کندز: دولتی عسکرو په خپل موټر ۸ ملکیان مړه او ۱۳ نور ټپیان کړل

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 37201

پرون  د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د دولتی عسکرو «همفی» ډوله موټر د ملکیانو د موټر سره وجنګېد چې له امله یې لږ تر لږه ۸ تنه مړه او ۱۳ تنه نور مرګونی ټپیان کړل.

پیښه د خان اباد ولسوالۍ په خواجه پشتی سیمه کې نن تر غرمې مخکې پر یولس بجې را منځته شوه، د خان اباد سرپرست ولسوال رسنیو ته د پیښې تصدیق کړی دی خو د تلفاتو د شمېر ور ښودلو څخه یې ډډه وکړه.

بلخوا دمحلی روغتون مسؤولې ډاکټر مرضیه سلام رسنیو ته ویلی چې د پیښې له ځایه دوی ته د ۸ تنو ملکیانو جسدونه رسیدلی او ۱۳ تنه نور په ټپی حالت کې ورته رسیدلی دی چې په هغو کې هم د یو شمېرو ژوند د خطر سره مخ دی.

د پیښې نور جزئیات تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو د کندز امنیه قومندان جنرال عبدالحامد حمیدی رسنیو ته ویلی چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړی.

باید وویل شی چې د بشری حقوقو نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې راپورونو ورکړی چې د دولتی ځواکونو او امریکایانو په بمباریو او شپنیو چاپو کې د ملکیانو تلفات زیات شوی دی.

تېره ورځ هم د غزنی ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دولتی ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ درې تنه ووژل شوه او یوه مېرمن ټپی شوې وه او همداسی دیوه مسجد په ګډون ۲ کورونه ونړېدل.

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37201

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *