کندهارۍ مېرمنې خپلو لاسی صنایعو ته بازار غواړی

  • خپرول: ۲۵ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: پژواک
  • د خبر شميره: 31150

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۶): کندهارۍ مېرمنې وایی، سره له دې چې د لاسی صنایعو پر جوړولو ډېره خواری کوی، خو بازار ورته نه لری.

دوی شکایت کوی چې لاسی صنعت ته یې ارزښت نه ورکول کېږی؛ ځکه له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د حکومت له بار بار ژمنو سربېره، نه په کندهار کې د ښځو د لاسی صنایعو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شو او نه هم له هېواده بهر بازار ورته وموندل شو.

د کندهارۍ مېرمنو د لاسی صنایعو عمده برخه د نارینه وو خامکی غاړې، ښځینه جامې، د کور د ښکلا او اړتیا بېلابېل توکی او نور دی چې د ستنې او تار په وسیله په ډېره ښکلې او ظریفه بڼه جوړېږی.

مېرمنې وایی، په خپلو لاسی توکو کې یې د وخت له غوښتنو سره د هغو په ډ‌یزاین او جوړښت کې نوښتونه هم کړی، خو بیا یې هم بازار پیکه دی.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکې ۳۵ کلنه لېمه وایی، لاسی صنعت یې د کور د ګټې وټې یواځینۍ وسیله ده، خو اوس ورڅخه ډېر کم عاید په لاس راوړی.

نوموړې پژواک خبری اژانس ته وویل: ((د اوو اولادونو مور یم، خاوند مې شهید شوی، زه او دوې لوڼې مې له تېرو څو کلونو راهیسې خامکی غاړې جوړوو او په بازار کې یې پلورو، خو د پخوا په شان بازار نه لری.))

دا وایی، د یوې ښې خامکی غاړې جوړول له یوې تر دوو میاشتو وخت غواړی چې د پخوا په پرتله یې اوس په ډیزاین کې نوښت هم کېږی، خو بیا یې هم خلک نه اخلی.

د دې په خبره، له هغه وروسته چې د خلکو عمومی اقتصادی وضعیت خراب شوی، نو د دوی د لاسی صنایعو پر پېر او پلور یې هم اغېز کړی دی.

دې وویل، پخوا له خلکو سره پیسې وې، هم یې ځانونو ته خامکی غاړې اخیستې او هم یې خپلو دوستانو ته د سوغات په توګه رانیولې.

خو دې یوه بل ټکی ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، ماشینی بازاری کارونو هم د دوی د لاسی هنری کارونو بازار خراب کړی دی.

دا وایی: ((یوه په لاس جوړه شوې غاړه له ۱۰ تر ۲۰ زرو افغانیو بیه لری، خو په ماشین جوړه شوې غاړه له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ بیه لری، خلک هنریت ته نه ګوری او همدا ارزانه ماشینی غاړې اخلی.))

د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شریف سیمې یوې اوسېدونکې زرغونې هم پژواک اژانس ته وویل چې اوس ورڅخه دوکانداران ډېرې غاړې نه رانیسی، ځکه هغوى وایی چې د پخوا په پرتله یې رانیوونکی کم شوی دی.

دا وایی، په خپل کور کې به یې ډېرې خامکی غاړې جوړولې او بیا به یې په اوه- اته زره افغانۍ پر دوکاندارانو پلورلې او له دې لارې به یې د خپل کور اړتیاوې پوره کولې، خو اوس یې کار په ټپه درېدلی دی.

د دې په خبره، د ستنې او خامک له کار پرته بل کار نه شی کولاى، ځکه خو اوس حیرانه ده چې څه وکړی؟

دا شکایت کوی چې له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې اوری چې حکومت د مېرمنو د لاسی صنایعو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړوی، خو په دې دومره اوږده موده کې نه مارکېټ جوړ شو او نه یې هم توکو ته ښه بازار وموندل شو.

د دې په وینا، اصلی ستونزه همدلته ده چې د ښځو لاسی صنعت ته ارزښت نه ورکول کېږی.

هغه وایی، یواځې خامکی غاړې نه دی چې بازار یې بایللی، بلکې ګڼ شمېر نور توکی هم چې د کندهار د مېرمنو له خوا جوړېږی، بازار نه لری او خلک یې په پرتله له بهر څخه را واردو شوو توکو اخیستو ته ارزښت ورکوی.

د رنګینې حمیدی په نوم یوه مېرمن هم چې د کندهارۍ خزانې په نوم د ښځینه لاسی صنایعو د جوړولو او تولید یو شرکت لری، ورته څرګندونې کوی.

دا وایی، یاد شوی شرکت به مېرمنو ته تار، ټوکران او د اړتیا وړ نور توکی ورکول او دوى به ورته د پیسو په بدل کې خامکی غاړې، د ښځو او ماشومانو جامې او نور ګنډل چې هغوى به بیا په کور دننه او له هېواده بهر پلورل.

خو دا وایی چې اوس د دغه شرکت کارونه محدود شوی او خپلې سلګونه کارکوونکې یې ځواب کړې دی.

هغې زیاته کړه، مخکې چې بازار ښه و، سلګونه مېرمنې یې په کار بوختې کړې وې او د هغوى لاسی توکی یې نه یواځې په کور دننه پلورل، بلکې امریکا او څو نورو هېوادونو ته یې هم لېږل.

د دې په خبره، د مېرمنو د لاسی صنایعو بازار ځکه لوېدلى چې له یوې خوا د هېواد اقتصادی وضعیت خراب شوى او له بلې خوا د ګاونډیو هېوادونو له ماشینی توکو سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

نوموړې وایی، له بده مرغه په خلکو کې دا غلط ذهنیت ډېر عام شوى چې په خپل هېواد کې جوړو شوو توکو ته هومره ارزښت نه ورکوی، څومره چې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردو شوو توکو ته ورکوی.

د دې په باور، تر هغه چې موږ خپل تولید ته ارزښت ور نه کړو، نو دا تمه نه شو کولاى چې نور دې زموږ لاسی صنایع واخلی او د هغوى په بازارونو کې دې ښه بیه ولری.

هغه وایی، د دې لپاره چې د کندهار د مېرمنو لاسی صنایع په کور دننه او بهر تود بازار ولری، په کار ده چې حکومت پر خامو موادو لږ ټکس واخلی، لاسی صنایعو ته د بازار موندنې په برخه کې دې ډېر کار وکړی او دغلته دې ورته ځانګړی ښځینه مارکېټونه جوړ کړی.

د کندهار د ښځو چارو ریاست مرستیاله مېرمن لیلما نوری منی چې د ښځو چارو وزارت په وار وار ژمنه کړې چې په کندهار کې به د ښځینه لاسی صنایعو د پېر او پلور لپاره ځانګړی مارکېټ جوړوی چې په خپله صنعتکارانې مېرمنې به یې پر مخ وړی، خو له بده مرغه تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دې پژواک خبری اژانس ته وویل، له ښه مرغه په دې وروستیو کې د کندهار د ښځو چارو ریاست په نوښت یو ملی سوداګر چمتو شوی چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې د خپل سوداګریز مارکېټ یو پوړ د ښځو لاسی صنایعو ته ځانګړی کړی.

دا وایی، په دې مارکېټ کې به شاوخوا ۶۰ دوکانونه د یوه کال لپاره له کرایې پرته مېرمنو ته په واک کې ورکړل شی، څو هغوی په کې خپل لاسی صنایع وپلوری.

د دې په خبره، په دې توګه به د کندهار د ښځو لاسی صنایع معلوم ادرس او مشخص ځای ولری چې بازار به یې ورسره وغوړېږی او مېرمنې به د دې جوګه شی چې له یوه کال وروسته میاشتنۍ کرایه هم ورکړای شی.

نوری یادونه وکړه چې دغه مارکېټ به له لوی اختر وروسته په فعالیت پیل وکړی.

بل خوا د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار آمر فضل الباری شمسی وایی چې دغې ادارې نه یواځې د لاسی صنعت د غوړېدو په موخه لسګونو مېرمنو ته روزنیز کورسونه جوړ کړی، بلکې د هغوی لاسی توکو ته د بازار موندنې هڅه یې هم کړې ده.

هغه په دې برخه کې د ښځینه لاسی صنایعو د هغه درې ورځنی نندارتون یادونه وکړه چې په عینو مېنه کې د دغې ادارې د حرفوی زده کړو په مرکز کې د HRDA موسسې په مرسته جوړ شوی و.

دی زیاتوی، د دغه نندارتون موخه دا وه چې خلک له خپلو کورنیو لاسی صنایعو او تولیداتو سره اشنا شی او رانیولو ته یې زړه ښه کړی.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوی چې له بهر څخه د را واردو شوو توکو پر ځای په کور دننه تولید شوو لاسی صنایعو ته ارزښت ورکړی او په رانیولو سره یې له صنتعکارو مېرمنو سره مرسته وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=31150

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *