کورنیو چارو وزارت د بشر حقونو، ښځو او ماشومانو چارو د ریاست خبرتیا!

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89238

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو د ورځې (۲۵ نومبر) په موخه؛ د کورنیو چارو وزارت د بشر حقونو، ښځو او ماشومانو چارو د ریاست ۱۶ ورځنی کمپاین!

کورنیو چارو وزارت د یوه ستر او مهم امنیتی بنسټ په توګه، د نارینه او ښځینه حقونو د تأمینولو او ټولنیز امن راوستلو په موخه؛ د ښځو کار د پولیسو په برخه کې یوه لویه اړتیا بولی.

د دې اړتیا د پوره کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ژمن دی؛ تر څو د پت او عزت، ساتلی کاری ځای او له هر ډول ځورونې پاک شرایط ښځینه پولیسو او کارکوونکو ته رامنځته کړی، تر څو دوی وکولای شی په پوره ډاډ او ارامتیا سره خپلې چارې پر مخ یوسی.

نو د ښځو د ځورونې په برخه کې د ستونزو د ښې رسیدګۍ په موخه کولای شئ خپلې ستونزې او شکایتونه د کورنیو چارو وزارت د بشرحقونو، ښځو او ماشومانو چارو د ریاست له برېښنایی پتې ([email protected]) ، د مرستې شمېرې (۰۲۰۲۲۱۱۷۱۶) او یا هم د ۲۴ ساعته نوکریوال شمېرې (۰۲۰۲۲۰۱۳۴۲) سره شریک کړئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89238

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *