ګلاب منګل، محمد امین کریم او جمعه خان همدرد ته نوې دندې ورکړل شوې

  • خپرول: ۱۱ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 74082


Fb-Button

تاند- د ننګرهار پخوانی والی ګلاب منګل د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې رییس وټاکل شو او د حکمتیار د اسلامی حزب دوه غړی جمعه خان همدرد او محمد امین کریم په ترتیب د هرات والی او د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی دی.

د حزب اسلامی او افغان حکومت په خبرو اترو کې د حزب اسلامی د پلاوی مشر انجنیر محمد امین کریم

ګلاب منګل چې د هلمند، او ننګرهار د والی او د قومونو او سرحدونو چارو وزیر په توګه کار کړی، د عبدالمطلب بېک پر ځای د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

محمد امین کریم، چې د اسلامی حزب او دولت ترمنځ د سولې په پروسه کې یې د حکمتیار د مرکچی پلاوی د مشر په توګه مهم رول ولوباوه، د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی دی.

جمعه خان همدرد

همداراز د بغلان، جوزجان او پکتیا پخوانی والی جمعه خان همدرد د اصف رحیمی پر ځای د هرات والی ګومارل شوی دی.

د ښاغلیو رحیمی او عبدالمطلب بېک د نویو دندو په اړه څه نه دی ویل شوی.

اړوند مطالب


په بلخ کې پر جمعه خان همدرد په برید کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته


امین کریم وایی، عطا محمد نور له دولتی امکاناتو د انتخاباتی کمپاین لپاره کار اخلی


د جمعه خان همدرد ساتونکو د پکتیا یو ولسوال وواهه


لاریون کوونکی: جمعه خان همدرد دې محاکمه شی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=74082

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *