کوچیانو د پکتیا – خوست او کابل – لوګر لویې لارې د څو ساعتونو لپاره وتړلې

  • خپرول: ۲۰ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41027

سلګونه کوچیانو تېره ورځ د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د خوست ولایت ځینو اوسېدونکو په وړاندې اعتراض وکړ او د پکتیا – خوست او کابل – لوګر د تګ او راتګ بهیر یې د څو ساعتونو لپاره وتړل.
اعتراض کونکی وایی، دغه اعتراضی حرکت یې د یاد ولایت اوسېدونکو له لورې د خوست کوچیانو د تګ او راتګ بهیر د تړلو په خاطر ترسره کړی دی.
دغه کسان چې شمېر یې څه باندې ۵۰۰ کسانو ته رسېژی، تېره ورځ د پل علم په التموره سیمه کې په اعتراض لاس پورې کړ.
اعتراض کونکی کوچیان خبرداری ورکوی، ترهغه چې د ښار سره د ببرک تانه او علی شیر سیمو د کوچیانو د تګ او راتګ بهیر خلاص نه شی، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41027

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *