کورنیو چارو وزارت: بلخ ته ځانګړی ځواکونه رسېدلی

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 108456

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال جنرال خوشال سادات وایی، د بلخ د پولیسو نوی مشر جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزار شریف ته رسېدلی او په دې برخه کې به د ولسمشر امر ‘بې له کوم ځنډه’ پلی کیږی.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کړی چې د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور او د جمعیت اسلامی ګوند یو مشر ددې ګمارنې مخالفت څرګند او د مزار پر اوسېدونکو یې غږ وکړ چې له کورونو دې بهر نه وځی.
هغه په خپل فیسبوک پاڼه خپور کړی پیغام کې له هټیوالو غوښتی چې خپل دوکانونه خلاص نه کړی.
ښاغلی نور همداراز افغان حکومت په ‘دسیسه’ جوړولو تورن کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108456

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




68 − 63 =