کندز ولایت کې د طالبانو د ځپلو په موخه چانیز عملیات پیل شول

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 109353

افغان ځواکونو په کندز کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف پسرلنی تصفیوی عملیات پیل کړی دی.
په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې د چارواکو د خبرو پر بنسټ، له دوو ورځو راهیسې دغه پوځی عملیات لا هم روان دی.
د پامیر د ۲۰مې فرقې درستیزوال سید قربان موسوی په‌دې اړه نن ازادی راډیو ته وویل:
“په روانو عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دښمن یو شمېر مرکزونه هم تخریب شوی دی.”
په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکی خلکو ته ډاډ ورکوی چې ټولې سیمې به د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شی.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109353

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *