کوټه کې هزاره وګړو خپل پرلت ختم کړ

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 112788

کوئٹہ

د انځور حقوق
Reuters

Image caption

کوټه کې د جمعې ورځې ځانمرګی برید پر ضد پرلت روان دی

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالی وزیر شهریار اپریدی په بلوچستان کې د مېشتو هزاره وګړو له مشرانو سره کتلی او د دوی پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده. هلته روان پرلت اوس پای ته رسېدلی.

د پاکستان د کورنیو چارو فدرالی وزیر شهریار اپرېدی وایی، په بلوچستان کې مېشتو هزاره وګړو سره لوی ظلم شوی دی او حکومت دې سختو شېبو کې د دوی ترڅنګ ولاړ دی. ښاغلی اپرېدی د دوشنبې پر ورځ کوټه کې له هغو کورنیو سره خواخوږۍ ته ورغلی و چې غړی یې د تېرې جمعې پر ورځ په سبزۍ منډۍ کې ځانمرګی برید کې ووژل شول.

خو هلته راټولو هزاره مشرانو ویلی، دوی تمه درلوده چې لومړی وزیر عمران خان به پخپله د دوی لیدو ته ورشی.

د جمعې ورځې ځانمرګی برید پر ضد په کوټه کې د هزاره وګړو پرلت له درېیو ورځو راهیسې روان دی. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوی وواو تر ۴۰ ډېر ټپیان وو.

د قربانیانو له کورنیو سره د پاکستان د کورنیو چارو فدرالی وزیر ویلی، ځینې کړۍ غواړی چې پاکستان بې ثباته کړی، او په همدې موخه د دې هېواد وګړی د یو بل پر ضد، او ځینې وخت د حکومت او ادارو پر ضد پاروی.

د انځور حقوق
EPA

Image caption

شهریار اپرېدی له غمجنو کورنیو سره خواخوږۍ لپاره کوټې ته ورغلی و

د نوموړی په وینا، دا د پاکستان د پوځ او استخباراتی ادارو برکت دی چې نن پاکستان خوندی دی، که نه نو د سوریې او نورو هېوادونو په برخلیک به اخته و. شهریار اپرېدی یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې حکومت به د هزاره وګړو امنیت خوندی کوی.

خو هلته ورټول خلک د کورنیو چارو د وزیر په ورتګ خوښ نه ښکارېدل او ګېله یې هم وکړه. د دوی مشرانو وویل، تمه یې درلوده چې د نیو زیلنډ د لومړۍ وزیرې په څېر به دلته هم عمران خان پخپله د دوی لیدو ته ورشی او د خپلو خلکو حال به یې وپوښتی.

  • کوټه: ځانمرګی برید کې ۲۰ کسان وژل شوی او ۴۰ ټپیان دی
  • د سنځاوۍ احتجاجی پرلت څوارلسمه ورځ دوام لری
  • “کوټه هزاره قبیلې ته په زندان بدله شوې”

هزاره مشرانو وویل، د ترهګرۍ پېښو کې تر دې دمه د دوی دوه نیم زره وګړی وژل شوی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو ضیاء الله لانګو هم هڅه کړې چې په کوټه کې د هزاره وګړو پرلت ختم کړی او په دې موخه یې له ګډونوالو سره خبرې هم کړې دی، خو هلته ور ټولو خلکو د پرلت له ختمولو انکار کړی دی.

د انځور حقوق
.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112788

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *