ګلبدین حکمتیار: ددې شړېدلی حکومت په پرتله د طالبانو واکمنۍ به ښه وی

  • خپرول: ۲۶ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 108566

د حزب اسلامی‌حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وایی، که طالبان پر کابل واکمن شی نو ده پر درېیو لارو غور کړی دی.
هغه له شمشاد تلویزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان کابل ونیسی، دوی به څه کوی، وویل، یوه لار دا ده چې تر دې حکومت د طالب حکومت ته ترجیح ورکړو.
هغه وویل: «د دې پر ځای چې واک د دغه اوسنی ناکام او شړیدلی حکومت په لاس کې دی، طالبان به ښه وی.»
په وینا یې، دویمه لار یې دا ده چې له طالبانو سره شریک شی او درېیمه دا چې بېرته پخوانی عادت ته وګرځی او جګړه ورسره وکړی.
هغه د سولې خبرې ګټورې وبللې او زلمی خلیلزاد یې مناسب استازی یاد کړ، خو دعوه یې وکړه چې دی هم په دې خبرو کې غلی نه دی پاتې شوی او ان زلمی خلیلزاد یې مشورې منلې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108566

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *