ککړ چاپیریال د بدمرغیو پایله! | ذبیح الله تنویر/پکتیا

  • خپرول: ۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 33744

چاپیریال زموږ د اوسیدو ځای ته وایی،یا هر هغه څه چې زموږ په شاوخوا کې شته د چاپیریال په نوم یادیږی،یا په بله وینا د فزیکی او بیولوژیکی چاپیریالونو مجموعې ته چاپیریال وایی،چې په فزیکی چاپیریال کې د ټول غیر ژوندی موجودات شامل دی او په بیولوژیکی چاپیریال کې بیا ټول ژوندی موجودات شامل دی،چې بیا په خپل وار سره ددې دواړو چاپیریالونو د ژوندیو موجوداتو ترمنځ اړیکو ته ایکولوژی وایی،دا چې ژوندی موجوداتو د عیر ژوندیو موجوداتو سره په مستقیم او عیر مستقیم ډول اړیکې لری،نو په خپل وار سره په یو او بل باندې د متقابلو اړیکو درلودونکی هم دی،یا په بله وینا یو چاپیریال د بل چاپیریال تکمیلوونکی دی،د یو چاپیریال په نه شتون کې بل چاپیریال بې ارزښته ده،دا چې چاپیریال د ژوندیو موجوداتو د اوسیدو ځای دی،نو اړینه ده،چې د ژوندیو موجوداتو د ښه او اسوده ژوند تیرولو لپاره یو پاک چاپیریال رامنځته شی.

پاک چاپیریال د هغو ناخوالو مخه نیسی،کوم چې شاید په راتلونکی کې د ککړ چاپیریال څخه رامنځته شی،لکه د تودوخی د درجې لوړیدل،شدید طوفانونه،شدید سیلابونه، د خاورې تخریب،د اوزون د طبقې له منځه تلل، د ژوندیو موجوداتو ته د سختو ناروغیو پیښیدل، د ایکو سیستم ګډوډی،د ژوند د توازن له منځه تلل او داسې نور یادولی شو،نو د همدې امله لازمه ده چې نړیوال حصوصآ د هېواد اوسیدونکی د چاپیریال پاک ساتلو ته جدی پاملرنه وکړی،ترڅو د هغو حطرونو مخه ونیول شی کوم چې په چاپیریال کې د ککړتیاوو څخه منځ ته راځی.

که اوسنی چاپیریال د پخوانی چاپیریال سره پرتله کړو، نو دا راته په ډاګه کیږی،چې د ژوند چاپیریال ورځ تر بلې د ککړیدو په حال کې ده او شونې ده په راتلونکی کې په بې سارې ډول ککړ شی،چې ککړیدل به یې په ژوند کې د لویو عبرګونونو سبب شی،چې د ککړیدو یو لوی سبب یې د اوسنیو صنعتی فعالیتونو زیاتیدل او چاپیریال ته د وګړو نه پاملرنه په ډاګه کولی شو،کوم چې په پایله کې یې د ژوند چاپیریال په لوړه کچه بدرنګ شوی ده،اوسنی ځینې ناخوالې کوم چې موږ ته راپیښیږی یا په ژوند کې بدلون،د کلتور تعیر، د حالاتو بدلون یا په ټوله کې بدلونونه د چاپیریال په بدلیدو سره بدلون کوی،ولې موږ ته نه محصوصیږی،خو هغه متل چې وربه شې خبر به شې موږ او تاسو ته په راتلونکی کې د هغو بدو ناخوالو پته لګیږی کله چې راپیښ شی او په سترګو یې ووینو،بیا به کومه ګټه ونه لری ځکه کله چې اوبه له ورخه تیرې شی بیرته نه راګرځی،چې له ډلې یې د اوزون طبقه یادولی شو کوم چې د ژوندیو موجوداتو په ژوند کې لوی ارزښت لری،د اوزون طبقه د یوې پردې حثیت لری او نه پریږدی چې د ماورای بنفش وړانګې ځمکې ته داخلې شی ،ولې کله چې دغه طبقه یا پرده له منځه ځی، نو د ماورای بنفش وړانګې کولی شی په اسانۍ سره د ځمکې کرې ته داخلې شی او د ځمکې په کره کې د ژوندیو موجوداتو د مختلفو ناروغیو د پیښیدو او د مړینې سبب شی.

د ژوند چاپیریال د ډول ډول ککړتیاوو په پایله کې د ککړیدو تر سرخده رسیږی،چې له ډلې یې د هوا ککړتیا،د اوبو ککړتیا،غږیزه ککړتیا،د خاورې ککړتیا او نورو ککړتیاوو یادونه کولی شو،کوم چې په اوسنی چاپیریال کې دا ټولې ککړتیاوې تر سترګو کیږی،هره ورځ له دې ټولو ککړتیاوو سره مخ کیږو،نو حتمی ده چې د ورځې په جریان کې به ناراخته او ناارامه ځانونه اخساسوو ،بیا نو د هفتی په پای کې حتمی دومره ناروغه کیږو چې تر روغتونه مو ورسوی،ایا دا ټول د چاپیریال د ککړیدو وجه نه ده؟ حتمی ده چې ټولې ناورغۍ کومې چې موږ او تاسو ته راپیښیږی د ککړ چاپیریال له وجې دی.

د تودوخې د درجې لوړیدل یوه بله ستونزه ده ،کوم چې د چاپیریال د ککړیدو له وجې رامنځته شوې،د تودوخې درجه د پخوا په پرتله په بې سارې ډول لوړه شوی،او اټکل شوې ده چې د چاپیریال ساتنې د نه پاملرنې په پایله کې به د تودوخې درجې په ډیره زیاته کچه لوړه شی،چې د تودوخې د درجې لوړیدل به د داسې عبرګونونو سبب شی،چې موږ ډیر یې تصور نه شو کولی،لکه د یخچالونو ویلی کیدل،وخشتناکه سیلابونه،شدید طوفانونه،د خاورې تخریب، د ژوندیو موجوداتو ژوند ته زیان رسیدل،وچکالی،بخر ته د نږدې هېوادونو ډوبیدل او نور یادولی شو.

د ځمکې د کرې د ګرمیدو او بیا په پایله کې د خطرونو د پښیدو میکانیزم داسې ده،چې کله چې د ژوند په چاپیریال کې ځینې فعالیتونه سرته رسیږی،ددې په نتیجه کې مختلف ګازونه هوا ته پورته کیږی،چې د پورته کیدو په پایله کې یې د ځمکې څخه پورته یوه پرده جوړیږی،کله چې پرده جوړه شوه،چې دغه پرده د ګلخانې خثیت لری،ښکاره ده

کله چې د لمر وړانګې له خپلې منبع څخه حرکت کوی،نو ځمکې کرې ته ځان رسوی،په اول قدم کې ددې وړانګو سرعت زیات وی،کولی شی له هغې پردې څخه تېرې شی کومه چې د ګازونو په پایله کې جوړه شوې ده ،ځمکې ته په رسیدو سره په ځمکه باندې لګیږی څه نا څه وړانګې د ځمکې په واسطه جذب کیږی ،دلته ځمکه ګرمیږی ،چې دې ته په طبعی ‌ډول د ځمکې د کرې ګرمیدل وایی ،ځینې وړانګې بیا انعکاس کوی بیرته جوړې شوې پردې ته ځان رسوی دلته په ځمکه د لږیدو وروسته یې سرعت کم شوی وی ددې وړتیا نه لری چې له دې پردې تېرې شی بیرته ځمکې ته راګرځی ،دا سلسله جریان لری یعنې د لمر وړانګې د ځمکې او د دغې جوړې شوې پردې ترمنځ بندې پاتې کیږی او په بې سارې ډول د ځمکې د کرې د ګرمیدو سبب کیږی.

کله چې د ځمکې کره ګرمه شوه،نو ښکاره ده چې په پایله کې به یې یخچالونه په ویلې کیدو باندې پیل وکړی، په ویلی کیدو سره یې موږ د څښلو یا پاکو اوبو سرچینه له لاسه ورکوو،دا په دا مانا کله چې د تودوخې درجه ټیټه وی،نو یخچالونه په تدریجی ډول سره ویلی کیږی اودغه اوبو زموږ او ستاسو د استفادې لاندې راځی،خو ولې کله چې د تودوخې درجه ډیره لوړه وی نو یخچالونه په یو وار سره په ویلی کیدو باندې پیل کوی،په دې سره د اوبو منابع له لاسه وځی، هغه اوبه کوم چې د یخچالونو د ویلی کیدو په پایله کې راغونډې  شوې په زیات حجم سره د شدید سیلاب په ډول سره راوځی،نو ښکاره ده چې شدید سیلابونه په اول قدم کې د خاورې د تخریب سبب ګرځی،د کلیو او ښارونو د له منځه تګ سبب کیږی،د انسانانو او حیواناتو د ژوند لپاره د حطر  باعث کیږی، په کروندو کې د کرل شویو نباتاتو د له منځه تګ سبب کیږی،کله چې غذایی مواد تولید نه شی نو ښکاره ده چې د لوږې سبب به وګرځی،دغه سیلابونه په د تخریباتو سره مل ځان سمندرونو ته ځان رسوی،کله چې سمندر ته رسیږی،نو د سمندر د سطحې د لوړیدو سبب کیږی،کله چې په سمندر کې د اوبو سطحه لوړه شی،نو ښکاره ده چې سمندر ته نږدې هېوادونه به له ډوبیدو سره مخ شی ،کله چې هېوادونه تر اوبو لاندې کیږی ،نو هغه بخرانونه چې دې هېوادونو ته به پیښ شی خپله یو څو دقیقې فکر وکړی چې څه به پیښ شی.

د چاپیریال بدرنګوالی هم په خپل وار سره د ژوند چاپیریال کې د ډیرو بدو اغیزو درلودونکی ده،په پاک چاپیریال کې سړی روحآ تازه وی ولې په بدرنګ او چټل چاپیریال کې بیا سړی ځان ستړی او خفه اخساسوی ،کله چې سړی روحآ ستړی وی ښکاره ده چې په جسمی ډول به ناروغه وی،نو ددې لپاره باید د یو پاک او سوتره چاپیریال د رامنځته کیدو لپاره تر بل هر څه ډیره پاملرنه وشی.

د چاپیریال په ککړیدو سره به د ځمکې پر مخ د ژوند کولو توازن له منځه ولاړ شی،ایکو سیستم کوم چې د ځنځیر په شان حثیت لری که په دې ځنځیر کې یوه کړۍ له منځه ځی ورسره په څنګ نوره کړۍ یې هم حلاصیږی بیا په مکمل ډول له منځه ځی،نو ددې لپاره چې د ژوند کولو توازون مو ساتلی وی،نو باید د چاپیریال ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته شی تر څو دغه توازون برقراره وساتل شی.

که هر څومره د ککړ چاپیریال په بدو اغیزو باندې وغږیږو،نو دې پایلې ته به ورسیږو،چې ککړ چاپیریال د بدرنګ ژوند د رامنځته کیدو سبب کیږی،نو دهمدې لپاره باید لاندې نقاط په نظر کې ونیول شی تر څو تر خپله وسه د چاپیریال ساتنې لپاره مو خپل مسولیت ادا کړی وی او هم مو خپل ژوند ته مثبت بدلون ورکړی وو.

  • د صنعتی فعالیتونو د ترسره وی لپاره باید هغه ساخې په نښه شی،کومې چې د ښارونو څخه لری موقعیت ولری.
  • د ځنګلونو د قطع کیدو مخه باید ونیول شی،هغه ځنګلونه کوم چې په طبیعی ډول شتون لری د هغوی ساتنه او رغونه باید وشی.
  • د زاړه انجن لرونکو موټر له استعمال څخه باید ډډه وشی.
  • هغه ساخې چې ډیرې د تخریب سره مخ دی،په هغو ځایونو کې باید تر ډیره نباتات کینول شی.
  • کثافات باید د ښار څخه په لرې ساخو کې دفن شی.
  • د ډبرو سکرو د سون پر ځای باید له بادی او یا لمریزې انرژۍ څخه ګټه پورته شی.
  • د ځمکې د لوڅیدو څخه باید مخه ونیول شی،چې ددې چارې لپاره نباتې پوښښ ښه نتیجه ورکوی.
  • په فابریکو کې باید باکفیته مواد استعمال شی.
  • د چاپیریال ساتنې قوانین باید عملی شی.
  • په کورونو کې د اضافی موادو د تولید لپاره باید کثافت دانې جوړې شی.
  • اوداسې نور.

اړوند مطالب


د چاپیریال ساتنې په اړه تبلیعاتی کمپاین پیل شو


د چاپیریال ساتنه زموږ مهمه اړتیا ده/ عبدالباری حمیدی


چاپیریال او وګړی/ لیکوال: محمدالله شېرزی


چاپیریال ته ورپېښ ګواښ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=33744

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *