ګډو ځواکونو په هوایی څو بریدونو کې د طالبانو د یوه مهم قومندان په ګډون ۱۷ تنه وسله وال وژلی دی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 112831

د افغانستان دفاع وزارت
وایی د غزنی په اندړو، د بادغیس په بالا مرغاب، او کندز کې یې له ائتلافی ځواکونو
سره په همغږۍ تازه هوایی حملې کړې او په پایله کې  یې د طالبان د یوه سیمه ییز قوماندان زر علم په
ګډون ۱۷ وسله وال ترهګر وژلی دی.

د دفاع وزارت له لوری د
خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، هوایی ځواکونو د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د لیتب په سیمه کې ٣ تنه طالب ترهګر وژلی او یو میل دهشکه یې له منځه وړل شوې.
خبر پاڼه زیاتوی چی د غوڅ ملاتړ د هوایی بریدونو پر مهال چې د افغان ځواکونو په همغږې تر سره شوی د
بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند سیمو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز
قوماندان زرعلم په ګډون ١٠ تنه نور وسله
وال وژل شوی دی.

دغه راز دیوه بل خبر له مخې په کندز ولایت
کې هم د یوې هوایی حملې په پایله کې ۴ طالب وسله وال وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112831

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *