که غواړئ چاغ شئ، لاندې نسخې وازمویئ!

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 50059

په نړۍ کې زیاتره خلک له چاغوالی شکایت کوی، او د بېلا بېلو خوړو او ورزشونو په کولو سره غواړی خپل وزن کم کړی، او متخصصین هم د کم وزن ساتلو توصیه کوی، خو داسې خلک هم شتون لری چې د وزن کموالی له امله خورا ډیر اندیښمن دی.

که د وزن زیاتوالی ناروغی ده خو کموالی یې هم (چې له اندازې زیات کم شی) ناروغی بلل کیږی، ددې خپل حد وی، زمونږ په شاوخوا کې ډیر خلک شتون لری چې په طبیعی ډول یې وزن کم وی او د کمزورۍ احساس کوی، دغه خلک د چاغو خلکو په څېر له خپلې کمزورۍ اندیښمن وی، دوی د وزن زیاتولو لپاره ډول ډول درملنې او له حکیمی نسخو کار اخلی خو زیاتره وخت د ګټې پر ځای ورته زیان رسوی.

له دې امله دلته یو څو نسخې ستاسې مخې ته ږدو چې هم مو بدن روغ ساتی او هم له یوې اندازې پورې چاغ..:

خوراک مو زیات کړئ:

ښکاره خبره ده چې که تاسې د وزن زیاتوالی غواړئ لومړی مو خوراک کې بدلون راولئ، خو په تدریجی ډول، ځکه چې یو دم خوراک کې زیاتوالی معده کې ستونزې راولاړوی، لاندې خوراکونه مو مرسته کولای شی:

سپینې وریجې: د وزن زیاتولو لپاره تر ټولو ښه نسخه وریجې دی، وریجې په ډیره اسانۍ پخیږی او هم هر ځای کې په اسانۍ سره موندل کیږی، هغه څوک چې غواړی ځان چاغ کړی باید سپینو وریجو ته لومړیتوب ورکړی، ځکه چې زیړې وریجې په لوړه درجه فایبر لری او سپینې وریجو کې بیا فایبر د نشت برابر کم وی، (فایبر د انسان وزن کمولو کې مهم رول لری)، په یوه پیاله سپینو وریجو کې تقریبا ۱۸۰ کیلوری وی، چې د وزن په زیاتوالی کې مهم رول لوبوی.

وچه میوه: وچې میوو کې کیلوریز او پروټین په غټه کچه موجود وی، له دې کبله د وزن زیاتولو او بدن قوی کولو لپاره د وچو میوو خوراک تر ټولو غوره خوراک دی، چې د بدن چاغوالی سره د بدن روغتیا هم سالمه ساتی، ځینې داسې غوړ دوکانی خوراکونه لکه چیپس او نور.. چې په ښکاره ډول بدن چاغوی خو یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوی.

پروټین لرونکی خوراکونه: پروټین د بدن عضلات قوی کوی، او د عضلاتو قوی کېدل بدن کې د ډېر قوت ساتلو کې مرسته کوی، ځکه چې له خوراک کولو نه وروسته د هغې کنټرول او د بدن برخه ګرځول هم په کار وی او ددې لپاره د بدن دفاعی قوت اړین وی، چې د پروټین په واسطه ترسره کیږی، په پروټین لرونکو خوراکونو کې شیدې، هګۍ او ماهی شامل دی، او ددې سره سبزی او میوه هم په پروټینو کې شمېرل کیږی.

پنېر: پنېر ۷۰ سلنه د چاغوالی غذایی مواد لری، په یو ګرام پنېر کې ۹ ګرامه کیلوریز موجود وی، ځکه نو د وزن زیاتوالی لپاره له پنېر څخه بل ښه خواړه نشته، چې هم یې خوند ښه دی او هم وزن زیاتوی او هم د روغتیا لپاره ګټور دی.

ورزش:

خلک فکر کوی چې ورزش کول یوازې د چاغو کسانو لپاره اړین دی، دا غلط فکر دی، ورزش د هر ډوله انسان لپاره اړین دی، په دې سره د بدن داخلی نظام او عضلات په فعالیت او حرکت راځی، او په بدن کې د وینې ګردش ښه کوی، په ځانګړی ډول سهار وختی، چې د شپې خوب نه وروسته د بدن عضلات خلاصوی او نوې انرژی ورکوی، همدا ډول د هاضمې سیستم ښه کوی او ټوله ورځ انسان فعاله او چست وی، او په دې سره د بدن دفاعی سیستم قوی کیږی.

سربېره پر دې د چاغوالی نسخې پېل کولو سره سم مو د وزن اندازه اخلئ، ځکه چې دې سره تاسو ته د خوارۍ اندازه کیږی، که چیرې یې کوم فرق نه کاوه نو پوه شئ تاسې له کومې ناڅرګندې ناروغۍ سره مخ یئ، او یوه ښه ډاکټر ته رجوع وکړئ.

یادونه: د وزن زیاتوالی نه وړاندې لومړی یوه داکټر ته رجوع وکړئ چې د وزن کموالی لاملونه مو معلوم کړی، که چیرې ناروغ یاست درملنه وکړئ او که نه یئ پورتنې نسخې وازمویئ!

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50059

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *