ګلبدین حکمتیار: راسره شوی تړون ۹۵ سلنه نه دی پلی شوی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112694

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار یوځل بیا له حکومته شکایت کړی چې د ورسره شوی تړون پنځه نوی سلنه غوښتنی یې نه دی منل شوې.
نوموړی وایی، له حکومت سره د سولې دا معاهده لیک یې په خپل لاس لیکلې او د ټولو شرایطو د منلو ژمنه راسره شوی وه، خو تراوسه یوازی ۵ سلنه عملی شوی.
حکمتیار وایی، جنګ یې د افغانستان په ګټه نه و، له سنګره یې په کابل کې پاتې کېدل بهتره و ځکه یې له جګړې لاس واخیست او کابل ته راغلی، خو په وینا یې، ډېر تأسف کوم چې د معاهدې د هر بند ګام په ګام مخالفت شوی دی.
حکمتیار زیاتوی، په معاهده کې راغلی و چې د دوو میاشتو په موده کې به یې ټول بندیان خوشې شی، مګر په وینا یې، دوه کاله تیریږی چې په ګڼ شمیر بندیان یې لا هم په زندانونو کې پراته دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112694

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *