کیم جونګ اون روسیې ته د سفر چمتوالی نیسی

  • خپرول: ۱۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 82231

د روسیې د فدراسیون شورا مشر والنتیا ماتوینکو تېره ورځ شنبه وویل چې د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون روسیې ته د سفر په موخه خپل چمتوالی اعلان کړی دی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د روسیې پارلمان تېره ورځ په پیونګ یانګ کې په یوه ناسته کې د شمالی کوریا له مشر سره لیدنه او خبرې وکړې.
د یاد راپور له مخې، ماتتوینکو ټینګار وکړ: هغه مسولیت چې د ولسمشر پوتین له خوا ماته سپارل شوی وو، ترسره مې کړ او دده پیغام مې ولوست.
په ورته وخت کې کیم جونګ اون هم روسیې ته د رسمی سفر په موخه خپله لېوالتیا او چمتوالی اعلان وکړ.
د هغه راپور له مخې چې د روسیې سرچینو له خوا خپور شوی، ماتوینکو په دغه سفر کې ماموریت لرل ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا یو لیک د شمالی کوریا مشر ته ورسوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82231

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




48 − 47 =