کندهار: "د سولې غږ" د اوربند او تلپاتې سولې غوښتنې لاریون

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 113287

دغه کسان، چې د سولې په شعارونو سمبالې جنډې له ځان سره لېږدوی، د جګړې او افغان وژنې ضد شعارونه ورکوی.

Image caption

دغه کسان، چې د سولې په شعارونو سمبالې جنډې له ځان سره لېږدوی، د جګړې او افغان وژنې ضد شعارونه ورکوی.

سلګونو کندهار مېشتو “د سولې غږ” په نامه د یوه پراخ لاریون پر مهال د تلپاتې اوربند او سولې غوښتنه وکړه. لاریون کوونکو د جګړې له ښکېلو غاړو، سیاستوالو او د افغانستان له ګاونډیانو د افغان سولې په راوستلو کې د رښتینی ګام اخیستو غوښتنه وکړه.

لاریونوالو په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان په ستونزه کې له ښکېلو غاړو د دایمی اوربند، له نړیوالو څخه د سولې د قوی ضمانت، د ملی ګټو ساتل او له سولې وروسته له نړیوال اقتصادی مرستندویانو هم غوښتنه وکړه.

د جګړې غم ځپلی او د سولې ارمانجن عبدالغنی کاکا ومړ

د هلمند سولې کاروان؛ سالنګونه او کږلېچونه

له هلمنده تر کابله؛ ”د سولې کاروان”

کندهار کې د بی بی سی خبریال مامون درانی وایی، سلګونه لوی او واړه د کندهار ښار مرکزی برخې شهیدانو څلورلارې ته راوتلی دی.

دغه کسان، چې د سولې په شعارونو سمبالې جنډې له ځان سره لېږدوی، د جګړې او افغان وژنې ضد شعارونه ورکوی.

د “سولې غږ” په نوم د دغه لاریون لپاره یوه ورځ وړاندې امنیتی تدابیر نیول شوی وو. د کندهار ښار یو شمېر بازارونه هم په همدې موخه تړل شوی دی.

د ښار په مرکزی برخو او واټونو کې په لوی شمېر ځانګړی ځواکونه ځای پرځای شوی. لاریونوال وایی، هغوی چې سوله نه غواړی جګړه مار دی او په جګړه کې یې ګټه ده.

راوتلی لاریون کوونکی د کندهار ښار له شهیدانو څوکه روان او بیا شاوخوا پنځه کیلومتره پلې د کندهار ښار احمد شاهی لوبغالی کې راغونډه شول.

د لاریون سمبالوونکو د خپلو ویناوو پر مهال د جګړې له ښکېلو غاړو او ګاونډیانو د سولې په راتګ کې د رښتونو هڅو غوښتنه وکړه.

د لاریون په وروستیو کې یو پنځه ماده ییز پرېکړلیک هم وړاندی شو، چې په کې د حکومت له وسله والو مخالفانو، افغان حکومت، بهرنیو ځواکونو او ګاونډیانو نه د اوربند له بهرنیو ځواکونو د سولې د تامین د ضمانت غوښتنه وشوه.

د دغه لاریون تنظیموونکو وړاندې بی بی سی ته د یوې مرکې پر مهال ویلی وو، دغه لاریون به د قطر په دوحه کې د افغان لوری او طالب استازو تر منځ پرجوړېدونکی کنفرانس هم پاموړ اغېز ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113287

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *