کرېکټ: ممبی انډینز د هند غوره لیګ اتلان شول

  • خپرول: ۲۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 116258

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

دا څلورم ځل دی چې ممبی انډینز د هند غوره لیګ اتلولی ګټی

ممبی انډینز لوبډلې د هند غوره لیګ سیالیو پایلوبه کې چنای سوپر کېنګز ته په یوه منډه ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولی یې وګټله.

ممبی انډینز د پچې له ګتلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۹ منډې وکړې.

چنای سوپر ګېنګز د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ونشوای کړای د ۱۵۰ منډو ټاکلی هدف بشپړ کړی او لوبه یې وبایلله.

یو مهال چنای سوپر کېنګز په درې اورونو کې ۳۸ منډې پکار وې. خو شېن واټسن په اتلسم اور کې په دریو شپږیزو سره خپله لوبډله بریا ته نژدې کړه.

خو په نولسم او شلم اوور کې ممبی انډینز یو ځل بیا حالت کنترول کړ او د منډو مخه یې ونیوه.

د لوبې په وروستی بال چنای د بریال لپاره دوې منډې پکار وې خو د جسېت ملېنګا توپ د روېندر جدېجا پر پښه ولګېد او امپایر ګوته پورته کړه.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د چنای سوپر کېنګز لپاره شېن واټنس تر ټولو ښه لوبه وکړه نوموړی په ۵۹ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې.

د ممبی انډینز د توپ وهنې پیل ښه نه و، هېڅ کوم لوبغاړی ونشوای کړی چې پنځوسیزه ووهی. د دوی لپاره تر ټولو ډېرې ۴۱ منډې کېرن پولارډ وکړې. د ده تر ترڅنګ کوېنټن ډې کاک د ۲۹ او ایشان کېشن د ۲۳ منډو په جوړولو وتوانېدل.

د چنای کېنګز لوبډلې لپاره دیپک چهار درې، شاردول ټاکور او عمران طاهر دوې دوې وېکټې واخیستې.

د چنای سوپر کېنګز لپاره شېن واټنس تر ټولو ښه لوبه وکړه نوموړی په ۵۹ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې. د ده سربېره ډو پلېسېس ۲۶ او براوو ۱۵ منډې وکړې.

ممبی انډینز لومړۍ ځل په ۲۰۱۳ کال کې دویم ځل په ۲۰۱۵ درېیم په ۲۰۱۷ او څلورم ځل سږ کال اتلولی وګتله.

د سږ کال ای پی اېل سیالیو کې درې افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبی او مجیب ځدراڼ ګډون درلود چې لوبډلې یې ونشوای کړای پایلوبې ته لار ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116258

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *