کندهار ته د جنرال میلر یوځل بیا سفر

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102874

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قومندان جنرال سکاټ مېلر له شاوخوا درې میاشتې ځنډ وروسته یو ځل بیا کندهار ته سفر وکړ.

هغه د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد په ملتیا کندهار ته لاړ او له ځایی چارواکو سره یې د دې ولایت پر امنیتی وضعیت خبرې کړې دی.

مېلر نږدې درې میاشتې وړاندې د تلې میاشتې پر شپږویشتمه، کندهار کې د طالب نفوذی بریدګر له بریده روغ را ووت او د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د برید ښکار شو.

مېلر له یادې پېښې وروسته یو ځل بیا تېره ورځ (جمعه، ۱۲سلواغې) سفر وکړ او له د جنرال رازق له ورور او امنیه قومندان تادین خان سره یې لیدلی دی.

په دې سفر کې دوی د کندهار په میوند او او غورک کې د عملیاتو قومنده ورکړې او ۲۰۵ اتل قول ادو له چارواکو سره یې لیدلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102874

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *