کومې کلمې یوځاى او کومې بېلې ولیکو؟/ اجمل ښکلی

  • خپرول: ۱۷ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 15790

املا عموما په سترګو زده کېږی او په سترګو زده شوې املا تېروتنې ناارادی له یوه نه بل ته او له بل نه بل ته لېږدوی؛ نو پکار ده، چې لیکوال یا شاعر د څه نا څه املایی بصیرت خاوند وی. وړه املایی تېروتنه زموږ په ټولنه کې د لویو لیکوالو او شاعرانو د ادبی کمال جوړې کړې ماڼیو کې درزونه راوستلاى شی. لوستونکى بیا دې ته نه ګوری، چې دا به ناپوهی نه، تېروتنه به وی. لوستونکى ستا پر وړتیا شک کولاى شی. دا خبره موږ ته دا فکر راکوی، چې د کتابونو او نصابونو لیکوال دې له خپلې املا سره احتیاط وکړی او یواځې سترګې نه، فکر دې هم په خپله املا کې دخیل کړی.
د کلمو په یوځاى او بېلو لیکلو کې دوه معیاره لاس لری:

۱٫ مانیز توپیر:

• پکې: که (په…کې) د سربل او وستربل په بڼه راشی او ترمنځ یې نوم راغلى وی؛ نو ښکاره ده، چې بېل لیکل کېږی. لکه: په کوټه کې، په توره شپه کې، په افغانستان کې؛ خو که یواځې راشی؛ نو بیا د سربل او وستربل نه، د ظرفی نومځری(ضمیر) کار ترسروی او پکار ده چې د (مخکې) غوندې یوځاى ولیکل شی. مثلا:

په کابل کې مشاعره وه. بریال هم پکې و/چاى پکې و که نه؟/ دوى هم پکې دی
په لومړۍ بېلګه کې (پکې) د (مشاعرې) او دویمه کې د (چاینک) ضمیر دى.

• پکار/ په کار: (په) که له (کار) سره د سربل په توګه راشی، بېل راځی، مثلا: په کار کې مې مداخله کوه، په کار سړى له بېوزلۍ بچېږی؛ خو که د ټینګاری قید په توګه راشی؛ نو څرنګه چې د یوې کلمې کار ترسروی، یوځاى ورسره لیکل کېږی. لکه:

پکار ده، چې خپلو ماشومانو ته غوسه ونه کړو/ نوی ولسمشر ته پکار ده، چې له درغلۍ سره سخت چلند وکړی.
• لپاره: سمه ده، چې دا د (له…ه) له سربله جوړه ده؛ خو څرنګه چې د یوې کلمې په توګه راغلې او سربلی ترکیب یې جوړ کړى؛ نو یوځاى یې لیکل پکار دی، چې (له) پکې نور سربل نه دى پاتې او د مختاړی دنده لری.
د خپل هېواد لپاره یو بوټى وکره/د خداى لپاره سره کېنئ/د کور لپاره مې سود سودا کوله

• په خپله/ پخپله: (په) له (خپل) نه هله بېل راځی، چې سربل وی:

ځان په خپل کور کې مېلمه راته ښکارېږی/ځان مې په خپله حوصله له بلاوو وژغوره/په خپله خوښه یې دا کار کړى/ په خپله خوله یې راته وویل، چې درځم/ په خپل لاس یې شولې وکرلې

خو کله چې(په) سربل یا مستقل توک نه وی او له (خپله) سره ګډ قید جوړ کړی؛ نو بیا ورسره یوځاى راځی او اشتقاقی کلمه یا قید ورسره جوړوی، چې بېلول یې سم کار نه دى. همدارنګه د (خپل) هم اصلی مونث حالت(پخپله) راځی، چې (د جنس، عدد او حالت له پلوه) بېخی نه اوړی:

ولسمشر پخپله واک وسپاره/ ما پخپله پر ځان کړی، یار ګرم نه دى/ کمیس یې پخپله وګانډه/پخپله راغلى
د (په خپل) او (پخپله) اسان توپیر د انګلیسی انډولونو له مخې هم کولاى شو. د لومړی انډول په انګلیسی کې (own) او د دویم (+self/selves) دى.

ځان ته/ ځانته: که (ته) وستربل و؛ نو بېل دى. لکه: زه ځان ته وایم/ ځان ته مې جامې جوړې کړې/ هر څوک ځان ته رمبى وهی/ ته ځان ته کمپاین کوې

خو هله ورپسې د روستاړی غوندې نښلی، چې په ګډه قید جوړ کړی او د (یواځې، تنها، ګوښی) مانا ولری، لکه:
احمد په کور کې ځانته دى/ ولسمشر د درغلۍ ضد مبارزه کې ځانته دى/ زه ځانته(یواځې) راغلم/هیڅوک یو هېواد ځانته نه شی ابادولاى/ما دا کنده ځانته ډکه کړه.

ما دا کوټه ځان ته(د ځان لپاره) جوړه کړه.
ما دا کوټه ځانته(په یواځې ځان) جوړه کړه.

• بې: دا که د سربل په توګه راشی بېل لیکل یې غوره دی. لکه: بې زحمته راحت نشته/ بې الله مې بل اسره نشته/ بې مطالعې راباندې ورځ کال شی/بې کاره ژوند سخت وی؛ خو که د مختاړی په توګه راغى او له بل نوم سره یې صفت جوړ کړ؛ نو بیا اشتقاقی صفت دى او پکار ده، چې یوځاى یې ولیکو: بېکاره، بېوزله، بېوسه، بېسره، بېډبه، بېواکه، بېګناه، بېلارې، بېسارى، بېشکه.

خو په راپورو شویو عربی کلمو کې یې بېل لیکل غوره دی: بې عقله، بې علمه، بې انصافه.

• کم: چې مختاړى شی، بیا په خپل وروستنی جز پسې نښلی: کمعقله، کمیابه، کمبخته، کمسارى.
• هم: دا هم چې له نومونو سره صفتونه جوړ کړی؛ نو له نومونو سره یوځاى راځی: همفکره، همخیاله، همکار، همجنس، همماله، همزولى، همرنګه، همغږى، هملارى

• پورېوتل او پرېوتل: په ځینو رسنىو کې (پورېوتل) (پورې وتل) او (پرېوتل) ( پرې وتل) لیکل کېږی. دا دواړه له (وتل) فعل نه جوړ دی؛ خو مانا یې ورسره توپیر لری. (پورېوتل) که (پورې وتل) ولیکو؛ نو بیا لومړى جز هم فشار لری او د فعل جز نه، بلکې قید وی؛ خو په (پورېوتل) کې مرکب فعل دى او لومړۍ برخه هم د فعل نابېلندویه برخه ده.

• زدکړه/زده کړه: لومړى هغه نوم دى، چې د (تعلم/ازمودن) مانا لری؛ خو دویم بیا د امر فعل دى، چې د (بیاموز) مانا رسوی؛ نو لومړى یوځاى راځی، ځکه په پښتو کې د کلمو په منځ کې د زور(a) واول ګرافیم (بڼه) نه لری:
یوه ملت ته د هر مسلک زدکړه پکار ده/دولت د پښتو د زدکړې لپاره پروګرامونه جوړ کړی وو.
محصلان که انګلیسی زده نه کړی، مخکې نه شی تلاى/ تا ویل، چې ترکاڼی زده کوم.

۲٫ فشار:

• اضافی ترکیبونه: چې (د) یې حذف شوى وی او د لومړی جز فشار وروستی توک ته اوښتى وی او دواړو په ګډه پوخ(نابېلدونى) ترکیب جوړ کړى وی، ګډ لیکل کېږی:

لیکنښې، خپلسرى، خپلواک، خپلمنځی، میدانښار، کتابښار: خو (د افغانستان بانک)، (افغانستانبانک) نه لیکل کېږی، ځکه هغه په ملی ټرمینالوژۍ کې داخل دى او د ګرامر لاس نه وررسېږی.

• نسبتی صفتونه: چې یو کس یا یو څیز یوه قوم یا قبیلې یا کسب یا بل څه ته منسوبوی، ګډ لیکل کېږی: رحیمزى، شمسزى، پښتونزوى، سلېمانخېل؛ خو (کامه وال، برخه وال، وسله وال، نشه یی) له یو بله بېل دی، ځکه د لومړی جز پر وروستۍ څپه فشار دى او که ګډ ولیکل شی او د لومړی جز وروستى واول (a) حذف شی؛ نو فشار د کلمې سر ته ځی او د کلمې مانا بدلېږی.

اړوند مطالب


د مطلقو فعلونو املا/ اجمل ښکلی


د حکومتدارۍ د بېلابېلو نظامونو بېلې بېلې لارې/ دروېش


ونکی/ اجمل ښکلی


ګنې/ اجمل ښکلی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=15790

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *