کونړ کې دوه سرحدی پولیس ټپیان شوی دی

  • خپرول: ۱۳ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 91342

۱۱ قوس ۱۳۹۷

د کونړ امنیتی چارواکی د دې ولایت په مرورې ولسوالۍ کې پر سرحدی پولیسو د وسله والو طالبانو د برید خبر ورکوی.

د کونړ د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید دهقان خاورمیانه خبری اژانس ته وویل: تیر ماښام د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په غاښی کنډو سمیه کې وسله والو طالبانو د سرحدی پولیسو په پوسته برید کړی، چې دوه تنه سرحدی پولیس په کې  ټپیان شوی دی.

د  دهقان په خبره د امنیتی ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91342

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




9 + 1 =