کورنیو چارو وزارت کې ګډه امنیتی غونډه ترسره شوه.

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 87495


دا غونډه د کورنیو چارو وزارت د لومړی مرستیال لوی پاسول جانان بارکزی په مشرۍ د ملی پولیسو اړتیاو ته د رسیدګۍ او د مرکز او ولایتونو د لا ښه امنیت د ټینګښت په موخه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ پلاوی، رییسانو او جنرالانو ګډون درلود.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزی، د کشفی اطلاعاتو څار ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا چاره باید د بریدونو د مخنیوی په موخه ګړندۍ شی.

ښاغلی بارکزی همداراز زیاته کړه، چې د کابل پولیس باید د مشرانو او د ګذر له وکیلانو سره د امنیت د ټینګښت په موخه ناستی ترسره کړی او له دې لارې دې د خلکو او پولیسو تر منځ د نښلېدو پاڼه پرانیزی؛ تر څو شته امنیتی ستونزې په سمه توګه حل شی.

د غونډې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال په کابل ښار کې د پولیسو د ګزمو په زیاتېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د خلکو د امنیت د لا ښه کېدو په موخه باید له هرې ممکنې لارې ګټه پورته شی. په همدې توګه د ولایتونو د امنیه قومندانیو خالی بستونه باید د پرسونل په ځای پر ځای کولو سره اکمال شی او د ژمی له راتګ مخکې پولیس باید په ځانګړو وسلو او تجهیزاتو سمبال شی.

د امنیت د لا ټینګښت لپاره د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال پولیسو ته د کابل ښار د څلورو دروازو د سم نظم سپارښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې څلورو دروازو کې باید بار وړونکی او نور وسایط په سمه توګه کنټرول او لازمې چارې په پام کې ونیول شی.

د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال د شته پرسونل د پروسې په بشپړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا پروسه باید ژر تر ژره پای ته ورسول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87495

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *