کندهار ولایت کې د شرابو یوه فابریکه لمنځه وړل شوې

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 105560

د کندهار ځایی چارواکی وایی، د دې ولایت په مرکز کې یې د شرابو د جوړلو یوه فابریکه نړولې ده.
د کندهار د والی ویاند عزیز احمد عزیزی وایی، دا فابریکه په دوولسمه امنیتی حوزه کې وه او په وینا یې ۱۵۰ بوتله شراب یې هم ترې نیولی دی.
هغه ازادۍ راډیو ته ویلی، په دې اړه یې یوازې یو تن نیولی او «پلټڼې ترې روانې دی.»
هغه نه دی ویلی، چې دې فابریکی له کله راهیسې کار پیل کړی و او د کار لپاره ورته زمینه څنګه برابره شوې وه.
ځایی چارواکو په دې اړه هم څه نه دی ویلی، چې د دې فابریکی تولیدېدونکی شراب چا مصرفول او مشتریان یې څوک و؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105560

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *