کورنیو چارو وزارت: جنرال جرات دې ۷۲ ساعتونو کې وسلې، موټرونه او وسله وال وسپاری

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104388

افغانستان

د انځور حقوق
Jorat’s Office

Image caption

د ښاغلی جرات دفتر وایی تر اوسه د کورنیو چارو وزارت دوی ته رسمی خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د ملی امنیت شورا پخوانی مرستیال جنرال دین محمد جرات ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې دولتی وسلې او موټر بېرته حکومت ته وسپاری.

دغه وزارت ښاغلی جرات د نامسوله وسله والو پر درلودو تورن کړی چې په وینا یې په کابل ښار کې د امنیت ګډوډولو او قانون ماتونې لامل شوی.

پولیسو د هغه کور د څو ساعتونو لپاره کلابند کړی و.

خو د هغه دفتر چې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت ارزښتونو د ساتنې بهیر نومېږی ویلی چې تراوسه دوی ته د کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمی ډول خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر له پخوانی سلاکار او د ملی امنیت شورا د مخکینی مرستیال دین محمد جرات نه غوښتی چې ۱۳ میله بېلابېلې وسلې او شپږ دولتی موټر بېرته وسپاری.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلی، ښاغلی جرات سره دوه هاموې موټرونه، دوه رېنجر، دوه تیزرفتاره موټران، دوه دهشکې، لس میله کلاشینکوف او یوه توپانچه پاتې ده.

د انځور حقوق
Jorat’s Office

Image caption

د ولسمشر غنی او د ښاغلی مسلمیار ترمنځ ولاړ کس ښاغلی جرات دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وایی، ښاغلی جرات ته ورکړل شوی وسایل حکومت پورې اړه لری او د کابل امنیه قومندانۍ ته دې وسپارل شی.

ښاغلی رحیمی زیاتوی “ځینې غیر مسول وسله وال هم ښاغلی جرات لری چې هغوی باید ژر تر ژره د کابل امنیه قومندانۍ ته وسپاری.”

  • د احمدشاه مسعود تلین ولې په وسله وال تظاهر لمانځل کېږی؟
  • د کابل ښار په زړه کې وسله واله نښته
  • “مسعود د فرمان له مخې ګومارل شوی او لیرې شوی”

هاخوا د ښاغلی جرات دفتر وایی تر اوسه د کورنیو چارو وزارت دوی ته رسمی خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو بهیر دفتر ویاند احمد بلال بی بی سی ته وویل چې ښاغلی جرات ته د سیاسی مشر په توګه پخپله د کورنیو چارو وزارت په قانونی ډول وسلې او موټر ورکړی او که په رسمی ډول ترې وغوښتل شی بېرته یې حکومت ته سپاری.

ښاغلی بلال دا تور وباله چې ښاغلی جرات دې نامسوله وسله وال ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104388

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *