ګلبدین حکمتیار: بهرنیان په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کوی

  • خپرول: ۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117279

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کوی چې بهرنیان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ښکاره لاسوهنه کوی او د شفافو او عادلانه انتخاباتو په وړاندې خنتډونه جوړوی.
د سې شنبې په ورځ د اسلامی حزب له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ښاغلی حکمتیار دا ادعا د دوشنبې په ورځ له خپلو یو شمېر پلویانو سره په کتنه کې وکړه.
ده ویلی«بهرنیان په افغانستان کی د ځواکمن حکومت، معتبر پارلمان او ملت شموله ګوندونو د جوړېدو مخنیوی کوی او د خپلې خوښې حکومت د جوړولو په لټه کی دی.
بهرنیان د افغانانو ترمنځ د ملی یووالی ختمول او د قومونو جنګول غواړی او هڅه یې دا ده چی افغانستان د عراق او سوریې له برخلیک سره مخامخ کړی.»
ښاغلی حکمتیار په دې اړه توضیح نه ده ورکړې چې د افغانستان په انتخاباتو کې د بهرنیانو د مداخلې په اړه د ده ثبوت څه دی او یا له دې سره سره چې بهرنیان په انتخاباتو کې لاسوهنه کوی ولې یې ځان کاندید کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117279

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *