که پاکستان خپل هوایی حریم خلاص نه کړ، افغانستان به متقابل اقدام وکړی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 112754


Fb-Button

تاند- د افغانستان د هوایی چلن اداره وایی، که پاکستان د افغانستان د هوایی شرکتونو د الوتکو پرمخ د خپل هوایی حریم بندولو ته دوام ورکړی، افغانستان به هم ورته اقدام وکړی.

د افغانستان د ملکی هوایی چلن د ادارې رییس محمد قاسم وفایی زاده وایی، پاکستان د افغانستان د هوایی شرکتونو پر الوتکو خپل هوایی حریم د جنورۍ له اته ویشتمې را په دې خوا بند کړی دی او تر اوسه یې څو ځلې ژمنه کړې چې دا مسیر به پرانیزی.

پاکستان وروسته له دې د افغانستان او هند ترمنځ پر الوتکو خپل هوایی حریم بند کړ چې په هندی کشمیر کې د تروریستی حملې په بدل کې هندی الوتکو د پاکستان پر خاوره بمباری وکړه.

د افغانستان د هوایی ملکی ادارې رییس وایی چې اوس پاکستان بیا ژمنه کړې چې د روان اپریل تر ۲۴ پورې به خپل هوایی حریم د افغانستان د الوتکو پر مخ پرانیزی.

وفایی زاده خبرداری ورکړ چې که پاکستان بیا هم خپل هوایی حریم پرا نه نیست، افغانستان به متقابل اقدام وکړی.

د ده په وینا د پاکستان د هوایی حریم د بندېدو له کبله افغان هوایی شرکتونو ۱۲ ملیون ډالره تاوان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هند او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ کوونکو مسافرو لګښت دوه یا درې برابره زیات شوی دی.

حاضردمه افغانی هوایی شرکتونه د ایران له لارې هند ته تګ راتګ کوی. خو د افغانستان د هوایی ملکی چلن اداره هڅه کوی چې له چین سره خبرې وکړی څو د پاکستان پر ځای له هند سره د چین د هوایی حریم له لارې د الوتکو تګ راتګ پیل کړی.

وفایی زاده وایی، د دې لپاره چې د پاکستان هوایی حریم د دغه هیواد د پوځ په کنټرول کې دی د دغه هیواد د هوایی چلن اداره واک نه لری او خپلې ژمنې عملی کولی نه شی.