)، خولوېش (د یوې پلرگنۍ د غړیو تر منځ د ځمکنۍ یېبرې یا حاصلاتو وېش) هم د ورته نوموالې لړۍ بېلگې بللای شو تولپېر(ټاکنتړنگونه).

* خوله وازه نیول تلل یا ختل- یوه کارته هېښ یا ناتوانه پاتېدل:  ببری خپلو زده کړو ته خوله وازه ونیوه یا یې خوله وازه ولاړه (وخته).

*خوله لگول-  په خوله ژوبلول؛ سخت ښکلول؛ باد، سیلۍ،  ساړه یا ناروغی رامنځته کېدل: زمر د تور پر لاس خوله ولگوله؛ سنک د  زرمینې پر مخ خوله ولگوله؛ په ژمی کې باد، سیلۍ…(بېخی) خوله لگوی؛ په لنډۍ کې:

کمیس مې لنډ ونیسه مورې

وطن پردی دی، بوټی خوله رالگوینه

کمکۍ نجلۍ پر یارۍ پوه شوه

لکه لړم پر دېوالو خوله لگوینه

راشه یو نوی کفن راکړه

کفن مې زوړ شو، چینجی خولې رالگوینه

*خوله چاته اړول، گرځول یا مخ چاته اړول- یوڅه له چا غوښتل، یا هیله غوښتنه کول: زمر تور ته خوله یامخ واړاوه.

* خوله مسکول- مسېدل، موسکی کېدل یا موسکا کول : زمر خوله مسکه یا موسکه کړه، ومسېد یاموسکی شو.

* خوله (خوراکوړ څیزته) نه درېدل یا نه ټینگېدل- د یوڅه خوراک ته تلولی یا بې زغمه کېدل:  سنک روښې(حلواته) نه درېږی؛ یا په یوڅه سخت گړدود: په رسیو نه ټینگېږی.

* غوټه په خوله پرانېستل یا خلاصول- یو اسان کار په لوی لاس ځانته گرانول چې له (غوټه چې په لاس خلاصېږی، په خوله یا غاښو یې مه خلاصوه) متله یې سر چینه اخېستې ده؛ د دغه متل بل ځېل: د لاس غوټه په خوله یا غاښ مه خلاصوه؛ هر گوره، پر گړنو او څرگندنو د نورو اوښتو متلو په څېر دغه گړنه د گړهار په بهیر کې سبکی ادلون بدلون مومی، لکه چې وایی:  د لاس غوټه په خوله یا غاښ خلاصول په کار نه دی یا څه په کار دی.

 * خوله پر غلطه ښورول یا خوله ناسمه ښورول(خوځول)- سمه خبره نه کول: ځیر خوله پرغلطه ښوروی یا سمه نه ښوروی؛ (خوله سمه ښورول) زیاتره د گواښ لپاره راځی، لکه چې وایی: خوله سمه ښوروه یا خوځوه!

*خوله اسمان ته ختل- هېښ   پاتېدل: د ځیر خوله اسمان   ته وخته.

* خوله وتل- پر خوله   تبخال ختل: د تور خوله   وتې ده.

خوله اړول یا ژبه اړول – خبره یاسکالو بدلول: تورخوله… (بلې خواته) واړوله یا ژبه، خبره بدله کړه.

*خوله گرځول- رښتیا نه ویل،  نټه کول: ځیر خوله وگرځوله.

* پرخوله نه راوړل- ټپ منکرېدل د (د چاله خولې چونگ، سوڼ یا سپڼ نه ختل یا خبره نه وتل) گړنې یو ټینگاری بڼه: سنک (ټکی) پر خوله رانه وړ..

*خوله پریوڅه پټول- پر یوڅه منکرېدل، هېڅ نه ویل: زمر پر خپله تېروتنه خوله پټه کړه

*خوله  پټول -پټېدل، ټپول-ېدل، تړل، پورې کول-ېدل- د پاسنۍ مانا تر څنگ (ساختل،مړل) مانا هم ښندی: زمر خوله  پټه کړه، یا یې خوله پټه، ټپه، پورې یا وچه شوه.

* خوله وچېدل- خبرې بندېدل، په خبرو کې ټکنی کېدل(خوله وچه وچه کېدل، خبره په خوله کې ژوول)؛له تندې یا نارو سورو په خوله کې لاړې وچول-ېدل؛ مړل یامړکېدل: د سنک خوله وچه(پټه، ټپه، پورې) شوه.

* خوله وچه وچه کېدل- په خبرو کې ټکنی ټکنی کېدل: د سنک خوله وچه وچه کېږی؛(په لومړۍ مانا) ←ژبه وچېدل، غاړه وچېدل، ستونی وچېدل.

*خوله په مرگ ټولول_ېدل- د ښېرالپاره کارول کېږی، لکه چې وایی: خدای دې په مرگ خوله ټوله کړه یاخوله دې په مرگ ټوله شه!

* د چا خوله پلټل، لټول، بویول، سپړل د چاله خولې خبره اخېستل او یا خبرې کښل، اېستل – په چل ول  له چاخبره اخېستل، څوک پټ او نا سیده په اښتنه پوښتنه پر خبرو راوستل: تور د زمر خوله وپلټله، ولټوله یا یې ځنې خبره واخېسته.

خاورې پرخوله کېدل، ډېر تاوانی یا دېوالی کېدل؛ مړل: د سنک خاورې پرخوله شوې.

* خاورې په خوله پورې مښل، ځان تشلاس ، نېستمن او بېوزله ښوول یا د چا خبره (اقتصادی ریاکاری) کول: ببری په خوله پورې خاورې مښی؛ همداراز د(بد مرغه کېدل) او (مړل) په ماناوو هم دود لری.

* خوله اسمان ته نیول،ډېر بېوزله، بې رزمنې یابې نفقې کېدل: تور خوله اسمان ته نیولې ده…. .

* خوله د ماتولو ول-استل، دا گړنه د لومړی وگړی(متکلم) له خواډېره کارول کېږی او هغه هم پر خپلو کړو خبرو د پښېمانۍ پر وخت: خوله مې د ماتولو ده.

* خوله په سوک ماتول-ېدل یا خولې ته سوکان نیول- دا گړنه پرخپلو خبرو د پښېمانۍ یا د بل چا پر خبرو د قارژلی غبرگون  په موخه کارول کېږی چې په لنډۍ کې له شاعرانه انځورسره غاړه غړۍ شوې ده:

خولگۍ د مرگ په سوک ماتېږی

زه پټه خوله د مرگ له غمه گرځومه

*په خوله کې خبره وچول، د چا خبره ناببره پرېکول: زمر د تور په خوله کې خبره  وچه کړه.

* د چا په خوله (نه) ول یا استل- چې زیاتره له(نه) سره راځی، د چا خبر ه منل یا نه منل): تور د زمر پر خوله نه وو یا نه دی.

د چا په خوله پیاز نه خوړل- چاته یا د چا خبرو ته څه ارزښت نه ورکول: زمر د تور په خوله پیاز(هم) نه خوری.

* خبره په خوله کې ژوول-سمه سهی یاسپینه خبره نه کول: زمر خبره په خوله کې ژوی؛ یا دپارسی متل او گړنې  په پېښو(شپ شپ کوی او شلتالو نه وایی) شونډې زبېښل…

*خبره په خوله یازړه کې نه ساتل یا د ساتلو توان نه درلودل- راز نه ساتل یا یې د ساتلو توان و ججوره نه درلودل_ ببری یوه خبره په خوله(زړه) کې نه ساتی، نه شی ساتلای یا یې د ساتنې ججوره(وړتیا) نه لری؛ خبره په زړه کې نه ساتل.

* پرچا خوله (راسپړل یا) پرا نېستل – چاته توندې تېزې ویل: زمر پر تور خوله را پرانېسته؛← خوله خلاصول، خوله ایله کول….

* (دچا)پرخوله یوڅه( او) پرزړه بل څه ول-استل- رښتینی نه ول، دوه ژبی ول ، په نوروټکو، په خوله یوڅه وایی او په زړه کې یې بل څه وی:

پر خوله یوه، پر زړه دې بله

مرگ دې مېلمه شه چې دې خلاص له غمه شمه

*خوله او زړه یو نه ول، یایوژبی نه ول زړه او خوله یو نه ول ، لکه پاس.

* یوه خوله ول- یو ژبی ول، پر یوه خبره ول یا درېدل: زمر یوه خوله دی.

* سره یوخوله ول- همژبی، همبولی ول: تور او زمر سره یوه خوله دی.

*  خوله(دچا) غوږته نژدې کول- یوڅه د چا په غوږ کې ویل، چاته یوه پټه خبره ویل یا رسول چې بل څوک یې وانه وری: زمر خوله د تور غوږته ورنژدې کړه یا په غوږ کې یې یوڅه وویل؛ ملنگ جان وایی: چا غوږکې راته وویل چې جانان مه یادوه…

* د یوڅه خواږه د چا له خولې(نه) وتل، یو چا په یوڅه کې گټه لیدلې وی او لایې ارمانی: د تور له خولې د کاروبار، واک و ځواک…. خواږه لا نه دی وتلی(هدایت اله همیم).

* خوله پرېکول، هېڅ نه ویل، بېخی چوپېدل: زمر خپله خوله پرې کړه خوله نیول.

* خوله(ور) تړل، چوپېدل؛ بډې ورکول: زمر (خپله) خوله وتړله؛ بری د والی خوله وتړله.

* خوله ورډکول، بډې ورکول: تور د قاضی خوله ور ډکه کړه… .

* پر(خپله)خوله لاس اېښوول،چوپېدل، چوپ پاتېدل)؛ خبره پټ ساتل- نه اشوا کول،لکه چې وایی: (غماز راغی، پر خوله مې لاس کېښووه

په لنډۍ کې:

…غمازان ډېر دی، اشنا تېر به دې باسینه ( لاس )

* خوله نیول، لکه پاس.

* دچا پر خوله لاس اېښوول یا خوله ورتړل یاور ټپول(چوپتیاته اړېستل):

سنک دببرک پر خوله لاس کېښووه.

* د چاخوله گنډل یا ورته کولپ اچول او یاپرې برغولی اېښوول ،د پاسنۍ گړنې یو توندوتېز ځېل دی او د یوچا له خواهله ویل کېږی چې څه ښه یا بد یې کړی وی او ټول ورپسې پرلپسې بدرد وایی، او غبرگون یې داسې کوی: پرېږده چې هرڅوک هرڅه وایی، د چا چا خوله به گنډم یا به ورته کولپ اچوم!

* خوله.پر خوله- خوله د خولې له پاسه (نه) اېښوول، ښکلول، مچول، لکه په لنډیو کې:

خوله مې پرخوله کښېږده هلکه

ژبه مې پرېږده چې گیلې درته کوینه

خوله مې پر خوله مه ږده جانانه

لاس پر زړه کښېږده چې زړه مې کلار شینه

خوله خو دخولې له پاسه خوند که

لکه برغولی پر کټوۍ مزه کوینه

خوله پرخوله، شونډه پر شونډه

ژبه مې پرېږده چې گیلې درته کوینه

خولگۍ دې پاس پر خولگۍ کښېږده

له جنجالی پېزوانه واخله جوابونه

* په خوله-خولگۍ څه نه ویل- ، د څه ویلو توان-کابو نه لرل، لکه:

په خوله ویلای درته نه شم

چې دې جفا رایادوم، ژړا راځینه

په خولگۍ حال ویلای نه شم

مینې دې پټ پر زړگی راکړه تور داغونه

په خولگۍ هېڅ ویلای نه شم

پټ په اشنا پسې رنځور له غمه یمه

* خوله په خوله کې اېښوول، د پاسنۍ گړنې یو ټینگاری ځېل، لکه:

خوله دې په خوله کې راته کېده(کښېږده)

ژبه مې پرېږده چې گیلې درته کوینه

*خوله له دواړو خواوو اخېستل، دوه ځلی ښکلول، لکه:

خوله مې له دواړو خواوو واخله

منگی مې ولې ښوروې، لنده دې کړمه

* خوله چوله کول_ېدل، هېڅ نه غږېدل- نه ویل: سنک خوله چوله کړه؛ د تور خوله چوله شوه؛ خوله پر جوپه تلل(په دویمه مانا).

* خوله پرجوپه تلل، بېخی چوپېدل یا له خبرو لوېدل: د زمر خوله پر جوپه تللې ده؛.خوله چوله کېدل، خوله گنډل، خولې ته کولپ اچول….

* خوله چړپول، په وږسولۍ یا بې ادبۍ یوڅه خوړل؛ پر یوڅه شخوند وهل: سنگ خوله چړپوی؛ پق: څه خوړل (خوراک کول).

* د چاد خولې پېښې کول، د سپکاوی په موخه د غږېدا پر مهال د چا د خولې له ښورېدو سره سم خوله ورانه ورانه کول

*د چا په خولې پورې خندل، دملنډو اوسپکاوی  په موخه، په خندا خندا د چا دخولې پېښې کول؛ په یوه متل کې وایی: زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې!

* په گوړه گوړه ویلو- کولو خوله (نه) خوږېدل،دا گړنه له(گوړه گوړه کوه، خوله به دې خوږېږی) په نورو ټکو، (په گوړه گوړه کولو یا ویلو خوله نه خوږېږی) متل څخه آره اخلی او ورته شانزول راپرزړه کوی: یو چا د گوړې په ارمان گوړه گوړه ویل چې گوندې خوله یې خوږه شی.

* روژه پرخوله ول، روژه،روژه تی ول: زمر روژه پرخوله کارکوی؛ یا سنک روژه پرخوله او دروغ وایی.

* خوله (نه) خوځول،( نه) غږېدل چې زیاتره په منفی ځېل چاته د چوپېدا گواښ  په توگه ویل کېږی، لکه: خوله مه خوځوه،(پام نوره) خوله و نه خوځوې، یا: که خوله دې وخوځوله، درماته به یې کړم!

* خوله خوځولوته نه پرېښوول،غږېدا یا خبرو ته څوک نه پرېښوول: زمر ببری خوله خوځولو ته پرې نښووه.

* خبره(دچا) په خوله کې وچول، پاس ورته یو ښندیز ځېل، چا خبره له پیلېدا سره وربندول او نوریې دکولو مخه ورنیول : ببری د سنک په خوله کې خبره وچه کړه، همدارازخوله-ستونی- غاړه وچول-ېدل.

* له چاسره خوله گډول،له چاسره خبره یا خبرې شریکول: لمر له زمر سره کوله گډه کړه

*خوله خوله کول_ ېدل، یو څوک د بېلابېلو خلکو له خوا په دک و دلیل  گرمول کېدل او بېځوابه پاتېدل یایې خوله تړل کېدل: ځیر ته ټول خوله خوله شول؛ په خولو کې لوېدل.

* خوله خوږېدل، څوک یو چېرې د یوڅه پر خوړلو روږدېدل او تل پسې ور تلل: د سنک خوله خوږه شوې ده (او تل د زمر کره ور روان وی).

*خوله غوږۍ کېدل، له نورو ځنې  په پټه خپل راز یوه چا ته ویل: ځیر تورته خوله غوږۍکوی؛ (له چاسره غوږۍ غوږۍ کېدل) د(پس پس کول) په مانا ورته جاج ښندی(جانیخېل منگل).

* پر خوله نه راوړل، دا گړنه  پر (څه نه ویل، چوپېدل، نټه کول …)  جاج سربېره (چاته یوڅه نه  یادول یا یادونه نه کول) مانا هم رانغاړی.

. * پرخوله یا خولې ته څه راتلل، یوڅه پر ژبه راتلل یایې د ویلو توان لرل، لکه چې وایی: څه مې چې پرخوله راتلل، ورته مې وویل؛ په لنډۍ کې:

زړگی زما زخمی زخمی دی

ځکه مسرې په وینو سرې خولې ته راځینه

*(د چا) له خولې وینې تویول- تویېدل، غورځول یا خولې ته وینې راتلل- څو پر یوسخت کړاو اخته کېدل:

راشه د یار خبر دې واخله

پر غرمو(غارمه) پروت دی، ترخولې وینې تویوینه

راشه داخپل مین وگوره

زړه مې چاودلی، ترخولې وینې څڅوینه

پر هر ساعت چې راپریاد شې

پرځای کښېنمه، له خولې وینې غورځومه

(تر- له سترگو وینې تویول)

بل هممانیز ځېل یې (له خولې وینې څڅول) په دغه بله لنډۍ کې راغلی دی:

راشه، داخپل مین وگوره

زړه یې چاودل، له خولې وینې څڅوینه

* په خوله کې ژیړې اوبه درېدل، بدنامېدل، شرمېدل؛ تورنېدل یا گرمېدل؛ ډېر نېستمنېدل؛ سخت وږی کېدل: د تور په خوله کې ژیړې اوبه ودرېدې؛ (ترخولې ژیړې اوبه بهېدل) بیا یوازې(خورا کمزورېدل، ناتوانېدل؛ ډېر نېستمنېدل؛ سخت وږی کېدل) ماناوې ښندی.

* په خوله سره جوړول، دروغ(په وچ زور) رښتیا کول: ځیر په خوله سره جوړوی.

*په خوله سره جوړېدل، په گړنۍ(شفاهی) توگه یوه جوړجاړی ته سره رسېدل: زمر و ځیر سره په خوله جوړ شول.

* په خوله کې سره جوړول یا خوله یوڅه ته جوړول: زمر(یې) په خوله کې سره جوړوی.

* دچا پر خوله باور(نه) کول، پرچا یا د چا پر خبره باور (نه) کول، یا نه باورول: تور پرځیر یا د ځیر پر خبره باور(نه) کوی یا(نه) باوروی

* (یوڅه) په خوله کې تویول، ارمانېدل، خواشینېدل یا تأسف کول: تور(یې) په خوله کې تویوی.

* خوله ټولول، زیاتره د گواښ او سپکاوی په توگه  څوک له غږېدا منع کول، لکه چې وایی: خوله دې(نوره)  ټوله کړه! خوله نیول ، پټول، ټپول، پورې کول…..

* په خوله کې سره توکل- سره همژبی کېدل: تور او زمر سره په خوله کې توکی یا توکوی.

* په خوله یوڅه په زړه بل څه کول (په ښکاره یوڅه ویل او په په پټه نورڅه):

په خوله به جنگ درسره وکړم

د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه

په خوله توبه توبه وباسم

پرتا مین زړگی توبه نه قبلوینه

په خوله خو غږ کولای نه شم

پرېږده چې غم دننه زړه کې وساتمه

* (چاته یوڅه) په خوله ویل ، یوڅه په ټینگار ویل: زمر تورته په خوله وویل چې نور له ماسره مه نښله.  

په لنډیوکې:

په خوله به نوم د وطن ناخلم

که پردېسۍ کې مې اشنا راسره وینه

په شعرکې

یوې ورځپاڼې رانه وغوښتل چې

د ازادۍ په باب یوڅه ولیکم

ماورته تش دومره په خوله وویل

 چې ازادی نشته، نو څه ولیکم (وینه او مینه ۲۵).

* په لویهغوټه خوله ویل- په زیات ټینگاری یا اخطاری گړدود چاته په څرگنده  څه ویل: زمر سنک ته په لویه خوله وویل چې دا کار وکړه یا مه کوه.

* په خوله نه ویل یا نوم نه اخېستل)  اوبیاله توانی دود (امکانی صیغې) سره یو مخاوی(تقابل) رامنځته کوی:

په خوله مې هېڅ ورته ونه وېل

تر سره پېزوان لاندې دې وچیچل غاښونه

په خوله دې هېڅ راته ونه وېل

تر سترگولاندې دې باڼه ورپاونه

په خوله دې نوم اخېستای نه شم

پټ په زړگی کې وطنونه لټومه

……………………………..

پټه ژړا دې په دیدن پسې کومه

……………………………

پټې سلگۍ دې په دیدن پسې کومه

…………………………..

تر سپین پېزوان لادې دې وچیچل غاښونه

…………………………..

تر سترگو لاندې دې باڼه ورپاونه

……………………………

په تېغ د سترگو دې زخمی کړمه مینه

په خوله ویلای درته نه شم

چې دې جفارایادوم، ژړا راځینه

پر لاره ځم، توبې وباسم

ستا له یارۍ توبه مې خولې ته نه راځینه

همداراز په ژبه هېڅ ویلای نه شم

پټ په اشنا پسې رنځور له غمه شومه

* (څوک) د چا په خوله ول- کول، څوک د چا له خوښې-غوښتنې سره کول:

ته چې دا اوس د مور په خوله یې

زه خپلې تورې کمڅۍ چاته سپینومه

* وړه خوله او لویه خبره کول- دا  گړنه د نورو گڼو بېلگو په څېر هممهاله د متل او گړنې غبرگ کارونگ لری. او هغه چاته د خندۍ  او سپکاوی ، اریانتیا،گواښ یا نیوکې په توگه ویل کېږی چې پر ساټو باټو راشی او تر خپلې پوهې یا دریځه پورته یوه خبره کوی یا رامخته کوی، په نورو ټکو، د دې پرځای چې ورته ووایی، دا خبره ستا له(کچې(سویې) پورته ده، لنډپرلنډه یې په یوگواښنده او بیا هېښنده گړدودترغوږه ورتېروی: وړه خوله او لویه خبره!

*(یوڅه  ته) خوله نه درېدل- له ولږې او سراښتیا(حرصه) یوه خوراک ته ترور اوتلو لی کېدل: دببری خوله روښې(حلوا)  نه درېږی.

* واښه پر خوله رسۍ یا پړی پرغاړه داله غبرگو گړنیزو کړولو(قیدونو) رغېدلې غونډ او هممهاله جوړه تړنگ د(((ننواتو چاته یا چاکره ننواتې ورتلل)) جاج رانغا ړی چې د پښتونولۍ دکوډ یا دویغونډ(دقوانینو یانرخونو ټولگې)  یو رغنده ټوک بلل کېږی. دا وړ سختې ننواتې پخپله خوښه یاد ولس په سپارښتنه د یوې خورا سختې گناه، لکه وژنې، کور سوځونې… د بښنې په موخه ترسره کېږی چې ردول یې هم له دغه کوډه سرغړاوی بلل کېږی. غاړه.

*پوچه، بده یاسپکه خوله لرل یا پوچخولی ول- پوچه،بده، سپکه ژبه لرل یا بد ژبی ول خوله د چا  په واک کې نه ول..

* په خوله کې(را-در-ور) لوېدل- یوه خبره بیا بیا راغبرگول؛ د نورو په خبرو اتروکې ور لوېدل یا غوټه کېدل(مداخله کول: د واده خبره د تور په خوله کې لوېدلې؛ سنک د هرچا په خوله کې ورلوېږی.

* په خولوکې لوېدل، غورځېدل یا پرېوتل- یوه خبره، سکالو، پېښه… په خلکوکې خپرېدل، اوازه دروازه کېدل، گونگسه کېدل یا پرگونگوسو (افواهاتو) بدلېدل: د زمر مېړانه په خولوکې لوېدلې ده؛ (خوله پرخوله کېدل) هم ورته جاج  رانغاړی.

* په خوله کې وهل- په ځاځ  یاگواښ د چا خبره پرې کول، لکه خبره په خوله وچول: تور سنک په خوله کې وواهه.

* پر وچ هډوکی خوله وهل- یو بې گټې وټې کار کول: تور( هسې) پر وچ هډوکی خوله وهی.

* خولې ته سوړ اسوېلی راتلل یا له خولې سوړ اسوېلی وتل-اېستل- خواشینی کېدل:

خولې ته مې سوړ اسوېلی راغی

زړگیه ستابه اشنا بیا یاد شوی وینه

خولې له مې سوړ اسوېلی راغی

زړه ته مې بیا جانان له کومه پر یاد شونه

* تر خولې یا تر سر شنه دودونه ختل ( تر شونډو شنه دودونه ختل)

تر خولې مې شنه دودونه خېژی

زړگی مې سوځی د بېلتون په سره اورونه

تر(له) خولې وینې تویول یا وینې گرځول- پر سخت رنځ اخته کېدل:

پاس پر کمره ولاړې زرکې

یار مې رنځور دی، تر خولې وینې تویوینه

* تاو د زړه له پاسه تېرول- د زړه درد پرځان تېرول یا زغمل

تاو به د زړه له سره تېر کړم

بې درده یارته به و نه وایم حالونه

* له خولې وینې راتلل- سخت نولېدل:

تر خولې مې سېل د وینو راغی

د بېلتانه لړم پر زړه خوړلی یم

خوله خنداته نه جوړېدل- چاته له غم و درده خندا نه ورتلل:

خوله مې خنداته نه جوړېږی

پرمخ څپېړې بېلتانه راکړې دینه

……………….

بېلتون څپېړې پر سپین مخ راکړې دینه

خوله مې خنداته جوړوله

بېلتون ترمنځ شو، زه یې ښکېل په غمو کړمه

* کړشوپه خوله ول_ استل یا نیول-)بې غاښونو تشه خوله) چې یوازې کړشوپ هم(بې غاښو) ته ویل کېږی:  دسنک خوله کړشوپه ده یا کړشوپ دی.

* زړه خولې ته راتلل- ډېر تنگېدل زړه.

* خوله بېځایه ښورول یا خوځول-  بېځایه غږېدل: تور(هسې) بېځایه خوله ښوروی؛ (خوله مه ښوروه!)، (خوله وښوروه!) یې ورته امرو نهې دی.

*  خوله وتل پزه وتل- تبخال ختل یا اېستل: د زمر پزه وتلې ده یایې پر خوله (او یا پزه) تبخال ختلی دی.

* خوله د ماتولو-  استل – ول، دا دهغه چا په تړاو ویل کېږی چې پر کړو خبرو خورا پښمانه، په پښېمانو پښېمانه، یا په شډله بڼه(د غولو پرخوراک) وی، لکه چې وایی: خوله مې د ماتولو ده(چې هسې خبرې مې کولې).

* دچا په خوله (نه) کول-څوک د چا په امر یا غوښتنه یوڅه(نه) کول: ببری هر کار د زمر په خوله(نه) کوی.

* زړه خولې ته راتلل زړه

* خوله کږول یا کږه کږه کول- په ټیټو سترگو، په مات مخ… له چا څه غوښتل؛ همداراز چاته په سوال خوله ورانول.

* پرخوله یوه او پر زړه بله، د (دروغو) په جاج، لکه:

پرخوله یوه، پر زړه دې بله

مرگ دې مېلمه شه چې دې خلاص له غمه شمه

* په سپینه خوله یوڅه کول-ېدل یا ول، د سپینې خولې(په ورکړه) څوک یوه کار ته هڅول:

پېزوان مې خړو اوبو ډوب کړ

په سپینه خوله به لامبوزن ورکوزومه

په سپینه خوله لېونی مست دی

ځکه د تورو خولې ته غاړه غړۍ ځینه

* (یوڅه) د چا په خوله(نه) کول

د چا په خوله غولېدل، تېروتل- تېرېستل یا دوکه کول-ېدل

د چا په خوله چې دوکه نه شې

۲۲= خېټه-خېټې xéṭa-xée(معده-شکم)

ډېری پښتانه خېټه-گېډه-نس سره هممانیزکاروی او پق هم درېواړه(شکم، بطن) ژباړلی، خو داچې عربی پاسنۍ برخه (معده) بولی او لاندې برخه(بطن) او همداراز نورې ژبې، لکه انگرېزی هم  د دوو بېلابېلو فیزیولوژیکی برخو د توپیر لپاره پر (stomach) او(belly) ویشلی دی، نو پښتو یې هم پر(نس -خېټه) یا لږه ادبی (نس-گېډه) سره وېشلای شی؛ هرگوره، د(خېټې) اړوندې گړنې او څرگندنې  بیا زیات دود لری. بېلنگونه او تړنگونه تر گېډې د خېټې او بیا نس ډېر مخې ته را ځی،لکه: گېډو، گېډور؛ خېټو،خېټور؛ نسو، نسور، نسواند، نس پړسی، نسخو ږی(پر دویم خج ستاینوم او پر روستی نوم)، نسگیر(قبض، قبض) نس بهی، نس ناسته؛ نس تشول(ډکې متیازې کول)، نس(نه) مړېدل، له نسه کول-ېدل(اسهالول -ېدل)، د نس یا خېټې غم تر هرڅه زیات دی… .

* خېټه (پربل چا) اړول یاتاوانول- د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې له کنجوسۍ  پرخپل کور یا په خپل لگښت څه نه خوری او د یوبل کره یا دیوبل په لگښت د څه خوړلو هڅه کوی- سنک(خپله) خېټه پر بل اړوی یا تاوانوی؛ ځان پر بل چا تاوانول، پر بل ډوډۍ اړول یا تاوانول..

* خېټه، نس یا گېډه ډکول- مړۍ خوړل، ځان مړول؛ بډې ورکول: تور(خپله) خېټه ډکه کړه؛ سنک د قاضی خېټه ډکه کړه.

* خېټه، نس تشول- ډکې متیازې کول: بې شرمه سړی (ځای بېځایه) خېټه یا نس تشوی

* خېټه کول- څربېدل، چاغېدل؛ بلاربېدل: ببری خېټه کړې ده؛ زرمینې خېټه کړې ده.

د مستې خېټې کار کول- بې له کومې اړتیا یو کارکول: ځیر د مستې خېټې کار کوی؛ (د مړې خېټې پارسی ویل)  یې د یوې مانا له مخې هممانیزه راځی او دویمه یې مانا یې له دې رازېږی چې چا د خېټې ډکولو لپاره پښتو غږېده او چې موړ شو، پارسی یې راخپله کړه، یو شاعرځنې همدا مانا اخېستې او ویلی دی:

په نهاره دې خبرې په پښتو کړې

اوس پارسی وایې چې خېټه دې مړه شوه

* پر یوڅه خېټه اچول- یوڅه بلوسل(غصبول): تور د ځیر پرځمکه خېټه اچولې ده.

* یوڅه ته خېټه په اوبوکې اېښوول- د یوڅه لاسته راوړلو په موخه کلک په تمه ول یا یې د بلوسې(غصب) لپاره کابو لټول: تور د نیکه پاتوړې(میراث) یا سرکاری ځمکې ته خېټه په اوبوکې اېښې ده.

* له خېټې ( او خوټې) ځارول- د هغه چا په اړه ویل کېږی چې خپله شتمنی (یو مخ) پر بېځایه  مزو چړچواو لوچگریولگوی: زمرک هرڅه له خېټې( او خوټې) ځار کړل یا یې ځاروی.

*هرڅه په خېټه خوړل، ورکول یا له خېټې ځارول- د هغه چا په تړاو ویل کېږی چې هره گټه وټه یا شتمنی یوازې  یا زیاتره پرخوراک(اوڅښاک لگوی: ببری هرڅه په خېټه خوری یا ورکوی.

* پر خېټه مین ول- په پاسنی جاج.

خېټه ډکه، خوټه لکه ول- داغبرگغونډله که څه هم له آره متل دی، خو د متل په توگه جلادومره نه ویل کېږی، بلکې د گړنې په توگه د خبرو په بهیرکې ډېره ویل کېږی؛ هغه هم د داسې یو چا په تړاو چې له دغو دوو پژنیو غړو یا غریزو پرته ورسره بل سوچ و سودا نه وی؛ دا بولنه(مقوله) هم لږوډېره ویل کېږی: په ژوندکې یا خېټه ده یا خوټه، یا په نورو ټکو: په دنیا کې له خېټې او خوټې نور څه دی، لکه په دې طنزیه څلوریزه کې:

هغه خبرې مارکس و فرواید وکړې

چې وې له مخه له نورو پټې

د انسان آره اړه به څه وی

پرته له خېټې، پرته له خوټې (اندوژوند۷۹)

* له خپلې خېټې یا گېډې رااېستل له ځانه رااېستل، دا دهغه چا په اړه ویل کېږی چې بې دک و دلیل یا اخځ و لاسونده پرکومه علمی،فرهنگی یا انفارما تیکی څرگندونې یا لیکنې څېړنې کوی، لا یونیم یې دغه کړن ته (گېډولوژی) وایی.

* (له ولږې) په خېټې پورې تیږې تړل-  سخته ولږه تېرول یا ډېر وږی ول- استل:  

سنک له ولږې په خېټې پورې تیږې تړلی، یا دومره وږی دی چې په خېټې پورې یې تیږې تړلې؛ داسې هم وایی: چې کار و نه کړم، په خېټې پورې خو تږې تړلای نه شم

* (دچا) پر خېټه ختل- دا څرگندنه یوبل ته د گواښ په توگه وایی: پر حېټه به دې وخېژم!

* خېټه نه ده،پېټی دی- داهم هغه ته له ټوکو یاسپکاوی ویل کېږی چې لویه خېټه لری؛ خېټه یا گېډه، لکه خیږ، جوال، گوډی… پړسېدل، لویېدل یا لویه ول- استل هم ورته کارونگ لری.

۲۳= ډډه- ډډې áa-e (پهلو، بغل، جنب، جانب)

زیاتره له(اړخ) او(څنگ) او څه ناڅه(خوا) سره هممانیز کارول کېږی او له دې سره لږوډېرې  ورته گړنې څرگندنې رامنځته کوی.

* ډډه کول- یوڅیز-کار، مرسته…له چا درېغول یا ځنې(ځان) سپمول:

تور د زمر له مرستې ډډه وکړه.

* پر ډډه کېدل، اوښتل پراړخ- څنگ اوښتل.

* ډډه- اړخ اچول –  دغځېدل، پرېوتل، څملاستل) ورته جاج ښندی، داسې چې څوک پر(ډډه) پرېوځی، نه سم ستونی ستغ: زمر پر ارام څوکۍ یا توشک ډډه اچولې ده.

* ډډه  یاڅنگ لگول- تکیه کول، له تېرې څرگندنې سره یې توپیر دادی چې هغه په ملاسته او دا په ناسته(تکیه کول) مانا رانغاړی: ځیر څنگواښتی، ډډی یا سر وېږدی نه ډډه یا څنگ لگولی دی؛ له (یوڅه پر ځان منل)  یا (پرغاړه اخېستل) جاج یې له(اوږه وروړل-ورکول) سره په دویمو ماناوو  هممانیز کارول کېږی: ځیر د زمر مرستې ته ډډه(اوږه، څنگ) ورلگولی یا وروړی دی.

* (یوه کارته) ډډه(نه) لگېدل، یوه کار ته هڅه-زړه(میل) نه کېدل: د ځیر کوم کارته ډډه نه لگی.

*ډډه یا ډډې لگېدل سولېدل، ټپی کېدل یا ورستېدل – دا څرگندنه زیاتره له باری څاروی سره ویل کېږی چې بار یې یوه یا دواړې ډډې سولولې او پوستکی یې تور سره اوښتی او یا بېخی ټپی او ور شړولې اوسی؛ له یوه وگړی سره هله ویل کېږی چې له ناروغۍ نه ډېر مهال ځای پر ځای پروت وی او راجگېدای نه شی،لکه:

داوږدې ناروغۍ له لامله د سنک ښۍ، کیڼه یا دواړې ډډې لگېدلی دی؛ یایونیم وایی: برایی خوب نه راته،او له ډېرو اوښتو رااوښتو مې (بېخی) ډډې ولگېدې- پخوابه چې په روسته پاتې کلیوالوکې پېړې او پستې توشکې نه وی او د رنځورا نو ډډې به و لگېدې یا وسولېدې، نو کورنیو به یې له وسې سره سم ډډو ته، یا تر ډډو لاندې وړۍ، پختې، پاغوندې یا ورته پاسته توکی وراېښوول.

* ډډه اړول- ډډه یوې خواته اړول یا گرځول او یا له یوې ډډې نه بلې ته کېدل: زمر دېواله ته ډډه واړوله.

* ډډه ورکول اوږه ورکول.

* پر ډډه اړول یا اوښتل

که مرچک خان ورسره نه وای

لاوڼ به څوک پر ډډه واړوی مینه

چې مابه څوک له مرۍ تېرکاندې مینه

اړوند مطالب


خراسان، خوراسان/ پوهانددوکتور م.ا. زیار


آریک ژبه ۶-۷ زره کاله پخوا مړه شوې/ پوهانددوکتور م.ا. زیار


گران او هڅاند هوتک صاحب/ پوهانددوکتور م.ا. زیار


گران او هڅاند اجمل ښکلی/ پوهانددوکتور م.ا.زیار

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56223

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *