کونړ ولایت ته د ولسمشر محمد اشرف غنی سفر

  • خپرول: ۱۵ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 107364

د ګډ حکومت مشر ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نن سهار د یو دولتی پلاوی په مشرۍ د افغانستان ختیځ ولایت کونړ ته سفر کړی دی.
نوموړی سره په دې سفر کې د نورو وختونو په نسبت د دولت ښځینه کارمندانې ډېرې وې او هلته یې د دې ولایت په مرکز اسعداباد کې د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ پرانسته وکړه.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ولسمشر غنی په کونړ ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره هم کېښوده.
اشرف غنی په دې وروستیو کې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوی او هلته د ځینو پروژو د پرانستلو خبره کوی خو یو شمیر شنونکی وایی چې نوموړی په دې توګه غواړی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان له پاره کمپاین وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107364

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *