کورنیو چارو وزارت: د کابل ۱۰۰ سړکونه تر سخت امنیتی پوښښ لاندې نیول کېږی

  • خپرول: ۱۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44004

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د کابل امنیتی پلان په راتلونکو دوو اوونیو کې عملی کېږی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمی پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» ازادی راډیو ته وویل، نوی امنیتی پلان په درېیو پړاونو کې عملی کېدو ته تیاره شوی دی.
د هغه په وینا، نوی امنیتی پلان ۵۲ مادې لری چې ځینی برخې یې د مسئلې د حساسیت له مخې نه‌شی اعلانولائ، خو وایی چې د کابل ښار لږ تر لږه ۱۰۰سړکونه به تر شدیدې امنیتی څارنې لاندې شی.
په همدې حال کې، د کابل د ګارنېزیون سرپرست مشر جنرال افضل امان وایی چې په نوی امنیتی پلان کې د قوماندې د یوه واحد مرکز پر رامنځته کېدو تأکید شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44004

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *