ګزارش نامه افغانستان:‌ قسیم فهیم خپل مشر احمدشاه مسعود د «خرکوس» په نامه یاداوه

  • خپرول: ۱۸ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 35382

تاند- د ګزارش نامه افغانستان په نامه خپرونه لیکی، چې د شمال ټلوالې وژل شوی قوماندان احمدشاه مسعود د خپل ژوند په وروستیو میاشتو کې له یونس قانونی، قسیم فهیم او معلم نعیم څخه کرکه کوله او هغوی یې له ځان نه لیرې کړی ول.

د رزاق مامون په مدیریت خپرېدونکې دغه خپرونه زیاتوی، چې احمدشاه مسعود په دې هکله خپل یادښتونه او دلایل په تاریخی ترتیب سره لیکلی چې اوس د هغه ورور احمد ولی مسعود سره خوندی دی.‌

دغه خپرونه لیکی، چې احمدشاه مسعود د یونس قانونی په هکله ویل چې هغه جاسوس دی، او قسیم فهیم بیا احمدشاه مسعود ته د «خرکوس» خطاب کاوه.‌

د ګزارش نامه افغانستان په راپور کې راغلی، چې فهیم په جرمنی کې د مخدرو موادو یو شمېر شبکو سره ارتباط جوړ کړی وو او د نشه ییزو توکو سوداګری یې کوله.

خپرونه زیاتوی، چې قسیم فهیم همدارنګه په مسکو کې په خپل سر افغانۍ چاپولې.

له دې تازه راڅرګندو شویو معلوماتو څخه ښکاری چې د شمال ټلوالې او په تېره بیا د مسعود په چاپېر د نظار شورا د نژدې حلقې د مشرانو په منځ کې ژور اختلافات موجود وو.

ویل کیږی، چې د نظار شورا پاتې شونی وخت په وخت د مسعود د قاتلینو د پیدا کولو او د هغه د وژلو د کیفیت د معلومولو د هڅې په نامه د افغانستان حکومت څخه پیسې راوباسی او په دې برخه کې یې څو ځلې کمېسیونونه هم تشکیل کړی دی، خو یو شمېر کارپوهان شک کوی چې ښایی د هغه نژدې ملګرو د هغه په وژنه کې لاس لرلی وی له دې امله یو له بل سره په زغرده همکاری نه کوی او د رسوایۍ مخه یې نیولې ده.‌

اړوند مطالب


د احمدشاه مسعود په نامه مډال د ترلاسه کوونکی تقدیر نه،‌ توهین دی


مارشال محمد قسیم فهیم ومړ


د افغانستان پوځی پوهنتون د مارشال فهیم په نوم شو


ملی ایتلاف وایی، قسیم فهیم د عبدالله د کاندیدیدو ملاتړ وکړ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=35382

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *