کورنیو چارو وزارت: په کابل کې ۳۰ کیلوګرامه هیرویین نیول شوی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 44899

د کورنیو چارو وزارت وایی چې د پولیسو ځانګړو قطعو د کابل په اړوندو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین ضبط کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وایی چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د تره‌خېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوی دی.
افغان چارواکی وایی چې مخدره مواد د ترورېستی ډلو د عوایدو مهمه سرچینه ده او دوی یې پر ضد غوڅه مبارزه کوی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی چې په دې ترڅ کې په روان کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۴ ټنه مخدره مواد ضبط شوی او ورسره نږدې ۲۵۰۰ زره مشکوک کسان نیول شوی او عدلی او قضایی ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44899

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *