کندز : دشت ارچی کې هندی چورلکو ۱ مسجد او ګڼ کورونه بمبار کړل (انځوریز)

  • خپرول: ۲۳ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 17101

له کندز ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ چې د دغه ولایت په دشت ارچی ولسوالۍ کې هندی چورلکو یو کلی په نښه کړی.

د خبر په اساس هندی چورلکو نن ماسپښین مهال د یادې ولسوالۍ په پل مومن شهروان سیمه کې یو کلی په نښه کړ او بې رحمانه بمبار یې پرې وکړ.

د سیمې خلک وایی د دې وحشیانه بمبار له امله د کلی مسجد او ګڼ کورونه ویجاړ شوی دی، دوی وایی په بمبار کې کوم ځانی زیان نه دی اوښتی، ځکه چې د یاد کلی خلک د اشغالګرو او ګوډاګۍ ادارې د عسکرو د بې رحمانه کړنو له امله له کورونو وتلی وو.

د الاماره سټوډیو همکار له سیمې څخه د بمبار شویو کورونو او مسجد انځورونه را استولی چې لاندې یې لیدلی شو.

۲۰۱۷-۰۴-۱۲

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=17101

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *